۱۴ ـ۰۲ـ ۲۰۱۳

 دمینـــــــــــې خطبــــــــــــــه

 

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه

ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه


نن ده ورځ د میینانومرغد دې ښه وي

ترپالنګ دررسېدلی وای جانانه

سور  ګلاب مې نن دسترګو په ستیج ناڅي

ستا په زلفومې ټمبلی وای جانانه


یوساغر دې له میګونو وای راکړای

په مزه مزه مې څښلی وای جانانه


دکلوکلو ارمان مې زړه کې اوسي

ته راغلی دی وتلی وای جانانه


اوږدې زلفې دې خورې وای زما په مټو

زنخدان مې دې زبېښلی وای جانانه


ما دمینې خطبـــــــه وېلی په محــــــراب کې

ته مې څنګ کې درېدلی وای جانانه


بســـــمل تاله ربه غـــــواړي ارمانجــــن دی

دغه سوال یې خدای منلی وای جانانه

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه

ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه

دخپل غزل په اخېر کې دمینې میینانو ته دالاندې خوږه موسیقي دراوروم هیله ده خوښه موشي:

http://www.youtube.com/watch?v=y8GUjOvXxjM