پر اسدالله خالد بريد؛ د پېچلې استخباراتي جګړې تابلو

لا تر اوسه پورې هم پر اسدالله خالد د بريد د څرنګوالي معلومات نه يوازې کره نه دي، بلکې خپله حکومتي سرچينې هم په دې اړه سره ويشلي دي. ملي امنيت په خپله اعلاميه کې وايي چې بريدګر چاودېدونکي مواد تر نېکر لاندې... شاوخوا چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى کړي وو او ځينې سرچينې وايي چې چاودېدونکي مواد د برېدګر په نس کې ځاى پر ځاى شوي وو. ولسمشر وايي چې د مېلمه پالنې د افغاني دود له مخې راتلونکى کس سم نه دى پلټل شوي، خو ځينې سرچينې بيا وايي چې بريد کوونکى دومره زيات پلټل شوى و، چې آن نوې جامې ور اغوستل شوې وې. خو له دې ټولو سره سره بريدګر بريالى شو چې چاودېدونکي مواد خپل هدف ته ورسوي.د بريد مسوليت له ځنډ پرته وسله والو طالبانو واخيست، خو د بريد ډول ته په کتو سره د طالبانو دا ادعا له همغه پيله د نه منلو وه، ځکه چې بريد دومره پياوړى پلان شوى و، چې د طالبانو له فکر، توان او امکاناتو خورا لوړ و. ولسمشر کرزى هم نه مني چې بريد دې طالبانو کړى وي، هغه وايي: "ناممکنه خبره ده چې داسې يو کار دې زموږ  د وطني، بې تعليمه او بې وسيلې طالب کار واوسي." نه يوازې ولسمشر کرزى، بلکې هر څوک چې طالبان پېژني، د هغوى پر وړتيا او امکاناتو خبر وي، هغوى هيڅکله نشي منلى چې بريد دې طالبانو کړى وي. نو دا بريد چا کړى دى؟

په يوه لنډ ځواب کې ويلى شو چې استخباراتو. په افغانستان کې ښکېل سيمه ييز او نړيوال استخبارات ددې ډول بريدونو توان لري. ولسمشر کرزي وايي چې بريد په پاکستان کې پلان شوى و، خو په دې اړه بايد څېړنې وشي چې تر شا يې پاکستاني او که نور نړيوال استخبارات و. که بريد په پاکستان کې پلان شوى وي، دا ددې معنا نه ورکوي چې هرو مرو دې پاکستاني استخبارات ددغه بريد طراحان وي، ښايي اى اېس اى يې تر شا وي، خو دا شونتيا شته چې ستر استخبارات دې هم د پاکستان او يا له بلې هرې خاورې دا ډول بريدونه پلان کړي. پاکستان، په ځانګړي ډول پاکستاني قبايلي سيمې هغه سيمې دي چې نړيوال استخبارات په کې په پراخه کچه فعال دي او له دې ځايه نه يوازې په پاکستان او افغانستان کې، بلکې په ټوله سيمه کې خپل اهداف تعقيبوي. نو له دې امله د اې اېس اى، نړيوالو استخباراتو او يا ښايي د اې اېس اى او کوم بل نړيوال استخباراتي سازمان د ګډ پلان له مخې دې دا بريد شوى وي.

دا چې ښاغلى خالد د کوم هدف لپاره په نښه شوى، دا هم د بحث وړ موضوع ده. لا تر دې دمه څرګنده نه ده چې د اسدالله خالد په ترور سره ددغه بريد طراحانو څه غوښتل، خو ښايي د ځينو وروستيو بدلونو د رول او يا ددې بدلونونو لورى بدلول ددې بريد د طراحانو اصلي موخه وه. لکه چې ولسمشر کرزي ويلي ښايي دا بريد د سولې په تړاو له يو شمېر بدلونو سره تړلى وي. ښاغلي کرزي ويلي: ((هر کله چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې پرمختګ شوى او ځينې هيلې ورته ټوکېدلي دي، نو ددې پرمختګونو د مخنيوي لپاره سملاسي دا ډول بريدونه شوي دي.)) سره له دې چې لا د سولې په پروسه کې لوى پرمختګ نه دى شوى، خو کله چې واړه پرمختګونه هم ترسترګو شي، نو دا ډول بريدونه ترسره کيږي، چې ولسمشر کرزى يې پر استاد رباني او احمدولي کرزي بريدونه روښانه بېلګې ګني.کېداى شي چې د بريد موخه لا هم له طراحانو پرته بل چا ته څرګنده نه وي، خو څه چې روښانه دي، هغه دا چې دا بريد  پياوړو استخباراتو کړى او دا بريد په افغانستان کې د استخباراتي جګړې د ژورتيا يوه تابلو ده.

دنښترویبلاګ تبصره:

له هرڅه لمړی له سرنوشت ورځپاڼې څخه مننه کوو، چې داپېچلی اونصبتأ مبهم بریدیې څه ناڅه سپڼلی دی.

زموږ له نظره هم دا دموډرنواستخباراتي کړیوچاربلل کیږي دلته داسدالله خالد په ښو اوبدو تبصره نه کوو، دهرچا کردارڅرګند دی یوازې دومره لیکو، چې هغه په داسې وخت کې حامد کرزي دخپلوځانګړو موخو لپاره دې چوکۍ ته راوست چې له یوې خوا تبۍ دومره سره شوې چې لا دغنم دانه پرې لګېدلې نه وي په هوا کې نینه شي اوله بلې خوادا تبۍ پخپله د غنمو په بوسو (پروړه) سره شوې ده.

 منظور مو زموږ دټولنې یوه غوښینه برخه ده چې هم دبوسوکار ورڅخه اخیستل کیږي اوهم دغنمو.

ددې جهنمي لوبې لپاره نړۍ خورو دیوڅو لاسپوڅوپه روزلوسره دا تبۍ ګرمه ساتلې ده.

یادو لاسپوڅودیو لړ خودخواهیواوناولوهوسونولپاره دپردیو غلامي ومنله اوس دا دي یو پر بل پسې دوی پخپله نینه کیږي دبېلګې په توګه:

جنرال داود داود، خان محمد او آن رباني یې وګورئ البته دا خویې لاسر دی پټی وړاندې سوروردی یعنی دامنیتي تړون ترلاسلیکولواو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو پورې به ډېرې چوپانې واولوزي خو داهم ممکینه ده چې همزمان به روس او چین په خرندو پیل وکړي بیا به هم چوپانې اولوزول شوې وي او هم به دامنیتي تړون له کبله سمیزناورین رامنځ ته شوی وي ځکه نو باید لا له اوسه سم وسنجول شي داسې نه چې بیالېونی ووایي (سیوري ته به یې کښېنم) هسې هم دیوولس کلن منډوخورپه ترځ کې چې کوم ناورین اوناخوالې رامینځ ته شوې دغو ته زموږ په ولس تپل شوي ښاغلي لاس ته راوړنې وایي.

 پاته دې نه وي، چې دمبهموپاکستاني راکټونوپه پلمه دکورنیوچارود وزیر، ددفاع وزیراو ورسره جوخت د ملي امنیت د رئیس نبیل لرې کېدل او بیا په یوڅوورځوکې ددفاع وزارت په مقام د بسم الله محمدي نازول، دنبیل په ځای داسدالله خالد راوستل دحامدکرزي اوشمالي ټلوالې دځانګړوموخواواهدافولپاره ترسره شول ممکین دا تبدیلۍ هم د اسدالله خالدله پېښې سره تړاو ولري ځکه چې دخلیلزاد په ډول پټ خولي . . .هم دا دي ولسمشریزو ټاکنوته تانګونه باسي یعنی د اسدالله خالد پرځول دقیوم کرزي دناکامولولپاره یوه هڅه هم بل کېدای شي چې وخت به دا خبره نوره هم روښانه کړي خواوس به راشو دې ته،چې افغانستان که دښکروروهدیره ده جګړیزتمریني مرکزهم ورڅخه جوړ شوداهم زموږ د یوڅوکوتا فکرو اوتش په نامه رهبرانو له لاسه.

نن ورځ دنړۍ په مخ موږ یو دوست هم نه لروموږ هغه غرڅني ته ورته یوچې دڅیرونکو پړانګانوګلې دسختې درنې واورې او سېلۍ په مینځ کې راګیر کړي یو زموږ دهر افغان په وینو پورتني ځناور خپلې ناولې ژامې لړي دالا هم وایي چې موږ ستاسودوستان یو خوستاسو دخاورې دتمامیت او ستاسو دحیثیت خوندیتوب مسؤلیت او پروا نه لرو وا وا دې ته وايي دوستان؟؟

نور نه غواړو چې دا تبصره په ترخو جملو وغځوو یوازې رب تعالی ته لاس لپه کوو، چې په موږ ورحمیږي موږ ته ملي یووالی راپه برخه اوهرجابردکبرله نیلي څخه راوغورځوي. 

دا لاندې انځورد ګران افغانستان له ویبپاڼې څخه راکاپي شوی چې له پورتنۍ لیکنې سره چندان  اړخ نه لګوي خوپوښتنه دا ده، چې ترڅو به زموږ دګران او تاریخي هېواد واګې دبې کیفایتو او پردیپالو په لاس کې وي؟

قدرمنولوستونکو!

له حوصلې څخه مو مننه کوم که وخت لرئ دا لاندې لینک کښېباسئ، دنږدې ماضي او حال له مخې داستقبال اټکل پخپله تاسووکړئ:

http://www.youtube.com/watch?v=tEFH7-W8E1M