پکتياوال زده کوونکي په ښوونځيو کې د درسي موادو ځنډيدو انديښمن کړي!
راپور: فريد احمد تسکين – پکتيا
پکتياوال زده کوونکي په ښوونځيو کې د روان کال لپاره د درسي موادو په خپل وخت ورته نه رسيدو انديښمن کړي او وايي د تېر کال په پرتله به بيا هم درسي مواد ورته ناوخته او ځنډني ورسيږي.
دوئ په دې کار کې دځنډ لامل د چارواکو بې غوري بولي او زياتوي که درسي مواد ورته په وخت و نه رسيږي نو؛ له سختو کړاوونو سره به مخ شي.
دوی له اړونده مسوولينو غوښتنه کوي چې د درسي موادو په ويش کې بيړني ګامونه واخلي.
د عبدالحی ګرديزي ليسې زده کوونکی شفيق الله رسنيوته وويل: ژمی په وتو دی په ښوونځي کې ورته کتابونه نه دي ورکړل شوي،چې په عين وخت کې ګټه ترې واخلي.
دی وايي ګودامونه ترې ډک دي خو د ښوونځي مسوولين يې يوې نه بلې ورځې ته تېر باسي.
نوموړی وايي ((مياشت په وتو ده موږ ته په ښوونځي کې کتابونه نه دي راکړل شوي ګدامونه ترې ډک دي خو د ښوونځي مسوولين د تحويلدار په نه شتون مو يوې نه بلې ورځې ته تېر باسي بايد ،چې په ژمي کې يې کتابونه راکړي وای اود نوي کال لپاره مې تياری نيولی وی.))
نجيب چې د څمکنيو د عالي ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی د قرطاسيي ورته نه رسيدل اود کتابونوځنډ انديښمن کړی وایي که قرطاسيه ورته ونه رسيږي له بازاره به يې وپيري؛خو کتابونه دې ورته په وخت ورسوي .
دی وايي ((په خپل وخت راته کتابونه نه دي رسيدلي تېر کال هم ځنډمن شول. قرطاسيه خو دا دوه کاله کيږي،چې نه ده راکړل شوې باک يې نشته هغه به له بازاره واخلو خو کتابونه دې په خپل وخت راکړل شي.))
زده کوونکی نجیب دا کار د پوهنې رياست مسولیت ګڼي چې په خبره يې د دې ستونزې حل پيداکړي.
نوموړی له اړونده چارواکو او اداروغوښتنه کوي چې د کتابونو په لېږد کې ورته وختي هڅې وکړي.
نوموړي په چارواکوغږ وکړ،چې په دې کار کې بيړني ګامونه واخلي ترڅو د راتلونکي کانکورازموينې ته تياری ونیسي.
د نجيب په اند که کتابونه ورته وختي و نه رسيږي ښايي له سختو ستونزو سره به مخ شي.
د پوهنې ريس محراب الدين شفق رسنيور سره په يوه ځانګړې مرکه کې د زده کوونکو ستونزې مني او وايي ،چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د درسي موادو د وېش تياری يې نيولی دی.
ده وويل د نوي نصاب کتابونه چې تېرکال زده کوونکوته نه وو ورکړل شوي د نورو درسي موادو د ترڅنګ به پرې وويشل شي.
شفق وايي تېرکال د درېيم ټولګيو زده کوونکولپاره قرطاسيه هم نه وه ورکړل شوې،چې په وينا يې سږکال به دا ستونزه هم هواره شي.
شفق زياتوي ((د نوي نصاب کتابونه تېرکال زده کوونکوته نه وو ورکړل شوي، همدارنګه تېرکال قرطاسيه هم درېيم ټولګيو زده کوونکوته نه وه ورکړل شوې د نورو درسي موادو د ترڅنګ به پرې وويشل شي.))
دا،چې روان کال به بياهم پکتياوالو زده کوونکو ته د تېرکال په څېرله ستونزو او کړاوونو ډک وي او ايا؟ دوئ ته به په خپل وخت په ښوونځيو کې درسي مواد ورسيږي دا هغه پوښتنې دي ،چې ځوابونه به يې راتلونکی ورکوي.