د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
يو سړی په سرو سرو ژاړي
له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي
څو د اوښکو سپين رودونه
پريشان دی د هجران لمبو اخيستی
په زړګي کې يې ټوکيږي د بچي د ياد ګلونه
خپل خپلوان يې کوي وير په اضطراب دي
ربه ج دا دې چې اخته په کوم عذاب دي
ډيره سخته ده چې زوی د چا مړکيږي
د خپل پلار له غېږې شليږي فنا کيږي
مرګ خو حق دی دا منمه
موږ به هم ځو
قافله د ژوند روانه ده تېريږي
باور وکړئ وه يارانو باور وکړئ
د ځوانۍ مرګ بلا سخت وي
په ګلاب د چا زړه نه شي چې رژيږي
يو سړی په سرو سرو ژاړي
له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي
څو د اوښکو سپين رودونه
دا سړی داسې سړی دی
چې د هر زړګي درمان دی
ټول ياران يې لالا بولي
خو نامه يې اسد جان دی
خدای ج دې نه کړي چې يو څوک دې بې اثرې شي
دې حالت سره چې مخ شم دا ټپه زما تر خولې شي
وړوکی يار د چا مړ مه شه
وړوکی يار د زړګي ولې نړوينه
فريد احمد تسکين
دنښترویبلاګ اداره پخپل وار د دانش صاحب اودرنې کورنۍ په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي، دوی او ټولو دوستانو ته یې له رب تعالی(ج) څخه جمیل صبر غواړي.
ربه بس دی زموږ ځمکه تر سپوږمو په وینو سره شوه
دشتې څه کوهسار څه هره باغچه مو هدیره شوه
ســـــــــــــــتاسو په غم شریک بســــــــــــــــمل