فريد احمد تسکين / پکتيا
نظم
ستا د يادونو په څپوکې لکه خلی يمه
د ناهيلۍ په درياب ډوب يمه لوېدلی يمه
د زړه په رګ ـ رګ کې مې وينه د الفت چليږي
زه له اوله خپلې مور داسې روزلی يمه
هرجفاکار راته راکړې د غم بېله برخه
لکه د ګران افغانستان په څېر ځپلی يمه
يوازې ته يې چې په زړه کې دې ځايږمه نه
زه لکه رنګ هرچا په زړونو کې پاشلی يمه
وايه چې څه به ستا دياد له غېږې وشلېږمه
د زړه پرځمکه لکه تخم دې کرلی يمه
دا خو داستا د محبت او دعاګانو فيض دی
چې دشهرت د مېنارې سرته ختلی يمه
زه يو د مينې پيغمبر او د رڼا لاروی
تسکينه هر فرعون موسی غوندې رټلی يمه
۱۳۹۱/۹/۲۸ ليندۍ
کابل ـ قوه مرکزاريانا کارته
28.12.2012
- محمد امين بسمل
نظم
د شا عر د خيا ل د نيا و ي څو مر ه ښکلې
د ه د مينې کليمه په زړ ه ليکلېهم ما ڼو هم سپيلنی ا و هم لو نګ د یو ږ مي شيند ي د ا ګلو نه د سنځلیژ و ند د ا من د شپيلۍ مسته نغمهيو ه سند ر ه يو ه د عا د ه د بلبلینو ی کا ل زنګ د ښو نځی ملي سرو د...
29.12.2012
- محمد امين بسمل
يولس تنو زورواکو په کابل کې شاوخوا ۲۳ زره جريبه ځمکه غصب کړې ده
د ولسي جرګې هغه کمېسيون چې د دولت پر کړنو د څارنې لپاره نوی جوړ شوی دی، وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱.۲۵ ميليون ايکړه ( دوه نيم ميليون جريبه) ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده. د کمېسون مشر صالح محمد سلجوقي وايي چې په دې غصب کې زياتره د اوسني نظام مشهورې څېرې لاس لري. په کابل...