ارواښاد غلام محمد زرملوال په کابل کې خارو ته وسپار ل شو

ادم خان سیرت

پياوړي لیکوال، تاریخ پوه او  سیاسي شخصیت غلام محمد زرملوال، چې د سلواغې په لومړۍ نیټه په لندن کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې وه، نن په پلازمینه کابل کې د ارواښاد د کورنۍ، د ملي شورا غړو، دولتي مسولینو، مینوالو، لیکوالو، مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او د ارواښاد د خواخوږو لخوا خاورو ته وسپارل شو.

د ارواښاد زرملوال جنازه نن له لندن څخه د کابل پروخت په (۹،۳۰) بجو د کابل نړیوال هوایي ډګر ته راوړل شوه.

وروسته د اروښاد جنازه  په نوي کارته کې د ده د زامنو کور ته د سلګونو موټرو په بدرګه یوړل شوه او هلته دغرمې تر یوې بجې پورې د کورنۍ او مینوالو د لیدلو لپاره کیښودل شوه.

وروسته له خبرتیا سره سم د کابل په عیدګاه مسجد کې د زرګونه کسانو لخوا د جنازې لمونځ ادا شو او د نوموړي روح ته د دعا لاسونه پورته شول.

د جنازې له لمانځه  وروسته د ارواښاد جسد د کابل  په شهدای صالحین کې د زرملوالو هدیرې ته یوړل شو او په همدغه هدیره کې د لیکوال د کورنۍ ترڅنګ په (۳:۳۰) بجو خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي دجنازې لمونځ  د هېواد تکړه دیني عالم او د سولې شورا غړي مولوي روحاني لخوا ترسره  او همدارنګه د ارواښاد په قبر باندي دیني عالم او وتلي سیاسي شخصیت او د سولې عالي  شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد په ژوند او سرښندونو باندې رڼا واچوله او ارواښاد یې هغه څوک وباله چې په لوی افغانستان باندي ترهرچا زیات ځورېده خو د لوی افغانستان د جوړیدو هیله یې له ځان سره یوړه.

همدرانګه د ارواښاد ژوند لیک چې په (۱۰۰۰) ګڼو پکې چاپ شوی و د لیکوال ډاکتر ځلاند لخوا ولوستل شو.

په اخر کې د زرملوال د کورنۍ په استازیتوب د ده کشر ورور ډاکتر عید محمد لخوا دټولو هغه کسانو  څخه مننه وشوه چې په لندن او په کابل کې یې د ارواښاد د تدفین په مراسمو کې برخه اخیستې وه او زیار یې ګاللی وو، نوموړي د خاطرې په ډول وویل ((هغه مهال چې ارواښاد د کابل په نساجي فابریکه کې د امر په توګه دنده ترسره کوله نو یوه ورځ دفتر ته د ورتګ پرمهال ما د میز ترڅنګ سپينو ګاغذونو د اخیستلو غوښتنه وکړه څو په ښوونځي کې ترې کار واخلم خو ارواښاد خپل کشر ورور ته ستغې سپورې کوي چې دا بیت المال دی او ددې استعمال تاته روا ندي او خپل جیب ته یې لاس کړ او ورور ته یې دسپین کاغذ داخیستلو پیسې ورکړې.

په پای کې دتکړه عالم مولوي خمارو لخوا ارواښاد ته دمغفرت  او دعا لاسونه پورته شول او ټولو راغلو سل ګونو کسانو دنوموړي د دیانت، ښو اخلاقو او ژمنتوب په اړه شاهدي ورکړه.

د یاونې وړ ده چې داروا ښاد فاتحه به  دسلواغې په (۷) نیټه  د شنبې په ورځ د کابل  په عیدګاه جامع جومات کې  دنوموړي دکورنۍ، لیکوالو او فرهنګیانو لخوا  دماسپښین (۱:۳۰ بجو څخه تر ۳ بجو پورې واخیستل شي. دوستان دی خبر وي.

رو ح یې ښاد او یاد یې تل

         

له سیرت صاحب څخه په مننه همدارنګه له نورمحمدسعید څخه هم مننه کوه چې پخپل زیاریې دا لاندې رپوټ برابر کړی دی

د پښتو ژبې د څڼو سينگارولو محاوره ښايي ډېرو نه وي اورېدلې، خو زرملوال د خپلې لومړۍ او وروستۍ مينې څڼې تر وروستي توانه سينگار کړې.

د ارواښاد زرملوال په جنازه کې د هېواد ډېر شمېر لیکوالو، ژورنالستانو علمي او فرهنګي شخصیتونو او د نوموړي دوستانو او خپلوانو ګډون کړی وو.

د اروښاد مېرمنې ویلي و، د نوموړي جنازه به افغانستان ته لېږدوي. دې د ښاغلي زرملوال په اړه وویل که څه هم ناروغ و خو "له سهاره تر ماښامه يې یوازې د افغانستان په اړه فکر کاوه".

ارواښاد زرملوال کلونه د بي بي سي له لارې د افغان ژورنالیزم په برخه کې کار وکړ چې د خپل ولس غږ به یې تر نورو رساوه.

د ارواښاد د جنازې له ګډونوالو څخه یوه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي څېړندوی محمد نبي صلاحي وویل:

"ارواښاد زرملوال د یوه ژورنالست په توګه او همدغه راز د مورخ په توګه خورا بریالی شخصیت و. زه فکر کوم د ځوانانو لپاره به د هغه له پاتې اثارو نه ګټه اخیستل ډېر ګټور وي. ارواښاد خپلې ټولې لیکنې د ماخذونو پر بنسټ کړي او همدغه سبب دی، چې نژدې ټول اثار یې له علمي پلوه کره او په تول پوره دي. د نوموړي اثار باید په بیا بیا چاپ شي، چې دغه زموږ علمي پانګه ده. ارواښاد د افغانستان مهم علمي شخصیت و، چې مړینه يې بې شکه یوه لویه ضایع ده."

غلام محمد زرملوال صاحب د بي بي سي پښتو څانګې له هغو لومړيو کارکوونکو و، چې د شلمې پېړۍ افغانستان د مطبوعاتو هره برخه ورته معلومه وه.

نوموړي د ژورنالیزم ترڅنګ د بېلا بېلو سیاسي، ټولنیزو او علمي موضوع ګانو په اړه کتابونه او لیکنې کړې وې.

ارواښاد زرملوال په دې وروستیو کې سره له دې چې سخت ناروغ و، ''د پېریانو جګړه'' او ''د بنګله دېش بې ستري'' په نامه دوه کتابونه يې پښتو ته وژباړل.

نوموړي تر هغه چې يې توان درلود، د جاري تحولاتو په اړه په ټولنیزو غونډو کې هم حضور درلود. په ولس کې د سیاسي ویښتابه ترڅنګ نوموړی د ژبې د ودې او سمسورتیا په برخه کې هم تل فعال و.

د ارواښاد زرملوال د جنازې یوه بل ګډونوال او د افغانستان د سیمه ییزو څېړنو د مرکز مشر ښاغلي عبدالغفور لیوال د نوموړي په اړه داسې وویل:

"ارواښاد زرملوال له دوه دریو اړخونو یو استثنايي شخصیت و. یو دا چې په تاریخ پوهېده او غوښتل یې چې تاریخي وقایع له ځانګړي لید لوري ثبت کړي. بله دا چې د بي بي سي له یوې لویې رسنیزې ادارې سره د کار کولو له امله او همدا راز په انګریزي ژبې د بشپړ حاکمیت له امله په هغه څه چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه په انګلیسي ژبه لیکل کېدل، ښه پوهېده او دغه سبب دی، چې د ده لیکلي اثار زموږ د نسل لپاره د ډېر اهمیت وړ دي. د معاصر تاریخ د پېښو په اړه د ارواښاد زرملوال په اثارو کې بشپړ معلومات موندلای شو، چې د موثر تصمیم په لړ کې راسره مرسته کوي. دغه ملي شخصیت، لکه چې یې فکر کاوه هماغسې یې عمل هم کاوه، له همدې امله زه فکر کوم، اوس چې ارواښاد زرملوال زموږ په منځ کې نه شته، ځوان نسل باید د هغه له لیکنو او افکارو ګټه واخلي."

"د زرملوال ليکنې به تر نيوکو لاندې راتلې، د هغو له خوا چې رښتيا وينا يې نه خوښېده. د ده په لومړيو کتابونو به نه د چاپځي نوم و او نه د خپروونکو، ځکه چې دا ټول کارونه ده پخپله سر ته رسول."

صفیه حلیم

ارواښاد زرملوال له بي بي سي سره د خپل اوږد مهاله کار په بهیر کې تر لاسه کړې علمي تجربه د ژوند تر وروستیو شېبو په پرله پسې توګه خپلو هېوادوالو ته لېږدوله.

د بي بي سي پښتو څانګې پخوانۍ مشره صفیه حلیم د ارواښاد زرملوال په اړه وايي:

"د زرملوال ليکنې به تر نيوکو لاندې راتلې، د هغو له خوا چې رښتيا وينا يې نه خوښېده. د ده په لومړيو کتابونو به نه د چاپځي نوم و او نه د خپروونکو، ځکه چې دا ټول کارونه ده په خپله سر ته رسول. يو وخت يې ويل، له خدای نه مې ۱۵ کاله ژوند غوښتی، چې يو څو کتابونه په کې نور وليکم. ښايي تر اوسه يې له څلوېښتو زيات کتابونه په خپله ليکلي او يا يې ژباړلي وي. د پښتو ژبې د څڼو سينګارولو محاوره ښايي ډېرو نه وي اورېدلې، خو زرملوال د خپلې لومړۍ او وروستۍ مينې څڼې تر وروستي توانه سينګار کړې."

د ارواښاد غلام محمد زرملوال جسد له ځايي وخت سره سم د ماسپښین په شاخوا درې بجې د کابل ښار په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

له تاند،لراوبر او بي بی سي څخه په مننه