افغانستان د لېتيم سعودي عربستان دی

پنتاګون وايي، چې افغانستان د (لېتيم) ډېرې غني زېرمې لري او کولای شو ووايو، چې افغانستان د لېتيم سعودي عربستان  دی.  امريکايي اېجنسيو دافغانستان  تر ځمکې لاندې طبيعو زېرمو ارزښت د  يو ميليارد شاوخوا اټکل کړی دی. افغانستان د مسو، کوبالت، اوسپنې، باريت، سلفر، سرپو، سپين زرو، جستو، نيوبيوم غني زېرمې او د ځمکې د نادرو عناصرو(rare earth elements (REEs)) ۱.۴ ميليون متره مکعبه زېرمې لري، چې د لېتيم  غني زېرمو هم شته. په پنتاګون کې د (تر جګړې وروسته پرمختيا) ټاسک فورس مشر جېم بوليون وايي، چې د نړۍ د طبيعې زېرمو د نقشې له مخې کېدای شي افغانستان د منرالونو په برخه کې د نړۍ مخکښه يا ليډر شي.

د ځمکې نادرو عناصرو ته په پرمختللې اوسنۍ ټکنالوژۍ کې، لکه موبايلونو، کمپيوټر، تلويزون، هايبرډ ماشينونو، بېټريو، آپټيک فايبر، د ټانک په نويګاسيون سېسټم، د توغنديو د لارښود سېسټم، د جنګي جېټ الوتکو په  ماشينونو، د توغنديو دفاعي سېستم،  ستلايټ او نورو پرمختللې ټکنالوژۍ کې اړتيا ده.

اوسمهال چين په يوازې ځان  د ځمکې د نادرو عناصر ۹۷٪ توليدوي. داسې خوشبيني ده چې افغانستان  به په دې برخه کې د  نړۍ اوږدمهالې اړتياوې پوره کړای شي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه