غــــوزان،چارمغــــز،ماټـــــك
ژبــــــــــاړه : اســــــــــدافغــــــــــان
غوزان عصبي او عضلاتي سيسټمونو ته قوت وركوونكې دي. همدارنگه د وينې لوړ فشار او د زړه ناروغيو لپاره هم گټور دي. غوزان د مغزو د خوړو په نوم هم پيژندل كيږي دا صرف مغزو سره د ورته والې له وجې نه بلكې د سالم غوړو لرل،او د كلسټرولو كمولو او يا بيخې وركولو له سببه ورته وايي. په ورځ كې د څلور عدده غوزانو كارولو سره مو بدن د ضرورت وړ غوړ پوره كولى شي..همدارنگه په غوزانو كې موجوده غوړ د زړه سلامتيا لپاره هم گټور دي او د وينې د بد كلسټرولو(LDL) په كمښت او د گټورو كلسټرولو(HDL) په ډيرښت كې مرستندوى دي. تر كومه ځايه چې غوزان له انرژى ډك دي نو غوره دا ده چې حداقل دوه دانې له سهار چاى سره نوش جان كړئ او په خاصه توگه كم عمره او وړو ماشومانو ته يې وركړئ چې هغوى وكولاى شي لازمه انرژې ترې ترلاسه كړي.
د غوزانو كيمياوې خواص*
غوزان دا لاندې مواد لري. پروټين،غوړ،بوره، كلسيم،فاسفورس،اوسپنه،پتاشيم،سوډيم،مگنيزيم،مس او د B ويټامينونو كورنى سره په څنگ كې A.C.E ويټامينونه هم لري.همدارنگه پوليك اسيد،پانتوتنيك اسيد او امينو اسيدونه چې په نورو بوټو كې كم پيدا كيږي او ډير گټور دي په غوزانو كې په اسانى سره پيداكيدلى شي.
د غوزانو گټې*
غوزان وچ او گرم دي،دا د سترگو،ليدو حس،خولې،ويښتانو او نوكانو د تقويت لپاره گټور دي، غوزان د اعصابو د تقويت كې هم مهم رول لري چې د بې هوښى او سستى څخه مخنيوى كوي..څوك چې ويره او ډار لري دوى د د دريو هفتو لپاره د سهار لخوا دوه غوزان د پنير سره نوش جان كړي ،همدارنگه غوزان د بواسيرو،د بدن زهرياتو وركولو سره سره لاندې ناروغيو كې هم مؤثر دي *نقرس..د پښو د غټې گوتو دايمې درد چې انگليسې كې ورته gout وايې ويل كيږي،دا په وينه كي د يوريك اسيد له زياتوالې څخه پيداكيږي. دې ته شاهي ناروغي هم ويل كيږي ځكه چې غازي امان الله خان هم په دې ناروغى اخته ؤ د كدودانى چينجى* *سياتيك مننژيت د اعصابو التهابي يا د پړسوب ناروغې ده چې د حرام مغز اعصاب پرې عمومأ اخته كيږي،چې د غاړې د فلج او چټك مرگ سبب گرځي، نرې رنځ* شكر* ،د مرى تانسلونه* ،ميكروبې ټپونه*، *د ښځينه ؤ ترشحات يا راتويدوكې مايعات. يو افرازات دي چې د نلونو په واسطه د وينې د جريان څخه د باندې تويږي او يو ترشحات دي چې د وينې د دوران د ننه تويږي. او نورو گڼو ناروغيو مخنيوې كې هم گټور دي څوك هم چې قبضيت لري درې دانې غوزان د له سل گرامه وچو انځرو سره وټكوي او ورځ كې د د چاى خوړلو يوه كاشوغه د جوش اوبو سره خورې يا غوزان او انځر د له سبوس لرونكې ډوډى سره د سهار لخوا وخوري. تور اوړه سبوس لري او سپين يې نه لري دا اصل كې د غلو دأنو پوښ لرونكي ته وايي لكه د غنمو پوښ چې تور اوړو كې موجود وي او سپينو كې ترې ايستل شوى وي. علاوه ددي ذكر شويو گټو څخه غوزانو كي نوري گټي هم وجود لري، د پوستكې غورځيدو،او يا وچيدو په صورت كې په هغه وچ ځاى د غوزانو غوړ په ورځ كې څو ځله وموښئ نو روغيږي.
غوزان د بدن خوځنده رگونو قابليت لوړولو،او د زړه ناروغو څخه مخنيوى كوي.ددې په خاطر هره ورځ ديرش گرامه غوزان وخورئ د بدن د دفاعي سيسټم څخه ساتنه كوي او د بندونو پړسوب يا تومور د ويني دند كيده،يا كره ،دايره كيده لپاره موثر دي.د بدن د تخول په تنظيم كې او د شكر او ويني فشار كې مرسته كوي. هډوكو څخه ساتنه كوي او په كيسه صفرا كې د تيږو څخه مخنيوى كوئ. د ذهن او هوش لپاره كټور دي او د ياده تللو حس تر ډيره كموي د غوزانو غوړ د بندونو درد ښه كوي او د غذايې موادو جذب ورته اسانوي،كه غواړى چې ارام خوب ولرئ له ويده كيده دوه ساعته وړاندې د غوزانو سره د سبزى سلاته وخورى. د غوزانو د ونې ايشيدلې پاڼې د كدوداني چينجي او د شكر مرض ضد دي د جلدي امراضو د تداوى لپاره،لكه اگزما يعني پړسوب،زيړ زخم،وچوالى،لپاره د غوزانو ايشيدلو پاڼو څخه استفاده وكړئ. د لاسونو او پښو يخ وركولو لپاره د غوزانو د وني پاڼې جوش كړى او پري ويې موښئ او يا يې پرې چاپې كولو په شان وكاروئ.. دا هم يوه د پاى خبره كه حساسيت لرئ غوزان مه كاروئ