کرزی:

امريکا لکه يو استعماري ځواک له افغانستان سره چلند کوي.

ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ د فرانسې له مشهورې ورځپاڼې (لې موند) سره په مرکه کې د امريکې په اړه ويلي، چې له افغانستان سره د يوه استعماري ځواک په توګه چلند کوي. دی وايي: کله چې ته غواړې يو متحد اوسې، نو بايٍد د يوه متحد په څېر چلند وکړې، نه د يوه دښمن په څېر. زه امريکايانو ته وايم، چې ولې بايد افغانان د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تاوان ورکړي.

ده همداراز ويلي، چې: د رواني جګړې ترسره کول د يوه دښمن کار دی. داسې ښکاري چې امريکا هڅه کوي بهرني شرکتونه له افغانستان څخه خپلې پانګې وباسي او دغه هېواد خوشې کړي. امريکايان نه شي کولای موږ دغسې څنډې ته کړي.

کرزي وايي، چې: که چېرې په افغانستان کې د ناټو شتون د لا زياتو بمونو او وژنو په مانا وي، نو دا تړون د کولو ارزښت نه لري.

دنښترویبلاګ یادښت:

درنو لوستونکو!

نه خوپه کرزي دومره کمه پانګونه شوې، چې څوک یې په اړوند دومره بې تفاوته پاته شي اونه خوکرزی دومره زړور دی چې له خپل بادار سره داسې ډغرې ووهي.

دا هسې تیاتري لوبي دي چې زموږ دمظلوم ولس فکر له خپلو اړینو غوښتنو او اړتیاوو څخه بلې خوا ته اړوي.

که تاسو دا لاندې خبر ولولئ نو باور به مو راشي چې دکرزي او بادارانو ترمینځ یې یوه زرګري جګړه روانه ده نه حقیقي.


ډوبېنز: کرزی له اور سره لوبه کوي

پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي جېمز ډوبېنز د سنا مجلس قهرېدلو غړو ته ډاډ ورکړ، سره له دې چې کرزی ګواښ کوي چې د امنيتي تړون لاسليک کول به خپل ځايناستي ته پرېږدي، دا تړون به ډېر زر لاسليک شي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ۱۲ زره امريکايي سرتېرو د پاتې کيدو زمينه برابره شي. ده ډاډ څرګند کړ چې هند ته د کرزي د سفر په ترڅ کې به کرزی د امنيتي تړون لاسليک کولو ته وهڅول شي. د ده په وينا، چې کرزی هند ته ډېر درناوی او ښې اړيکي ورسره لري.

ډوبېنز وويل، چې له ايران پرته ټولو ګاونډيو هېوادونو کرزی هڅولی دی چې له امريکې سره تړون لاسليک کړي. د ده په وينا د دغو هېوادونو مشران په منځني آسيا کې د امريکايي حضور لېوالتيا نه لري، خو ټول اندېښنه لري چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پرته به دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي. دا جګړه به افراطي ډلې راپورته کړي، د مهاجرينو څپې به خورې شي او سوداګري به اخلال شي او په دې توګه به ټوله سيمه له ګواښ سره مخ شي.

ډوبېنز وويل، چې کرزی داسې محاسبه کوي چې امريکا به په هرصورت او قيمت په افغانستان کې پاتې کېږي، خو موږ هڅه کوو په دې خبره يې پوه کړو چې د امريکايانو افکار په هغه ځای کې نه دي چې دی فکر کوي، بلکې دی له اور سره لوبه کوي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه