اشــــــــــرارو په یو کلینیک حمله کـــــــــړې
په افغانستان کې يوې سويډنۍ ان جي او د ناټو ځواکونه په دې تورن کړي دي چې په روغتيايي بنسټونو باندې د مکررتېري له امله يې نړيوال قوانين ترپښو لاندې کړي دي. دغه ان جي او وايي چې ناټو ځواکونو د روان کال د اکټوبر په ۲۳ نېټه د وردګ ولايت په سېواک کې د سويډن کمېټې تر سرپرستۍ لاندې يوه کلينيک ته ننوتل او درې ورځې يې کلينيک نيولی و. د سويډن کمېټې د ډسمبر په درېيمه نېټه د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره د ناټو ځواکونو دغه عمل غندلی دی او ويلي دي چې د جينوا کنوېنشن له مخې د جګړو په سيمه کې روغتيايي کارکوونکي او روغتيايي بنسټونو په نښه کول منع دي. په اعلاميه کې راغلي چې ناټو ځواکونو د دوی تر سرپرستۍ لاندې کلينيک څخه د زندان په توګه کار اخېستی دی. د کلينيک تر نيولو وروسته ودانۍ ته ډېر زيان رسېدلی او دوی اړ شوي چې کلينيک وتړي. د کلينيک دېوالونه، کړکۍ او دروازې تخريب شوي دي. د کمېټې مشر (اندرياس سټېفانسن) ويلي، چې دغه تېری د خلکو باور پر دغو کلينيکونو له منځه وړي او نور د يوه خوندي ځای په توګه باور نه شي پرې کولای.
عبدالله اڅړ
له روهي ویبپاتڼې څخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت
اصلي اشرارمواوس وموندل دېرش پنځه دېرش کاله مخکې لا دا کلیمه دځینو ژبو په سرو څرخېده خو زموږ په زړه یې ځکه چندانې ترنګ نه لګاوه چې ددې کلیمې ددودوونکو په منځ کې هم اشرار وو خو هغه بیا بل ډول اشراروو.
کلونه تېر شول پاڼې واوښتې سره ورک شول تور او سره راغلل زموږ کلي اوبانډې یې په وینو ولړلې او لا همداسې دوینو ویالې روانې دي چې ایله زموږ ولس اوس پرې پوه شو چې دا اشرار څوک دي شکر چې اوس یې سر پرې خلاص شو دا هم دخدای شکر دی خو دا یاد لرئ ، چې دپورتنیو اشرارو کړنې خوځښتونه زېږوي مانا ولسونه پسونه (ګډیان)نه دي چې تل به په نورو پسې روان وي تاسو دا لاندې لینک کښېیاسئ څو ځان ته مالومه کړئ چې هر څوک یو نه یو ډول منطق کارولی شي: