روسيه:
امريکايانو په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د يولس کلن شتون پر مهال له بشري حقونو په ځلونو سرغړونې شوې دي، خو د دغو سرغړونو په اړه د بشري حقونو د دفاع ټولنو په ګډون د بهرنۍ نړۍ غبرګونونه تر ډېر تيت او يا هم په نشت حساب دي.
د امريکايي او ناټو ځواکونو په لاس د ملکيانو له وژنې را نيولې بيا په زندنانو کې د ماشومانو تر ساتلو هر څه شوي، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسيون په ګډون له بشري حقونو د دفاع ټولنې تر ډېره چوپه خوله پاتې شوې دي.
د امريکايي ځواکونو له لوري پر بشري حقونو د تيري وروستۍ مورد په بګرام زندان کې د سلګونه داسې افغان ماشومان ساتل دي چې عمرونه يې آن له ١٢ کلونو لږ دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې ملګرو ملتونو ته د څلورو کلنو په رپوټ کې ويلي وو چې دوى ٢٠٠ افغان ماشومان په دې نوم چې کواکي په دغه هېواد کې د مېشتو امريکايي ځواکونو لپاره ګواښ دي نيولي دي.روسيې د امريکايانو له لوري د دغو ماشومانو د نيونې پر وړاندې غبرګون ښوودلى دى.روسيه وايي امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د بشر له حقونو څرګندې سرغړونې کړې دي. د بشري حقونو په برخه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازى وايي امريکايي ځواکونو له ٢٠٠٨ کال را وروسته په افغانستان کې په ځلونو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. سرچينې په ځانګړي ډول د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانان ماشومانو پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دا کار د بشر له حقونو څرګند سرغړاوى دى. د بشري حقونون په برخه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازى وايي امريکا په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره د بندي افغان ماشومان کره شمېره نه ده په ډاګه کړې. ده ويلي له امريکايي ځواکونو سره د بندي افغان ماشومان شمېر تر هغه څه زيات دى چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت يې ملګرو ملتونو ته رپوټ ورکړى دى.
له لوی افغانستان څخه په مننه
دیوبل خبر له مخې روسیه په افغانستان کې دامریکايي قواووداوږدمهاله شتون مخالفت کوي:
روسیه مخالف حضور دراز مدت نیروهای امریکایی در افغانستان می باشد
مسکو:- بر اساس گزارش آژانس خبری نووستی، سرمنشی عمومی شورای امنیت روسیه تاکید کرد که کشورش با حضور درازمدت نظامیان خارجی در افغانستان مخالف است و به همین دلیل باید در مباحثات مربوط به آینده این کشور بعد از سال 2014 حضور داشته باشد.
”نیکولای پاتروشیف” دبیر شورای امنیت روسیه اعلام کرد که حفظ درازمدت نیروهای نظامی خارجی در افغانستان برای روسیه قابل قبول نیست و به همین دلیل مهم است که این کشور در مباحثات مربوط به آینده افغانستان بعد از سال 2014 مشارکت داشته باشد.
خروج نیروهای نظامی خارجی از افغانستان برای پایان سال 2014 در نظر گرفته شده است. در عین حال هم قصر سفید و هم پنتاگون از طرحهای مربوط به حفظ نیروهای نظامی قابل توجهی در افغانستان بعد از سال 2014 صحبت کرده و پنهان نمی کنند که حضور نظامی امریکا در این کشور ادامه خواهد داشت. در حال حاضر حدود 70 هزار نیروی نظامی امریکایی در افغانستان مستقر هستند.
منشی عمومی شورای امنیت روسیه گفت: لازم است ماموریت و وظایف عملیات آینده احتمالی نیروهای ناتو در افغانستان کاملا مشخص باشد و این ماموریت قطعا باید با اجازهٔ شورای امنیت سازمان ملل متحد صورت بگیرد. حفظ درازمدت نیروهای نظامی خارجی در افغانستان برای روسیه غیرقابل قبول است و به همین دلیل هم ما بر این عقیده هستیم که شرکت روسیه در مباحثات مربوط به آینده افغانستان ضروری است، چرا که تهدیدات ناشی از تروریزم و قاچاق مواد مخدر از جانب افغانستان همچنان بسیار بالاست.
پاتروشیف در رابطه با اعلام خروج نیروهای نظامی امریکایی از افغانستان در سال 2014 یادآور شد: همه مسائل در این رابطه روشن نیست. با وجود اینکه مقامات واشنگتن قصد دارند نیروهای خود در این کشور را کاهش دهند، ولی در عین حال درصدد حفظ حضور نظامی درازمدت خود در افغانستان بعد ارسال 2014 و حداقل برای 10 سال آینده هستند.
این مقام بلند رتبهٔ روس افزود: به همین دلیل من معتقدم که متحدین امریکایی ما باید طرح مشخص خویش در خصوص ادامه حضور نظامی در افغانستان را مشخص کنند و روشن کنند که شرایط و زمان و وضعیت حقوقی مربوط به این اقدام به چه نحوه است، چرا که چنین ماموریتی تنها با مجوز شورای امنیت امکان پذیر خواهد بود.
دنښــــــــــــتر ویبــــــــلاګ یادښـــــــــــت:
اشغال ، تجاوز اوربړونه که دهرچالخواپه هرچاوي محکوم دي روسانوهم دخپلو اوږدو موخو لپاره زموږپه ګران افغانستان تجاوز وکړ اشغال یې کړ لس کاله یې بمورۍ پرې وکړې اوډېر یې زیانمن کړ.
روسانوبمورۍ دجګړې ددوام لپاره نه کولې خوامریکایان او ورسره داړونکي بیا برعکس په لوی لاس ملکي هدفونه تربموریولاندې نیسي په ودونو، دخوښیوپه محفلونواو آن په جنازوهم بمورۍ کوي ترڅوولسي وګړي په تنګ کړی.
ددې ترڅنګ دګوانتانامو،بګرام او نورزندانونه هم دهمدې هدف لپاره کارول کیږي خو روسانوزندانونه نه لرل او نه یې په ماشومانوغرض درلود.
له دوو دریوسووڅخه دزیاتو ماشومانوزنداني کول او ربړول یوازې ددې لپاره ده، چې ددغوماشومانو کورنۍ،خپل اوخپلوان په غوسه اوبلاخره جګړې ته اړایستل شي تر څواوبه همداسې پسې خړې پاته اوراغلي نابللي پکې ترډېره کبان ونیسي.