کــه غواړئ ډنګـــرشئ، نو وچې مغزلــــرونکې مېــــوې وخـــورئ.
امرېکایي ډاکترانو په یوه نوې څېړنه کې موندلې، چې د خوراکي موادو له ډلې ځینې یې چې غوړ هم دي لکه بادام، پېسته او نور په خوراکي رژیم کې ځانګړی رول لري.
ددې څېړنې مشر” ډاکتر جون سابات” ویلي :“څېړنو ښودلې، هغه کسان چې وچې مېوې په منظم ډول هره ورځ خوري، ډېر کم د چاغوالي یا سندر میتابولیک سره مخ کېږي”.
همدارنګه ویل شوي دي، چې د مغذي خوراکونو ټول ډولونه په یوه کچه د ډنګرېدو خاصیت نلري، بلکې ګټور ډولونه یې بادام، پسته او چارمغز دي.
ډاکترانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې، څنګه هغه خوراکې وچې مېوې، چې ۵۰ تر ۷۵ سلنې غوړ لري، په ډنګرېدو کې رول لري؟ وویل: یادې مېوې چې د فاېبرونو او پروټېنو ښې منبعې دي، په خوړلو یې انسان د مړېدو پوره احساس کوي، همدارنګه دا مېوې په لوړه کچه د وېټامین E او مګنېزیم لرونکې هم دي.
ډاکتر سابات وړاندې ویلي؛ ۲۵ کاله وړاندې هېچا باور نه کاوه، چې دا مېوې دې د بدن د روغتیا لپاره دومره ګټورې وي او منظم خوړل یې د بدن لپاره تاواني بلل.
البته باید وویل شي، چې د زیات غوړ لرلو له امله کېدای شي د ځینو کسانو په مخ یا پوستکي د دانو ختلو باعث هم وګرځي.