د پکتیا والي دوه میاشتې وروسته دندې ته حاضر شو!
خبریال : عطاو الله خوګیاڼی
نېټه : اوم کب
په مشرانو جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو استازی او ددغه ولایت قومي مشران وايي، چې د والي د نه شتون له امله په ولایت کې بې نظمی اوج ته رسیدلی او ولسونه د فساد اوورځنیو چارو د نه اجرا او حکومت د ناسمو کړنو له کبله سخت ځورېږي .
سناتور عبدالحنان حق ویون نیوکه کوي چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې والي جمعه خان همدرد دندې ته نه دی حاضر شوی ، نوموړی وايې له یوې خوا په ولایت کې لوړاداري فساد او له بلې خوا د والی پر لپسې غیر حاضري ددې لامل شوی ، چې خلک د حکومت سره واټن پیدا کړي .
نوموړی زیاتوي (( زه نه پوهېږم حکومت ولي بې خبره دی چې یو والي دوه میاشتو راهسې وظیفې ته نه دی حاضر شوی خو حکومت چوپه خوله پاتې دی )) د سناتور په خبره والي جمعه خان همدرد په میاشتې کې لس ورځې هم په ولایت کې موجود نه وي اونور زیات رسمي وخت په دوبۍ ،عربي او یا نورو غربي هېوادونو کې چکرې وهي )) سناتور حقویون نيوکه کوي چې په پکتیا کې بیارغونه په ټپه ولاړه دی خلک د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د ستونزو سره مخ دي خو والي دا ټول حالات له خلکو،رسنیو او حکومت پټ ساتلې .
د پکتیا ددغه استازې په وینا د سیمه ایزې ادارو ډېری مشران او مامورین د والي د نه موجودیت له امله دندو ته نه حاضرېږي .
دی وايي ، که پکتیا کې روانه بې نظمي دوام وکړي ښايي حکومت د ولسونو له سخت غبرګون سره مخ شي . د مشرانو جرګې دغه غړی له دې امله سخت هم سخت اندېښمن دی چې حکومت په پکتیا کې روان بد وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه کوي .
سناتور په وینا ، والي پرته له دې چې شنې ساحې او پارکونه يې وپلورل نور يې هېڅ نه دي کړي
دده په خبره ، د یو کال راپدېخوا د پکتیا ولسونه ددغه ولایت د والي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي خو مرکزي حکومت تر دې دمه چوپ پاتې دی، دی خبر داری ورکوي که د پکتیا والي له دندې ګوښه نه شي نو د پکتیا ولسونو له پاڅون سره به مخ شي او په یاد ولایت کې سخت ناورین رامنځ ته شي.
همدارنګه د پکتیا قومي مشران د سناتور نېوکې اواندېښنې پر ځای بولې او وايي چې ولسمشر حامد کرزی باید دې بد حالت ته پاملرنه وکړي دوی وايي پکتیا کې هېڅ کار نه دی شوی، دوی نېوکه کوي ، هغه پروژې چې په تېرو کلونو کې پلې شوې بې کیفته او زیاته برخه يې د جمعه خان همدرد شرکتونو او یا دده شریکانو ته ورکړل شوې دی .
دوی د بېلګې په توګه د زرمت ګردېز سړک یادونه کوي چې د والي زوی شرکت ته ورکړل شوی وو چې له امله يې بهرنیانو چارې ودرولې .
د جمعه خان همدرد څخه دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې نوموړی له دې وړاندې له جوزجان او بغلان ولایتونو څخه د لاریونونو په زور له دندې ګوښه شوی وو .
داچې ولسمشر حامد کرزی به د خلکو شکایتونو او اندېښنو ته کله ځواب ووایی او څه پرې کړه به وکړي دا به راتلونکې ته پرېږدو .