امـــــــــــــریکايي جاسوسو الوتکو د ولسي وګړو جنازه بمبار کـــــــــــــړه
تیره ورځ له غرمې وروسته د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې امریکايي بي پیلوټه الوتکو ولسي کور بمبار کړي.
د نورستان د امنیه قومندانۍ د امنیت امیر سمونوال شیرداد وویل چي په دي برید کښي د یوي ښځي په ګډون اووه ولسي وګړي شهيدان شوي دي .
نوموړی وايي چي دا بریدونه تیره ورځ له غرمي وروسته وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کښي رامنځته شوي دي .
بل پلو په ولسي جرګه کښي د وانټ وایګل د خلکو نماینده مولوي احمد الله موحد وايي چي د تیري ورځي په شوي بمبار کښي ۹ تنه ولسي وګړي شهیدا شوي شوي چي د شهیدانو له مینځه دوه ماشومان او یوه پیغله ده نوموړۍ وايي چي په پیښه کښي د ښځو په ګډون ګڼ شمیر ملکي خلک ژوبل شوي هم دي نوموړۍ د امریکايي بي پیلوټه الوتکو دا برید په کلکو ټکو وغانده او زیاته کړه چي باید په هیڅ صورت سره امریکايي ځواکونه نور په افغانستان کښي پاتي نه شي.
بل پلو د نورستان ولایت د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر شمس الدین اصلزۍ وايي چي کله چي کلۍ د بي پیلوټه الوتکو لخوا بمبار شو سیمیزو خلکو د شهیدانو د جنازي مراسم تیار کړل چي د جنازي په مراسمو بیا بي پیلوټه الوتکو برید وکړ چي ګڼ کلیوال يی شهیدان کړل.
همدارنګه په وانټ وایګل کې د روغتون یو شمیر مسولین وايي چي د بمبار په ترڅ کښي لس تنه وژل شوي اوګڼ نورټپیان دي او ټپیان دتداوي په موخه د دوي روغتون ته راوړل شوي دي.
په داسي حال کې امریکایانو په نورستان کښي په بي ګناه ولسي وګړو برید ترسره کړچي له همدوي سره نن د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر په کابل کښي سلا مشوري وشوې.
زرداد شينواری
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه