اخلاقي کنايې - د پښتو کتاب مينه والو ته ښه زيرئ

له لر او بر څخه پر مننه

عبدالله احسان
څو ورځی مخکی زما یو انډیوال د کویټې څخه یو کتاب راولیږی چی عنوان یې ( اخلاقی کنایې ) او مؤلف یې مشهور لیکوال ، د افغانستان د سياسي چارو څیړونکی او تکړه ژباړن ښاغلی ډاکټر نثار احمد صمد دی .

کله چی می کتاب کور ته راوړ او دروازې ته په ننوتلو سره می د هغه لومړۍ صفحه ولوستله ، نو ډیره دلچسپه وه . ژر مي بله صفحه ولوستله او په همدې ترتیب می بېله وقفې څخه ۴۵ صفحې ولوستلې او وروسته می بوټونه وکښل او د لیپ ټاپ کمپیوټر درنه بسته می له اوږې څخه ایسته کړه .

تر کومه ځایه چی می دا کتاب ولوست ، راته معلومه سوه چی ډاکټر صاحب صمد ډیره خواري په کښلې ده او عجیب نوي مواد یې راټول او تدوین کړي دي چی دا څه اسانه کار نه دی . الله (ج) دی روغ صحت او عزت ورکړی .

په دې کتاب کی ۴۴۴ بیلابیلی اخلاقی ، تربیوي او اصلاحی لنډی قصې ، وجیزې او ټوټې په ۳۲۸ صفحو کی ذکر سوي دي چی هره یوه یې د ژوند فلسفه ده . که رشتیا ووایم تر اوسه می داسی تأثیرناکه کتاب نه و لیدلی او نه می هم لوستلی و .

که څوک دا کتاب په غور سره ولولی نو فکر به وکړی چی لیکوال یې حتمأ د پوهنتون یو پروفیسر دی ، حال دا چی ډاکټر صمد یو ګوښه نشین او شکسه نفسه انسان دی .

د دغه کتاب مواد او مطالب دومره ډیر او پراخ دي چی یو ټلویزیونی او راډیویې پروګرام چلولای سی ، د یو اخبار ، یوې ویب پاڼی ، مجلې یا رسالې یوه برخه آن د پوره یو کال لپاره چلولای سی . لنډه دا چی د دې کتاب دلچسپه مواد او مطالب د نصیحت او هدایت لاره ده ، د څراغ په شان انسانی مخونه او فکرونه روښانه کوی ، د زړه خیره او کینه لیری کوی ، بدګومانی او بد بینی ورکه کوی ، خیرن وجدانونه صیقل کوی ؛ سمون ، اصلاح او متقابل احترام خپروی.....

زه یې د بیلګې په توګه څو قصې را اخلم . د کتاب لومړی مخ داسی دی :

یو اعرابی سړی چی غوښته یې د کوم مهم شخص سره وګوری ، په داسی حال کی ورته راغی چی هغه انځر خوړل . کله چی دغه شخص هغه اعرابی ولید نو ډیر ژر یې انځر تر خپلی عبا ( یعنی چپنی ) لاندی پټ کړل . اعرابی هم کښېناست .

د خبرو پر مهال دغه شخص ورته وویل چی آیا کولای سې یو څه قرآن راته تیر کړې ( یعنی راته ویې وایې ) ؟ اعرابی ورته وویل چی هو ولی نه ، او داسی یې شروع په وکړه : « والزیتون وطور سنین » دغه شخص بېله ځنډه په خوله کی ورولوېد او داسی یې ورڅخه وپوښتل : د « التین » کلمه څه سوه ؟ اعرابی په ځواب کی ورته وویل چی : التین تر چپنی لاندی پټ دی !

په دې سره نوموړﺉ شخص ډیر کم راغی او  له انځرو څخه یې چپنه پورته کړه او په دواړو یې سره وخوړل  ( منبع : احیأ العلوم الدین ؛ غزالی ، ۳۳۴/۳ ) .

هو ، دلته د بخیل او کنجوس انسان اصلیت راښودل کیږی چی هر څه یې صرف او صرف پر ځان پیرزو وی نه پر نورو . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی : ستاسی هیچا ایمان تر هغه وخته نه بشپړیږی څو چی کوم شی مو د ځان لپاره خوښ وی ، هغه د بل دینی ورور لپاره هم خوښ نکړﺉ .

د کتاب دېرشم مخ داسی دی :

خواجه حسن بصری (رح) داسی فرمایلی دي : یوه ورځ چی لمر لویدلی و ، یو کوچنی هلک می ولیدﺉ چی یوه شمع یې لګولې وه او روان و . ما هغه ودراوه او پوښتنه می ځنی وکړه چی زویه ، راته ویلای سې چی را روښنایی له کومه راځی ؟

هلک چی کله زما سوال واورېد نو بېله ځنډه یې شمع پو کړه او هغه مړه سوه او را څخه ویې پوښتل چی : آیا ته راته ویلای سې چی دا روڼا چیری ولاړه ؟ که دې زما ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چی هغه له کومه ځایه راغلې وه .

حضرت بصری (رح) فرمایی چی کله می د هلک دا ځواب او غبرګون ولید ، نو بې ځوابه او پټه خوله روان سوم .

د کتاب ۱۹۴ صفحه داسی ده :

د یو سړي میرمنی د فقهی په علم کی ډیره پوهه درلوده . میړه چی به یې هر ډول مسأله ورمخته کړه ، هغې به په ښه تدبیر او معقولیت سره حل کړه .

یوه ورځ چی کله د ده میرمن په زینو کی ختله ، نو داسی ږغ یې پر وکړ : که ته یوه بله زینه هم وختې نو پر ما طلاقه یې ، او که صرف یوه زینه راکښته سې هم پر ما طلاقه یې ، او که په همدغه زینه کی هم ودریږې نو راباندی طلاقه یې .

هغې هم بېله ځنډه ځان لاندی راوغورځاوه او په دې ډول یې د خپل میړه درې سره شرطونه پر ځای کړل او د میرمنی په حیث یې پاته سوه او میړه یې نور د دغسی نامعقولو او چټی خبرو څخه ډډه وکړه او سخت پښېمان سو .

د کتاب ۲۱۴ مخ داسی دی :

یوه میږه وه او دوه ښکلي وري ورته ګرځېدل ، دوری هوری یې ځغستل او لوبی یې کولې . دا مهال د کور څښتن راغی او هغه غټ وری یې په غیږ کی واخیست او د ځان سره یې یووړ . میږې په حسرت او مأیوسۍ سره ورته کتل .
دا بل وري د مور څخه پوښتنه وکړه چی دا څه قصه ده او لالا یې چیری بوت ؟ مور یې ورته وویل چی هغه یې روغې جوړې ته بوتیً . ځکه د دواړو کلیو د خانانو شخړه وه . اوس ستا د ورور په ذریعه هغه جنجال ختم کیږی او هغوی سره پخلا کیږی .
کشر وري ورته وویل چی واه ، دا خو د خیر او د ډیری خوشالۍ خبره ده . مور یې غلې سوه او د اوښکو ډکی ستر ګی یې کښته واچولې او سوړ اسوېلی یې وکیښ خو وری هیڅ پوه نه سو .
کله چی مازیګر کور ته ولاړل که ګوری چی ګڼه ګوڼه ده ، مخالفت له منځه تللی دی او ټول یو بل په غیږ کی نیسی ، مګر د ده مشر ورور هلته په سرو وینو کی پروت دی چی د همدې محفل لپاره یې حلال کړی و .
مور یې په ژړا ورته وویل چی زما ګرانه زویه ! اوس پوه سوې چی ستا ورور د دې پخلاینی قرباني سو ؟
د کتاب ۲۳۴ صفحه داسی ده :

وایی چی کوم وخت ژبی په خوله کی ۳۲ غاښونو ته وویل چی تاسی زما څنګه ښه وروڼه یاست . پر ما څونه ډیره پاملرنه کوﺉ . ستاسو د دې پاملرنې له امله زه ستاسو په منځ کی څومره آزادانه خوځیږم او ږغیږم .
غاښونو په ځواب کی ورته وویل چی : خورې ، تا خو صحیح خبره وکړه ، مګر ته هم باید زموږ خیال وساتې . داسی نه چی د خلکو سره بد چلند او تونده لهجه استعمال کړې او موږ په بلا ګرفتار کړې ، یعنی دا چی څوک ستا ۳۲ وروڼه د کور څخه دباندی و نه شړی !

د کتاب ۲۵۶ مخ داسی دی :

الشعبی روایت کوی چی د مغیره بن شعیب (رض) څخه می داسی اورېدلي دي : یوازینی سړی چی په خپل ټول ژوند کی یې مات کړی یم هغه د بنو حارث بن کعب د ټبر یو ځوان و . کله چی ما په اړونده ټبر کی یوې ښځی ته مرکه وکړه ، نو دغه ځوان هم حاضر و . وروسته هغه ما ته راغی او داسی یې راته وویل : اې مشره ، هغه ښځه قطعأ ستا وړ نه ده ، پام کوه . ما ورته وویل چی اې وراره ، ولی ؟ او هغه څه نقص لری ؟ ځوان راته وویل چی ما یو سړی ولیدﺉ چی هغه ښځه یې مچوله .
نو هغه و چی زه هم ډیر ژر د هغې د غوښتلو څخه پر شا سوم . خو وروسته خبر سوم چی هماغه ځوان د دغی ښځی سره واده کړی دی . حیران سوم او ورغلم ، پوښتنه می ځنی وکړه چی تا خو ما ته ویلی وو چی یو سړي دغه ښځه مچوله ؛ خو اوس تا پخپله د هغې سره واده وکړ ؟ هغه راته وویل چی هو ، ما د هغې پلار لیدلی و چی لور یې مچوله !

او باالاخره د کتاب ۳۱۸ مخ داسی دی :

الله تعالی د نبیانو څخه پر یوه وحی نازله کړه چی اې د آدم اولاده ! تاسی دوږخ خورا ارزانه رانیسیً ، آیا جنت ارزانه نه رانیسیً ؟

د دې تفصیل داسی دی چی یو فاسق انسان د نوم او نښان لپاره په ملیونونو پیسې د یو معمولی او ناحقه شي لپاره مصرفوی چی په بدل کی یې جهنم رانیسي . خو د الله د رضا لپاره د یو غریب او مسکین انسان مړول چی معمولی مصرف لری ، ډیر سخت ورته تمامیږی حال دا چی دا کار د جنت په بیه دی . نو پس جنت ارزانه دی که دوږخ ؟

 د لر او بر ویب پاڼی درنو لوستونکو ، بله په زړه پوری لا دا چی دا کتاب اول جلد دی او دوهم جلد هم لری چی وروسته به انشاالله تکمیل او چاپ سی .

ډاکټر صمد نور ګټور کتابونه هم تألیف کړي دي لکه : ( قرآنی ریاضی ) ، ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی جلد ) ، ( د قرآن سره مرکه ) او نور .

لطفأ د ( اخلاقی کنایو ) دغه کتاب ولولیً او د ګټورو مطالبو څخه یې د سمون او سکون لپاره ګټه پورته کړﺉ . دا کتاب هغه وخت ښه اصلاحي او اخلاقی اثر ښندی که یې څوک له سره تر پایه په نیکه او پاکه اراده سره مطالعه کړی . زه او د لر او بر ویب پاڼی مسؤلین ډاکټر صمد صاحب ته د دې خورا ازښتمن کتاب د تألیف له امله مبارکي وایو او هغه ته د زړه له کومی اخلاص او احترام څرګندوو او د لوی خدای څخه روغ صحت او مؤفقیت ورته غواړو .

د ښاغلي ډاکټر صاحب نثاراحمد صمد سره پر دې پته اړيکه ټينګي کړئ Nsamad57@hotmail.com

دنښتر ویبلاګ اداره له احسان صاحب څخه ددې ښکلي مطلب دبرابرولو له کبله مننه کوي او په قدرمن ډاکترصاحب نثار احمد صمد ویاړي، چې دانسانیت او معنویت لپاره یې ارزښتناکې چارې ترسره کړې دي.

موږ پتمن اوقدرمن ډاکتر صاحب ته ددنیوي او اخروي مکافاتو غوښتونکي یو الله تعالی دې ونازوي.

دیادولو ده چې وروسته له احسان صاحب څخه دقدرمن ډاکترصاحب داثرخبرتیا ښاغلي محمدالله احساس هم ویبپاڼو ته لېږلې چې موږ ورڅخه په ځانګړي ډول مننه کوو خدای پاک دې اجرونه ورکړي چې په خوږو جملو کې یې دمحترم ډاکترصاحب ستاینه کړې موږ خپل ګران مشر ورور ډاکترصاحب نثار احمد صمد ته له خوښیو ډک اوږدعمر غواړورب تعالی دې له خپلې درنې کورنۍ سره دین په دنیاښاد او سرلوړی لري. 

 بســــــــــمل

دلاندې لینک په کښېباسلو سره داحساس صاحب لیکنه لوستلای شئ:

http://www.tolafghan.com/posts/26580