د سعودي عربستان په معاصر تاريخ کې د لومړي ځل لپاره دتبوک پر غرونوواوره ورېدلې.
د سعودي عربستان د خبري رسنيو د رېپوټ له مخې، په تيرو ۲ ورځو کې په مکه معظمه کې بارانونه شوي او د هېواد په شمال لويديځ کې د تبوک پر غرونو خو واوره هم وريدلې ده.
د دغه هېواد لخوا د تبوک غرونو داسې انځورونه خپاره شوي، چې په معاصر تاريخ کې يې ساری نه دی ليدل شوی؛ غرونه په پراخه توګه په واورو پوښل شوي دي.
په ځينې انځورونو کې اوښان هم ښکاري او د سعودي د انټرنيټ کارونکو لخوا د طنز په توګه دا هم ليکل شوي، چې دا به کوم سوړ هېواد وي، چې اوښان په کې ساتل کيږي.
په قاهره هم واوره ورېدلې ده
د مصر پلازمېنه قاهره له سلو کالو وروسته یو ځل بیا د لومړي ځل لپاره د سږني ژمي د واورې تجربه وکړه.
په جغرافیه کې د قاهرې ښار آب و هوا ګرمه او مرطوبه لیکل شوې، خو پرون پکې تر څه باندې سلو کالو وروسته یو ځل بیا واوره وورېده او ددې ښار بڼه یې متفاوته کړه.
هغه کسان چې مصر ته تللي د قاهرې د هوا په اړه وایي، چې هر مازدیګر پکې نری نری باران کېږي او دې هوا د قاهرې ښار ته ځانګړې ښکلا وربښلې او کله یې هم هوا نه ډېره ګرمېږي او نه ډېره یخېږي، خو پروني راپورونه د حیرانتیا وړ وو.
د راپورونو له مخې پرون د قاهرې ښار هوا سړه وه او ښاریانو د لومړي ځل لپاره د واورې په لیدو خوښي وښوده.
د یادولو وړ ده، چې په قاهره کې د واورې ورېدو له امله د سیمې د نورو هېوادونو په هوا کې هم تغیر محسوس شوی او د قاهرې په ګاونډیو لکه ترکیه، اسراییل او نورو کې هم خلکو د سړې هوا څپې محسوس کړې دي.
خامه پرس د مصري رسنیو له قوله کاږي، چې په تېرو ۱۱۲ کالو کې دا لومړی ځل دی، چې په قاهرې ښار واوره ورېږي او هوا پېژندونکي دومره متعجب شول، چې اوس ددې هوا د معرفي کولو لپاره کوم مناسب توری وکاروي، څو میډیا یې په هماغه نوم هېوادوالو او نړیوالو ته ورمعرفي کړي، خو لا دا نوم ورته ندی کشف شوی.
له روهي او محورڅخه په مننه