رويټرز:
د شمال جنګسالاران خپلو پلويانو ته وسلې وېشي
رويټرز خبري آژانس له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه د خلکو د اندېښنو په اړوند يو رېپوټ خپور کړی دی او ويلي دي چې عادي خلکو او پخوانيو جنګسالارانو د وسلو اخېستلو ته مخه کړې ده. په رېپوټ کې راغلي چې د افغانستان په شمال کې پخواني جنګسالاران له دې وېرې چې ښايي طالبان بيا راوګرځي خپلو پلويانو ته د وسلو په وېشلو پيل کړی دی او عادي خلک بيا هڅه کوي د ځان ساتنې لپاره وسلې واخلي او زياترو د روسي کلاشينکوف ډوله توپکونو اخېستو ته مخه کړې ده. د هغې سروې له مخې چې رويټرز د افغانستان په پنځومختلفو ولايتونو کې کړې ده، هغو خلکو چې وسلې اخېستې اصلي اندېښنه يې د بهرنيو پوځيانو له وتلوسره د امنيتي وضعيت خرابېدل ښودلي دي. دوی ويلي چې اړ دي د ځان ساتنې لپاره وسلې واخلي. هغه ګواښونه چې دوی ياد کړي د خپل سرو جنګي ملېشو بيا راستنېدل، اختطاف او تېري دي. يو شمېر خلکو اندېښنه ښودلې ده ، چې ښايي افغان وسله وال ځواکونه له ملېشو او يا له طالبانوسره يوځای شي او بيا کورنۍ جګړه ونښلي ، نو له دې امله دوی اړ دي ځانونه په خپله وساتي. رېپوټ ليکي، چې تېرکال د يوه کلاشنيکوف توپک بيه ۴۰۰ ډالره وه، خو سږکال دا بيه درې او څلور چنده لوړه شوې ده. د رېپوټ له مخې، که څه هم ولسمشر کرزي خلکو ته ډاډ ورکړی او ويلي دي چې دا يوازې د لوېديزو رسنيو پروپاګند دی چې خلک وېروي، خو خلک بيا وايي چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو سره د ناامنۍ ګواښ رښتينی دی.