د ارواښادغلام محمد زرملوال د فاتحې خبرتیا

د ارواښاد غلام محمد زرملوال کورنۍ، دلويې پکتیا قومي شوراګانې ( زرمت قومي شورا، د ځاځیو قومي شورا، د منګلو قومي شورا، د طوطاخیلو قومي شورا، د احمدزیو قومي شورا، د خوست قومي شورا، د پکتیکا قومي شورا ، د ځدرانو قومي شورا، د څمکنیو قومي شورا، د ګردیزیو قومي شورا)،  د لويې پکتیا ولس، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د لويې پکتیا وکیلان او سناتوران، د لويې پکتیا د کابينې غړي او لوړ پوړي مسؤلین، دنن ځوانانو غورځنګ، په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي، د سولې په عالي شورا کې د لويي پکتیا د ولس استازي، د لويې پکتیا د ولایتي شوراګانو استازي، د پکتیکا مدني او پراختیایی ټولنه، دويښ ځوانانو غورځنګ، ويښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک، اوښتون کلتوري ټولنه، د افغان کلتوري ټولنو جرګه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د لويې پکتیا مدني او فرهنګي ټولني، او دارواښاد زرملوال دفکري مبارزې ملګري، پلویان او مینه وال د پیاوړي مؤرخ، سیاستوال او لیکوال غلام محمد زرملوال د مړیني له کبله، چې جناره د پنجشنبې ورځ په کابل کې خاورو ته سپارل شوې،  ټولو دوستانو، خپلوانو، مینه والو او لارویانو ته خبر ورکوي چې د ارواښاد فاتحه  سبا ( د شنبي ورځ)  د سلواغې (دلوې) اوومه، د ماسپښین له ۱:۳۰  څخه تر ۳:۳۰ بجو پورې  د کابل په عیدګاه جامع جومات کې اخېستل کېږي..

دوســــــــــتان د خبر وي!  

انا لله و انا اليه راجعون