باوري سرچينه:
بسم الله محمدي غواړي په دفاع وزارت کې پښتانه وځپي
افغان ځواک ویبپاڼه:
يوې باوري او بسم الله محمدي ته نيږدې سرچينې افغان ځواک ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې د دفاع وزير غواړي په دې وزارت کې شته پښتانه سخت وځپي.
ياده سرچينه کاږي له دې سره سره چې په امنيتي وزارتونو کې د دې له امله چې له تيرو ډيرو کلونو را په ديخوا د شمال ټلوالې د يو شمېر قومندانانو په لاس کې ده پښتانه د ګوتو په شمار دي خو محمدي اوس هوډ کړی دی څو دا د ګوتو په شمار پښتانه هم له دې وزارت څخه وباسي.
سرچينې افغان ځواک ته وويل:« محمدي دې کار ته په کلکه ملاتړلې او اوس يې د هغو پښتو تقاعد چې پخوا په دې وزارت کې و له ۶۰ کلونو پنځوس او پنځه پنځوسو ته را ټيټ کړی دی ترڅو د دوی د ويستنې موکه برابره کړي.»
سرچينه وايي چې محمدي غواړي د پوځي نفوذ په موخه په دفاع وزارت کې دا پښتانه وځپي.
سرچينه زياتوي:« د دې لپاره چې د ۲۰۱۴ کال په اړه د لويديځو رسنيو ډنډورې روانې دي، نو شمال ټلواله اوس بيا په يو ډول نه يو ډول غواړي د ډاکټرنجيب تر را نسکوريدو وروسته د مسعود په څیر رول ولوبوي او له دې لارې په پوځ کې د نفوذ په ترڅ کې د دفاع وزارت ټول شته يو ځل بيا خپل کړي.»
باوري سرچينې انديښنه وښوده او ويې ويل که چيرې په دفاع وزارت کې دا پروسه همداسې په پټ سر پلې شي او په دې وزارت کې شته پښتانه له دې وزارت څخه د تش په نوم تقاعد له امله وېستل شي او پر ځای يې د هيواد وګړو او اولسونو ته په نه کتو سره يوازې د شمال ټلوالې کسان پکې ځای پر ځای شي د هيواد او ملي اردو د راتلونکې لپاره به يې پايلې ډيرې خطرناکې وي.
له دې سره سره چې تر دې وړاندې په ټولنيزو شبکو کې هم په دې اړه ډيرې خبرې شوې، خو رسنيو يې دومره غږ نه و اوريدلی.
تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت يوې باوري سرچينې هم افغان ځواک ته ويلي و چې بسم الله محمدي کله چې د کورنيو چارو وزير و او بيا وروسته لرې شو له دې وزارت څخه يې په ناقانونه ډول سره ۳۰۰ ډول ډول وسلې په يو او بل نوم وړي دي چې تر دې دمه يې دې وزارت ته نه دي سپارلي.
يادونه:
که دفاع وزارت هم په دې اړه کوم ځواب لري افغان ځواک يې خپرولو ته تيار دی.
له دعوت څخه په مننه