په ډیره خواشینۍ سره ارواښاد خیال محمد کټوازی د اطلاعات او کلتور پخوانی وزیر، د پښتو ادب په ډګر کې پیاوړی لیکوال، ادب پوه، شاعر، تکړه ژورنالیست په هالنډ کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله و انا الیه راجعون
د ارواښاد خیال محمد کټوازي جنازه د هغه د وصیت سره سم، د سې شنبې په ورځ د فبروري په (۱۲) نیټه د سهار په (نهه نیمو بجو ) کابل ته رسیږي.
په دې اړوند ټولو دوستانو او عزیزانو ته خبر ورکول کیږي ، چې جنازه د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د عید ګاه جومات ته لېږدول کیږي.
دجنازې لمانځه له ادا کولونه وروسته جنازه د خیرخانې مېنې دپنځه سوه فامیليوپه هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
د نارینه وو فاتحه د چهارشنبې په ورځ د فبروري په (۱۳) نېټه د ماسپیښین له یوې بجې نه تر درۍ نیمو بجو پورې د کابل په ښار کې دڅلورمې مېنې د شیرشاه سوري په جومات کې اود ښځینه وو فاتحه په خیر خانې مېنه کې د ارواښاد کټوازي صاحب د ورور په کورکې اخیستل کیږي.
په ډیردرنښت:
د ارواښاد خیال محمد کټوازي د کورنۍ له خوا