پــه قــران کـوم اقــرار زه 

            

 رنګ اخلم له ګلوګلورین لرم نیګار زه

هرڅوچې یې وینم نه مړېږم په دیدار زه

داچې ورځ تربلې تازه کېږم څوک خبر نه دي

زېری  په ما شوی نوربه نه کړم انتظار زه

وایې ړاوکاروان دداستانوله یونظرسره

هم یې په خوږه موسکا بېخود کړم هم خمارزه

 

ماورته شبنم اوښکې په سترګوکې نیولې وي

ګل غوټۍ ویده وي ورته ناست یم ترسهارزه

کله چې غونچه خوله سپڼوي بلبلان سورکړي ساز

 لی اوتال دمینې سره ګرم کړم ستارزه

 

راشي دغزل په پردوګرمې کړي نغمې نغمې

ښکول یې کړم پستې پاپۍ رخساریې په باربارزه

وخت دصبح دم دی ځئ چې پورته شواوخدای یادکړو

نورله داابس خوبونوډېریمه بېزار زه

 

هومره به په جګوسترګوځم درب حضورلره

څومره چې تاښکول کړمه اوڅومره دې سینګارزه

  دومره چې ماغواړې نوداهم واوره بسمله ته

بیابه دې خپه نه کړم پــه قــران کـوم اقــرار زه

 رنګ اخلم له ګلوګلورین لرم نیګار زه

 هرڅوچې یې وینم نه مړېږم په دیدار زه

 دنښتردرنو او په ماګرانولوستونکو!

 دلاندنيو لینکونوپه کښېباسلو سره کولای شئ دموسیقي په نرم ټال کې وزانګئ.

https://www.youtube.com/watch?v=WNWoHyRQyn8

 https://www.youtube.com/watch?v=tUJVS3nbDJY