دنښترویبلاګ اداره له ټولو درنو شاعروملګروڅخه هیله کوي، څودښو اوپخو شعرونو په رالېږلو سره نښترویبلاګ شېرازوساتي دا لاندې شعرچې دغزل په قالب کې دمحترم رالېږونکي لخوالیکل شوی له یوې خوا دسېلابونو مراعت نه دی پکې شوی اوله بلې خواداهنګ د نه درلودلو ترڅنګ نورې ستونځې هم لري خو موږ یې درالېږونکي په احترام خپرو ترڅو په راتلونکې کې خپل شعرونه پاخه او خواږه کړي البته رالېږونکي ته دا هم بایدزیاته کړو چې له موږ څخه ددې لیکنې په سبب خپه نه شي زموږ خبرې ترخې خو مېوه یې خوږه ده د شعرپخول کار او تمرین غواړي له شاعرانو سره اړیکه هم ګټوره تمامېدی شي.

بي آوازه ژړا

داچه ته راته ګډیږي٬دنیاپه ګډیدوشــــي
داچه ته راته خندیږي٬دنیاپه خندیدوشي

زه ستا په جدائ کي همیشه په زړه بیماریم
ستا په راتګ مي ټول دردونه په رغیدوشي

توري وریځي چه راتاوشي٬په آسمان کي
دباران په شان مي اوښکي په څڅیدوشي

چه دساقي سترګوته ګورم په میخانه کــــــــــي
دشرابوډکي پیالي راته له ورایه په څرخیدوشي

بارانه ورو ورو راوریږه٬چه جانان مي شي پاتي
ترهغوبه ورته ګورم٬چه مي سترګي په مړیدوشي

موسم دپسرلي دي هرخواشنه زرغونــــــه ده
پیغلي ځي صحراته٬د ګلانوسره په ګډیدوشي

شمع چه بلیږي٬بي آوازه ژړیږي اوویلي کږي
دعشق له لاسه پتنګ له ځانه تیرپه سوځیدوشي

ستاخماروسترګو جوړه کړي سخته زلزله ده
زمادزړګي نري برجونه په لړزیدوشــــــــي

زه به نه یم آرمان به وکړي٬وخت به تیروي
چه د(م ن ګ ل) په قبر سري جنډي په رپیدوشي

12.02.2013
آلمان