دورځــــــــې تــــــــــوده پوښـــــــتنه
- لیکونکی ش، حصین
دجمهوري ریاست یا دښاغلي محمد امین فروتن په خبره ریأ(ست) له پاره دبزکشۍ لوبه ډیره په شور او ځوګ روانه ده.داپوښتنه ورکه ده چې دوطن حالات څه دي اوبرخلیک مو په کوم لوري روان دی. له ډیرو سره د وطن دبرخلیک په ټاکلو کې دخلکو او اولسونو نقش هیڅ او دفرد نقش دمعجزوپه معراج کې لیدل کیږي.
داسې ښکاري چې نه وطن دپردو په منګلوکې دی او نه هم له دغو پردو سره داسې مقابله په یوه عیني واقعیت اوښتې چې دپیښو برخلیک ټاکي .درنه ،پراخه او هیواد شموله جګړه هره ورځ له دواړو لوروسرونه ریبي اوپر وطن دکونډو رنډو،یتیمانو اوکډوالو نه ایساریدونکی بهیرروان دی.
دجګړې په عواملو،علتونو او آن انګیزوخولې تړلي دي خو دسولې ارزانه او بې ګټې سرکاري خبرې له رنکارنګ دغل کاریو سره دروان کمپاین تومنه جوړوي.
دارګ ددیوالو شاته دیوه لړزیدلي تخت دنیولو لپاره یولس( نو- مانده آن) او ددوی ۲۲ تنه مرستیالان هر یو په لږ توپیرپه یوه خبره سره همغږي دي او هغه داچې که حامد کرزی له سپینې ماڼۍ سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو دغه تاریخي ویاړ به دوی په غاړه واخلې او دلاسو پر ځای به قلم په خوله کې په ګونډودغه تورې لیکې ښکل کړي.
دسولې او جګړې لوری له همدې نیت څخه روښانه دی.اولس په ښکاره وسله په لاس یا په پټه خوله حالاتو ته په کتو داشغال پای غواړي. داشغال پای داشغال دټولو زیږونودپای خبره هم له ځانه سره لري. همدغه څه لیکې سره ویشي داسې چې مخه ېې بیا هم جګړې ته ده. یواځې په دې توپیر چې داشغال په ترحم او ورکړي جنت کې ناستې ډلې په ټول قوت داشغال ددوام دعاوې کوي اودخپل لوري جګړه دپردوپه اوږو ور باروي. او هغوی ته چې اشغال ورته له مارانو اولړمانو ډک دوزخ جوړکړی له مقابلې او مقاومت پرته بله لاره نده پاتې . همدلته ده چې سوله په لمبو کې نغښتې او جګړه له ټولو بدمرغیو سره سره په برخلیک اوښتې.اشغال ماته خوړلې او دا هغه واقعیت دی چې ړانده ېې هم لیدلی شي. خو ماتې خوړلي دخپل کبر او غرور دساتـنې لپاره یو پیش کش کړیدی او هغه داچې له څه ناڅه اته سوه پوځي اډو څخه را وتښتیدم ،جګړه مې هلته ویتنامي کړه خو په دې خاطر چې هم زما غرو وساتل شي او هم تاسوزما نازولي دوستان څو ورځې نور هم ژوند وکړۍ ، نو یواځې نهه هوايي ډګرونه را پریږدۍ او موږ به له همدې اډو څخه ستاسو په افغاني شوې جګړه خپل هوايي ګوزارونه کوو.
هو!
ټوله غوښتنه همداده.همدې غوښتنې ته دانتخاباتو ننداره توده شوې.ټول کاندیدان او پلویان ېې په دې خبره شکر دی پوهیږي چې داشغال دلوري زړه را خپلول دبري لوی چانس دی او دغه را خپلونه دامنیتي پیمان لاسلیک ته تږې ده.
اوس نو داپوښتنه رابرسیره کیږي چې ،هغوی چې هم سوله غواړي او هم په خپل وطن کې داشغال داور اډو ته لاس په سینه ولاړ دي.ددوی کومه خبره سمه او صادقانه ده:سوله که دپردو اډو په منلو سره جګړې ته لاکلکه پونده ورکول؟
ښکاره خوهمدا وروستی نیت دی.همدغه نیت په خپله دراتلونکي انټخابي مشر دریځ ،توان او طاقت ټاکي.دا نیت چې دجګړې اولسي لوری به داشغال په دوام کې وسله په ځمکه ږدي او داشغال پاتې شونو ته به سلامي کیږي او دمرییتوب په منلو سره به دخپل ژوند خیرات غواړي ، یواځې دهغوی باورته ورتلی شي چې په کوډو یا معجزو باوري وي.
خبره په دې نه ده چې اشغال څه راوړي ، څومره ېې ښه او دساتلو دي او څومره ېې دکرکې او ورکې غوښتنه کوي. خبره داده چې له هر اشغال نه وروسته داشغال په لمن کې روزل شوي،پالل شوي،واک ته رسیدلي ،او په وینو او ناورینونو کې له اشغال سره شریک حتمي را لویدونکي دي. دا بهیر دروند او کله ناکله له یو شمیر بدمرغیو سره هم مل وي خو تاریخ نه ده ښودلې چې داشغال واکمن د تر اشغال وروسته هم دپایښت چانس ولري. له ځینو څخه دا اورو چې دشوروي پوځي لښګرو په وتلو سره دډاکتر نجیب الله واکمنۍ څو لنډ کلونه له ځانه «مستقلانه» دفاع وکړی شوی.او که دا یا هغه پیښه نه وای نودصدیق افغان ریاضي فال به رښتیا شوی وای کوم چې ویل ېې : ډاکتر نجیب الله ۲۵ سال حکومت میکند. واقعیت خو داوو چې ډاکتر نجیب الله تر هرچا زیات په خپله کمزورۍ خبر ونوځکه ېې دبینین سیوان لمنه نیولې وه نه دوطن په خاطر بلکې دځان په خاطر.
څرنګه چې نه غواړم سرکاري قاطرې وتره وم نوبیرته اصلي پوښتنې ته هغې پوښتنې ته چې څوک به تخت او بخت ته رسي را ګرځم.
ددې قلم په باور درې حالته شوني ښکاري:
لومړی: په وروستیو شیبوکې به سپینه ماڼۍ دا ومني چې پر خپله روزل شوې ، ګمارل شوي او پر کابل واکمنه شوې څیره یعنې حامد کرزي حساب وکړي،ځکه دهغه په سر ېې تریلیون ډالره او په زرګونو بچیان او تر دې سخته ، نړیواله آبرو له لاسه ورکړې. دنوریګا دلوبې تکرار ورته په ګټه نه ښکاري اوداهغه څیره ده چې له ټولو بدیو سره سره ېې په سیاست کې دماکیاول داستادی ویاړ تر لاسه کړیدی.تر څو چې یو بل لیونی دغه کمال ته رسوي دمور زاره به ېې چودلې وي.
دویم: دپورتنۍ کړنې لپاره لارې او پلمې لږې نه دي .کولی شي چې:
الف: امنیتي حالات په قصدي توګه دومره ولړي چې هیڅوک، هیچیرې ،هیڅ ډول مصؤ نیت ونه لري. دغه څه به دیوه اضطراري حالت اړتیا را مخته کړي.او ددغه حالت مشر به همدا کرزی وي.
ب: کیدای شي ټاکنې دویم پړاو ته واړوي او دویم پړاو دامنیتي حالت او دمالي توان دنشتوالي په وجه کلونو ته ور وغزوي.
ج: کیدای شي چې زیات شمیر کاندیدان په یوه آخور وتړي او خپل ورونه او تر ورونو ورنږدې مرستیالان هم ورسره جوړه کړي او همدې پروسې ته دامنتي تړون په لاسلیک امریکایی ضمانت هم تر لاسه کړي.
د:دنړۍ تاریخ ښودلې چې داشغال په دوام کې دټاکلو وروستی پاڼه تل داشغال په منګلو کې وي.اشغال نور لوبوي خودحلال دایرې ته دمړې وزې درسولو چاپ انداز ېې له مخکې په نښه کړی وي.
دریم: که ېې ومنو چې حامد کرزی نه غواړي یعقوب خان اوشاه شجاع شي نو دا پلان خو له ټولې ماجرا غوښتنې سره سره حتماً لري چې دانتخاب وروستۍ پاڼه ځانته وساتي. ښايي داسمه وي چې دخپل ورور سلطنت نه غواړي. دا خبره په دې معنی نه ده چې دی دموکراسۍ ته لاره ورکوي بلکې ددې کورنۍ تاریخ داسې ښيي چې ورونه پکې په تربرونو اوښتي او ډیرو ېې سر په کې خوړلی دی.داخبره له څیړنې پرته دپام وړ ده.او که همداسې وي نوبیا یوه لاره پاتې ده هغه داچې دخپلې خوښې بله لوبه را برسیره کړي،په دې خو ټول پوهیږي چې دوستم په تیرو ټاکنو کې دکرزي دملاتیرو،له اشرف غني سره دهغه تړل کیدای شي دکرزي دهمدغې لوبې یوه برخه وي، همدا اوس خبرونه ښيي چې اشرف غني ارګ ته ور غوښتل شوی واو څه ډاډینې ورکړل شویدي.له همدې لیدني وروسته هغه دمارشال فهیم دروازی ته هم ودرید او خلیلي خو ېې لا مخکې را خپل کړی و. دغه لوبه به زلمی رسول ،آن قیوم کرزی هم دې ته اړ کړي چې اشرف غني ته لاس ورکړي،بولدوزرخو خامخا خپل هرڅه دکرزي په سیوري کې ویني،سیاف نه په سیافانو او نه په ملایانو کې ځای لري او دارګ له لمنې لرې کیدل ېې هم شوني نه دې . کله چې دلوبې دغه ټیم خپل شوټر او ګول کیپر پیدا کړي ، عبدالله عبدلله هم دې ته اړ دی چې دهمدې ټیم يوه څنګ ته ودریږي.له هغه سره دحزب اسلامي او پخواني وحدت اسلامي غټې څیرې تړلي دي، هم حزب اسلامي او هم دوحدت اسلامي څانګې په تیرو ۱۳ کلونو کې په واک کې غټې مړۍ در لودې ، دهغو مړویو خوند له لاسه نشي ورکولی نو ځکه به مجبور شي چې کرزي ته غاړه کیږدي.په دې توګه به هغه ټیم او مصلحتي سهامي شرکت بیرته خپل هډونه را ټول کړي کوم چې ۱۳ کاله سره غاړه غړۍ و. ښايي ډیر لږ بدلون راشي، کرزی به په ارګ کې دتخت شاته واکمن وي،امنیتي پیمان به په احمدزی لاسلیک کړي،ټول جهادي مشران به دارګ په شا وخوا اعزازی کرنیلان وجرنیلان وي.داهم کیدونکی ده چې مارشال ددفاغ وزارت ته ولیږي او یو بله نا پیژندل شوې عسکري رتبه هم ورکړي، خلیلی ته به هم یو ځای ولټوي،له محقق سره به بیا دیو څو نوو ولایتونو او ولسوالیو دجوړولوپروتو کول لاسلیک کړي ،او عبدالله عبدلله به هم له حزب وحزب بازۍ څخه دبهرنیو چارووزات ته را کش کړي، هغه هم همدې ورځې ته په دوو پښو ولاړ دی. په دې کار سره به هم مزې وي هم ددموکراسي نندارې.