غزل

تا چې له زړه د حافظې څخه را وباسلم
افرين تا د درد کوڅې څخه را و باسلم

ما وې چې مينې ته دعوت به له دې ځايه پيل کړو
خو تا د زړه له ښاريې څخه راو باسلم

شاعر احساسه د احسان دې پوروړی يمه
چې دې بې مينې زمانې څه راو باسلم

خدايه ج ټوپک دې رانه لرې کړ قلم دې راکړ

مهرباني تا د تيارې څخه راو باسلم

تسکين په دې يم چې الفت او عاطفه يې راکړه
که شاعرۍ له هرې ښې څخه راو باسلم

فريد احمد تسکين

پکتيا اتفاق مېنه

۱۳۹۱/۱۱/۹سلواغه