په برکي برک کي رښتیاڅه تېرشول

 دژورنالیزم د بنسټیزو آرونو له مخي ترهرڅه ډیر باید  چي  یوخبریال  خپل  مسلک ته   ژمن پاته شي ، او همدې سپیڅلي  رسالت  اومسولیت ته په هیڅ وجه هم شاوانه  ړوي  اونه  هم د چا د زراو زور په وړاندي  له خپل مسلک سره خیانت وکړي !  .

زه دیوې نړیوالي رسنۍ سره چي پرپښتو، فارسي او انګریزي سربیره په نورو مهمو ژبو هم خپروني کوي د کارسابقه لرم ، د خپل مسلک اصولو او ترهرڅه ډیرله خپل ولس  سره شوي ظلم  اړیستلم چي  همدا  لاندي خبرانلاین رسینوته ولیږم  .

 تیره شپه اونن(مارچ ۲۷مه ) سهارد لوګر ولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه  ځایې سرچیني خبر راکړ چي  په یاده شوې ولسوالۍ کي  دایساف اوملي اردوپه ګډوعملیاتوکي دوسله والو طالبانو تر څنګ  ګڼ شمېر ولسي وګړي  وژل شوي دي .

دسرچیني په حواله یادشوي ګډعملیات  دهوایې ځواک په ملتیا د برکي برک ولسوالۍ دسجاوند په سیمه کي د طالبانو پرمرکز ترسره شوي ، طالبانو د ګډو ځواکونو سره کلک مقاومت کړی  اوپه غبرګون کي یې ایساف دهوایې قوې څخه  په پراخه پیمانه کاراخیستی ،چي په ترڅ کي  یې دولسي وګړو ډیر کورونه  بمبارشوي  دي .

په دغه پیښه کي ۳۵- ۴۰ کسان وژل شوي چي ترنیمایې ډیریې دښځواوماشومانوپه ګډون ولسي وګړي اونوروسله وال طالبان دي  .

 سرچینه دعیني شاهدانو له خولې  نقل کوي چي  څه کسان دبمبار له امله وژل  شوي اویوزیات شمېربیا بهرنیوپوځیانوله کورونوایستلي  چي ترعملیاتووروسته د ځینومړي  په کروندو کي موندل شوي اوګڼ  شمېرلا اوس هم نادرکه دي ، په وژل شوو خلګو کي د ځینو کسانو نسونه ، پوزي اوغوږونه  څیري شوي دي چي همدې کارخلګ ډیرزیات قهرولي دي  .

داچي  مطلوبي رسنۍ ولي همدې خبرته خبري پوښښ ورنه کړ، هغوی چي له رسنیوسره سروکار لري  ښه پوهیږي  چي د خبر نشرد سیمه ییزو خبریالانو له خوښي او واک څخه  څومره پورته کار دی  .

زمامسؤلیت همدومره وو،نورتاسي او د همدې بوږنوونکي خبرسره چلند .

په درنښت  نوراحمد

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه