يولس تنو زورواکو په کابل کې شاوخوا ۲۳ زره جريبه ځمکه غصب کړې ده
د ولسي جرګې هغه کمېسيون چې د دولت پر کړنو د څارنې لپاره نوی جوړ شوی دی، وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱.۲۵ ميليون ايکړه ( دوه نيم ميليون جريبه) ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده. د کمېسون مشر صالح محمد سلجوقي وايي چې په دې غصب کې زياتره د اوسني نظام مشهورې څېرې لاس لري. په کابل کې ۱۱۴۲۶ ايکړه (شاوخوا ۲۳ زره جريبه) ځمکه يوازې د يولسو تنو زورواکو له خوا غصب شوې ده. سلجوقي وايي، چې دوی د زورواکو نومونه اوس ځکه نه اخلي چې تر اوسه په دې اړه د محکمې حکم نشته، خو يو شمېر نور وکيلان بيا وايي چې له نومونو پرته رېپوټ نيمګړی دی.
څرنګه چې محکمه به د اوسني زورواکو په واکمنۍ کې هېڅکله دا جرئت ونه کړي، چې د مارشال فهيم، خليلي، بسم الله خان او محمود کرزي په څېر نومونه رسوا کړي، نو دا رېپوټ به تر پايه د نورو رېپوټونو په څېر مجهول پاتې شي او هسې بابېزه خبرې به وګڼل شي.
امين الله هوتک
دنښتر ویبلاګ یادونه:
موږ دروهي ویبپاڼې له چلوونکو په تېره بیا له امین الله هوتک څخه مننه کوو چې پخپل وخت نوي خبرونه وړاندي کوي دنښتر ویبلاګ اداره دزړه له تله دهېوادپالو رسنیو خبرونه دملګرتیا په فضأ کې تکرارأ خپروي ترڅوزموږ مینه وال له یوې خوا خبر ترلاس کړي له بلې خواخبر یامطلب محفوظ پاته شي مانا د ویروس له حملې څخه په امن وي.
دا چې دخبر په سرلیک کې کله ناکله ګوتې وهو هغه ځواب په موږ پورې اړه لري مثلأ دا دپورتني خبر سرلیک موږ په مسؤلیت سره ځکه بدل کړ چې موږ دکابل ادارې په منځ کې زورور نه پېژنو دوی زورواکي نه بلکې اجیران او مزدوران دي دوی ته موځکه دځناوروخطاب کړی چې له هوشه وتلي دي دوی فکرکوي چې دادغصب زمینه چې ورته مساعده شوې همداسې به دوی ته د ژوند زمینه هم دوام ولري خونه داسې نه ده که تاسو یې نه منئ د جنرال داود داود له جریان څخه ځان خبر کړئ.
ددوی هر یوه داکاونټ مالومات له نړیوالې مافیا سره شته هغه مافیا په همدغو بېسوادانو دافغان ولس هډونه بهر ته باسي او له دوی څخه به یې یو هم د افغان مظلوم ولس له دې هستي څخه ګټه پورته نه کړي دا هرڅه به نړیوالې مافیا ته پاته وي نو له همدې کبله مو دځناورو خطاب ورته کړی دی هیله ده ستاسو قناعت حاصل شوی وي.
اداره