عربي اماراتو له ايران نه غوښتي، چې ۳ اشغال شوي ټاپوګان بيرته ورکړي.

 د عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد، نن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې غوښتنه وکړه، چې ايران دې هغه درې اشغال شوي ټاپوګان، چې په اماراتو پورې اړوند دي دوی ته بيرته ورکړي.
د نوموړي لخوا غوښتنه وشوه، چې د لوی تنب، کوچني تنب او ابوموسی ټاپوګان دې، اماراتو ته بيرته ورکړل شي او دا درېيم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اماراتو لخوا دا غوښتنه کيږي.
عربي اماراتو څو ځلې له ايران نه غوښتنه وکړه، چې د مسالې د حل لپاره دې يوې نړيوالې محکمې ته حاضر شي خو ايران وايي، چې اړتيا نشته او ټاپوګان يې خپل دي.
د اماراتو چارواکي وايي، چې ياد درې ټاپوګان هغه مهال د ايران لخوا اشغال شول، چې په ۱۹۷۱ ز کال کې انګريزان له دغه ټاپوګانو وتل. دغه چارواکي وايي، چې په ياد کال کې د ايران او انګريزانو تر منځ د دغو ټاپوګانو په هکله تړون لاسليک شو؛ خو څرنګه چې امارات هغه مهال خپلواکه نه وو نو دغه تړون قانوني بڼه نه لري.
د يادونې ده، چې د نړۍ هر ګوټ ته چې استعماري ځواکونو رسيدلي، تر وتلو وروسته يې هلته سرحدي لانجه پرېښودلې ده.
د ډيورنډ کرښه هم د همداسې يو سياست له مخې په ناقانونه توګه رامنځته شوه او په حقيقت کې دا د يوه ولس پر زړه باندې رايستل شوې کرښه ده.

سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه