په زرمت ولسوالۍ کې پسرلنۍ مشاعره وشوه

د پکتياولایت په زرمت ولسوالي کې د پسرلي په وياړ د زرمت د ادبي بهير د شعر او ادب مينوالو په نوښت په جوړه شوې مشاعره کې د زرمت  مېشتو شاعرانو ترڅنګ د لرو پرتو ولسواليو سېدکرم،زرمت او احمدآبا ولسواليو او د ګاونډي ولايت پکتيکا ګڼو شاعرانو هم برخه اخيستې وه، په مشاعره کې د پسرلنيو  شعرونو ترڅنګ شاعرانو عشقي او طنزي شعرونه هم خپلو مينوالو ته واورول،

که څه هم ډېر شاعران د پسرلي راتګ ته خوشبينه وو او دا پسرلی يي په خپلو شعرونو کې په نېک فال ياداوو خو ترڅنګ يې ځينو، ځينو شاعرانو هڅه وکړه چې د خپلو مينوالو ذوق په طنزي شعرونو هم خړوب کړي، طاهر افغان يو له هغو شاعرانو څخه و چې د مشاعرې رنګ يې بدل کړ

په دغه پسرلنۍ مشاعره  کې ډېرو ځوانانو د خپل ذوق سره سمې ،ټپې، ټپيزې او شعرونه واورول چې د مشاعرې د ګډونوالو په چکچکو بدرګه شول.

په زرمت کې جوړه شوې مشاعره که څه هم تر ډېره غزليزه وه خو د ځينو علم پالو له خوا په کې د علم او پوهې د پرمختګ په اړه خبري وشوې.

د زرمت ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ياده کړه چې په دې وروستيو کې د علم او فرهنګ وضعيت تر پخوا ښه شوی دی او دوی ټينګار کاوو چې په دې برخه کې بايد نوره پاملرنه هم وشي.

زرمت چې د پکتيا له مرکز ګردېز سره نښتې ولسوالي ده، په تېرو يولسو کلونو کې ترې تر ډېره د جنګ او ناخوالو خبرونه ورکړل شوي دي خو دا چې په دې جنګ ځپلې سيمه کې مشاعره او يا نور فرهنګي فعاليتونه کیږي، سيمه وال او کارپوهان يې د سيمې د ټيکاو او نورو پرمختګونو لپاره په زړه پورې بولي.

ښاغلی ساحل منګل

دنښترویبلاګ اداره دزړه له تله ګرانوزرمتیانو ته ددې فرهنګي ګام مباره کي وايي اولکه څنګه چې زماحقیراوفقیرزرمتي دمنډواوربړو له برکته لویه پکتیا دنښترپه نوم دیوې کالنۍ مشاعرې لرونکې شوه همداسې له ټولوپکتیاوالو په تېره بیاله خپلوګرانو زرمتیانو څخه هیله کوم څودتل لپاره نښترشېراز وساتي اوداسې شعري پنځونې هېوادوالو ته وړاندې کړي،چې په رښتیاهم ځانونه دنښتروارثین وښودلای شي زه یوځل بیا ګرانوزرمتیانو ته له جرمني څخه ددې نېک ګام مباره کي وایم اوله ښاغلي ساحل منګل څخه مننه کوم،چې دا رپوټ یې موږ ته راولېږه کوریې ودان.

 نن مې بیا زرمت ترسترګو سترګوکیږي

 یو دغونډې زنې خال هم رایادیږي

 شین دسمال له مېوې ډک اوداخترورځ

 دمرغې دډاګ اتڼ ته مې زړه کیږي

دمرغې ډاګ زموږ دکلي په تقریبأیوکیلومتري کې موقعیت لري اوپخوایا په بل عبارت زموږ په وخت کې به داختر درۍ ورځنۍ ګرمې ګرمې مېلې اومست مست اتڼونه په همدې ډاګ کې کېدل خواوس دزنې په خالوګردونه ناست اودمېلوپه ځایو بمونه اوري دا هم له خپله لاســــــــــــــــــه.

محمـــــــدامین بســــــمل