د زمزمې زمزمې چاپ شوې!
خوښ يو چې د پښتو ادب په ډګر کې د شعر د لارې همغږې او ملګرې دمحبت مجلې هميشنۍ همکارې او دميرمن بهير په غېږ کې روزل شوې،د ميوند د اتلې ملالۍ پر پله روانې او د نازو انا د پښتونولۍ فکر د ډيوې وړونکې زمزمې نيازۍ نوې شعري ټولګه( نه به هغه په دې لار راشي،نه هغه وختونه) له چاپه راو وته محبت خېل دې قدرمنې اغلې او د دې د هنر مينه والو ته د زړه له تله مبارکي وايي او له لايزال خدای ج څخه د ژوند په ټولوچارو کې د برياليتوب او د هر ډول ستونزو څخه ورته د خلاصون دعا ګانې کوي.
د دې ټولګې په زياتونې سره به پښتو ادب نورهم غني او شتمن شي، په دې سره به نورې ميرمنې هم له يوې خوا خپل احساسات د هنر په جامه کې را ونغاړي او له بلې خوا به د هغو مستعارو نومونو لپاره د پلک ګذار وي چې په ټولنيزو،برېښنايي او چاپي خپرونو کې شعرونه خپروي.
د پښتو ادب د لا غوړيدا په هيله
د محبت مجلې اداره
دنښترویبلاګ اداره پخپل وار نیازۍ خورته ددې ټولګې مباره کي وايي اود لابریاووترڅنګ زموږ نوروخویندوته له رب العلمین څخه ددې توفیق غواړو چې دنازو آنا په پله پل کېږدي اودیواسلامي اوانساني حریم په حدودو کې خپلې پنځونې وکړي .
بسمل