محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
یو ملیون غربیان مسلمانان سوي دي
بسم الله الرحمن الرحیم – په لویدیځ کی د مسلمانېدو بهیر په حیرانۍ او چټکۍ سره مخته ځي . په اروپا او امریکا کی هره ورځ په زرګونو خلګ په اسلام مشرف کیږی . ځینی غربي خپرونی لیکی چی د مسلمانېدو دغه چټک بهیر به څه موده وروسته اروپایی هیوادونه د مذهبی پلوه له عیسوي انحصاري حالت څخه وباسی او مسلمانان به یې لویه برخه وګرځی . په بل عبارت ، هغه به یوه اسلامي بڼه واخلی ، داسی چی اکثریت وګړی به یې مسلمانان وی .
د تیر کال د احصایًیې له مخی یوازی په برتانیه کی د نوو مسلمانانو شمیر تر یو لک ( یعنی سلو زرو ) اوښتی دی . دغه سروې د یو خپلواک جوړښتون لخوا بشپړ سوې ده چی « انټر فېت » نومیږی . سروې وایی چی په دغو نوو مسلمانانو کی ۶۶ سلنه یې ښځی دي ، ۷۰ ٪ یې سپین پوستي وګړی دي ، او متوسط عمرونه یې ۲۷ کاله دی . یعنی دا چی اکثریت نوي مسلمانان ځوانان او د تعلیم څخه برخمن دي .
د سروې پر مهال د دغو نوو مسلمانانو څخه پوښتنه کېدل چی د برتانوي کلتور هغه ناوړه شی څه دی چی له امله یې تاسو اسلام قبول کړی دی ؟
په ځوابونو کی ورته وویل سول چی شراب ، نشه ، بد اخلاقی ، د جنسی عمل آزادي ، او بې کنټروله اسراف یې علتونه دي .
د ښځو په جمله کی د هرو لسو څخه نهو ښځو وویل چی زموږ د مسلمانېدو اصلی علت دا و چی موږ غوښتل سم او مستور لباس واغوندو . نو ځکه تر نیمایی زیاتی دغه ښځی حجاب کوی او ۵٪ خو یې بیخی نقاب استعمالوی .
بلخوا ، برتانوﺉ حکومت وایی چی په جېلونو کی هم ګڼ شمیر بندیان په اسلام سره مشرف کیږی .
د مثال په توګه د انګلستان په یو ډیر بدنامه جېل کی چی فیلتم نومیږی ، ۳۳٪ ځوان بندیان مسلمانان دي او دا بهیر مسلسل پراخیږی .
د دې جېل د ۶۸۶ ځوانو بندیانو څخه ۲۲۹ یې مسلمانان دي او د جمعې د ورځی لمونځ کوونکی یې دومره ډیر سوي دي چی د جېل په جمنازیم کی هم نه ځاییږی .
د انګلستان د نوو مسلمانانو څخه یوه هم لورا بوث ، یعنی د پخواني صدراعظم تونی بلېر خوښینه ده چی حجاب کوی او هره ورځ پنځه وخته لمونځونه کوی .
هغه پر فلسطینیانو باندی د اسراییلو ظلمونو او د مسلمانانو پر ضد د لویدیځو قدرتونو تشدد مسلمانه کړه .
بل مشهور کس هم آیرلینډی فلمی ایکټر ( لېم نیسن ) دی چی په ترکیه کی د اسلام تر اغیزې لاندی راغی .
هغه د لندن « سن » نومي ورځپاڼې ته وویل چی کله می په هغه فلم کی کار کاوه چی څو صحنې یې په استانبول کی اخیستل کېدې ، نو هلته د مسجدونو آذانونو تأثیر راباندی وکړ .
هغه وویل چی که یو غیر مسلم لومړی ځل هره ورځ پنځه وخته اذان واوری نو اول به ډیر بد تأثیر پر وکړی ، خو وروسته به هغه د ده روحانی باطن ته لاره ومومی او حتمأ به یې اغېزمن کړی او دا به ورته ثابته سی چی اذان یو ډیر ښکلی او زړه راکښونکی شی دی . ده زیاته کړه چی په استانبول کی څلور زره مسجدونه سته او هره ورځ د ټولو څخه پنځه وخته اذان اورېدل کیږی .
د همدې الفاظو روحانی څپې وې چی زه یې مسلمان کړم .
د لندن « سن » نومې ورځپاڼې د ۲۰۱۲ د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه راپور ورکړ چی په انګلستان کی تیر کال ۵۲۰۰ کسان مسلمانان سوي دي چی ۷۵٪ یې سپین پوستي ښځی او متوسط عمرونه یې ۲۷ کاله دی .
راپور وایی چی په انګلستان کی په تیرو شپږو کالو کی د مسلمانانو پر تعداد ۳۷٪ نور هم ور زیات سوی دي ، یعنی د برتانیې د ۴۱ ملیونو عیسویانو څخه ۲٫۶ ملیونه یې مسلمانان تشکیلوی . راپور زیاتوی چی همدا نن په انګلستان کی لږ تر لږه ۱۵۰۰ مسجدونه شتون لری .
د امریکا « سټېنډ پُواینټ » مجله لیکی چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته د مسلمانېدو بهیر په بیړه مخته ځی . مجله وایی چی په امریکا کی هر کال دیرش زره کسان مسلمانان کیږی چی ۷۵٪ یې ښځی دي .
په فرانسه کی د احصایًیو له مخی اویا زره ( ۷۰۰۰۰ ) فرانسویان مسلمانان سوي دي . دلته هم د برتانیې غوندی زیاته برخه ښځی دي او هغوی وایی چی موږ د غربی ماده پرستۍ څخه تر پزی راغلي او بېزاره یو .
په چک جمهوریت ، اتریش ، ډنمارک ، فنلینډ ، هالینډ ، هنګري ، آیرلینډ ، لوکسمبرګ ، ناروې ، پولینډ ، پرتګال ، هسپانیه او نوره اروپا کی هم په زرګونو انسانان په اسلام مشرف کیږی .
په ایټالیا کی سفیر ( الفریدو میولیې ) ، او یو پارلماني استاځی په دې وروستیو کی مسلمانان سوی دي او په ټینګه لګیا دي په لویدیځ کی د اسلام ښېګڼی بیانوي .
په سوېډن کی پنځه زره کسان په اسلام مشرف سوي دي . په جرمنی کی لږ تر لږه شل زره کسان مسلمانان سوي دي .
راپورونه وایی چی اکثریت هغه کسان چی نوي مسلمانان کیږی ، تر هغو کسانو اسلام ښه ترا مراعاتوی چی له ذاته مسلمانان دي .
په سویس کی د خلکو د ګوند مهم غړی ( دانیل ستریخ ) چی هلته یې د مسجدونو لپاره د منارو جوړولو پر ضد سخته مبارزه کوله ، پخپله مسلمان سو او نن هماغه منارې په ټینګه غواړي ، او وایی چی سویس ډیرو مسجدونو ته اړتیا لری .
په هسپانیه کی پنځوس زره اصلی هسپانویان په دې وروستیو کی مسلمانان سوي دي چی اکثریت یې ښځی دي .
که دغه ټول ارقام او اعداد سره جمع کړو ، د روسیې ، اسټرالیا ، کاناډا او نورو لویدیځو هیوادو نوي مسلمانان هم پر ور زیات کړو ، نو عمومی شمیر به یې تر یو ملیون واوړی .
هو ، کېدای سی دا هر څه د هغه قرآنی آیت مصداق وبولو چی فرمایی : « حق راغی او باطل وتښتېد ، بېشکه چی باطل ځای پریښوونکی دی » ( الاسرأ : ۸۱ ) ؛ والسلام ،
( ن . صمد )