باور ورځپاڼه : دمحقيق رسوايي
په ځان ګواهي به دولت راويښ کړي؟
دشمال ټلوالې پخواني قومندانان، چې اوس د سياسي ډګر مخکښ لوبغاړي شمېرل کېږي، ځانونه په افغانستان کې دنظام جوړونې او ولسواکۍ بنسټ ايښودونکي ګڼي
له همدې امله په دولت کې ډېره برخه څوکۍ همدوى ته ورکړل شوې.
د دغو سياستوالو په اړه شننه داده، چې هريو يې دبيلابيلو بهرنيو استخباراتو سره پخې اړيکي لري او دهغوى په پلانونو پرمخ ځي، خو دغه خبره هله له ثبوت سره مخ شوه، چې په خپل منځي کړکيچ کې يې ځينې رازونه بربنډ شو.
په تېروڅو کلونو کې دغو ډلو په دولت کې د پام وړ رول درلود او کله چې کوم يو يې له حکومتي اډانې ايسته شوى د دولت داپوزيسيون په توګه يې نيوکې دا وې، چې دولت له فساد او نا انډوله سياستونو ښکار دى، شنونکي وايي دوى هر يوه هڅه کوله چې که له هرې لارې وي له بهرنيانو امتيازات راخپل کړي، دغه ډلې که په دولت کې دننه او يابهر وې، ډېر کله په خپلو کې راټول او يو ليدل کېده او لامل يې دا و چې دوى يوه اړخ له دولتي چوکاټه په استفاده او بل يې داپوزيسيون په نوم ځانونه مطرح ساتل .
خو خبرې هله درسوايي تر ډګره ورسيدې، چې د دغه ډلې غړي د ټاکنو په درشل کې دامتيازاتو پرسر وران شول. که څه هم يو شمېر يې لاهم په دې هڅه کې دي چې د بېلوالي پرځاى ټول راغونډ وساتي، د دې لپاره چې ګډې ګټې يې زيان ونه ويني، خود شنونکو له خولې ده، چې اوس نو دټاکنيزو امتيازاتو هوس دومره زورور دى، چې د محمدمحقق او امرالله صالح له ژبو خورا ريښتينې کيسې دخلکو غوږونو ته ورسولې.
محمد محقيق ويلي:(( که هر څومره مو دبهرنيانو په مجلسونو کې احمدضياء مسعود مطرح کاوه خو هغوى، ته يې چندان خوند نه ورکاوه، نو له يوه داسې چاسره چې هېڅ بهرنى ملاتړ ونه لري څنګه ډلګري وکړم، هغه ته خو يواځې يو تاجک امرالله صالح ورپاتې دى چې هيڅ ټولنيز نفوذ نه لري، يواځې په تور لګولو کې تکړه دى.))
دښاغلي محقق په ځواب کې امرالله صالح ليکلي((
استاد محقيقه ! زه خو نه هم تقلبي استاد يم او نه هم داسې څوک يم چې دټلويزيون دانټن پيسې يې ديوه هېواد استخبارات ورکوي او د کارکونکو معاش يې دبل هېواد استخبارت ورکوي، زه خو مخکې له دې چې يو پلان عملي کړم د درېيو هېوادونو سفرونه نه کوم او نه هم خپل ډله ګري د سلا لپاره په سفارتونو او دبهرنيو استخباراتو په ميلمستونونو کې راټولوم، زه هر څه په کابل کې کوم ياد دې شي، چې ما د ايران په اړه يوه ليکنه کړې وه او تا راته په يوه مجلس کې وويل، چې وروره ! په هغو پسې مه نښله، چې موږ ته ډوډۍ اوبه او د جيب خرڅ راکوي.))
دروان سياست د دغو دوو مخکښو څېرو له غوسې راوتلې ريښتونې خبرې له خلکو سره هغه شته پوښتنې ځواب کړې، چې د دوى د کړنو په اړوند يې درلودې.
د نظر خاوند محمد ادريس غروال وايي پخوا هم خلک په دې پوهېده چې دا ډلې د بهرنيو استخباراتو په مټ زيږيدلي، ځوانې شوې او پرمخ ځي خو دا تمه هم وه، چې يوه ورځ به دغه حقايق ميدان ته راووځي او ښه داده چې په خپله دهمدوى له خولې له دغو رازونو پرده پورته کېږي .
د ملي امنيت يو پخوانى مامور سيدرحمن بې کور وايي له دې خبرو وروسته دولت ته هم د پوښتنې نښه مخې ته کېږي، چې ولې له دغو اشخاصو سپيناوى نه پوښتل کېږي د نوموړي په خبره که دغه خبرې په سمه توګه سپينې شي، د دولت مسوليت دى چې دا هر يو بهرنيو هېوادونو ته دجاسوسۍ په تور محاکمه شي.
په ټوله کې پر افغان دولت نيوکه داده چې د خپل هيواد دملي امنيت د ټينګښت اوساتنې په برخه کې پاتې راغلى داسې، چې د بهرنيو هېوادونو داستخباراتي نفوذ په مخنيوي کې يې خپل مسوليت سرته نه دى رسولى.