دامریکامتحده آیالتونه په تجزیه کېدو دي

د آیالتونو د آزادی تحریک زور اخیستی 

محمد طارق رښتیا

وایی دنیا د (Tit for tat) یعنی (عمل او په مقابل کی عکس العمل) ډګر یا په بل عبارت چی څه کری هغه به ریبی. هو  په دی واقیعت سترګی نشو پټولی چی امریکا یو نړیوال آبر قوت پیژندل شوی خو اوس داسی ښکاری چی نور یی د نړی د اجاره داری ټغرپه ټولیدو او په مقابل کی یی داسی هیوادونوسر راپورته کړی چی په آینده څو کلونو کی به سیاسی،اقتصادی او فوځی آبر قوتونه رامینځته شی، چین یی په راس کی واقع دی.اوس وخت امریکا د سیاسی، اقتصادی او فوځی بحرانونو سره مخ ده بی له شکه امریکا هغه وخت دغو بحرانونو سره په ټکر شوه  کله یی چی په ګران هیواد حمله وکړه او دی کی هم شک نسته چی ګران هیواد دآبر قوتونو لپاره هدیره ده نږدی مثال یی د روس ټوټه کیدل وه خو امریکا تری پند اوعبرت وانخست. په هر صورت امریکا په ۲۱ پیړی کی نه یوازی په افغانستان بلکی په نورو هیوادونو مستقما او یا هم غیر مستقما حمله وکړه او د نړی په ټولو مهمو مسایلو کی بلواسطه او یا هم بلاواسطه لاس وهنی کوی، که د معمر قذافی مرګ وی که د صدام ، که د فلسطین مسله وی که د شام او که د افغانستان د ټوټه کیدو پلان وی که د سوډان په ټولومسلو کی یی لاس ککړ دی. په نړیواله ډپلوماسی کی خطرناک حالت هغه دی چی یو هیواد خپلی شخصی منافع د هر بل څه نه جګی وکڼی. امریکا او ملګرو یی همداسی وکړل چی اوس هم د وخت فرعونیان ورته ګوته په غاښ دی.دا چی په ماضی کی دوی د افغانستان ، عراق او نورو هیوادونو د تجزیه کیدو خبری کولی دا هیوادونه په خپل ځای برعکس اوس خپله د امریکا په هیواد او فیډرالونو کی د راپورته شوو بغاوتونو څخه شورماشور د دی سبب شوی چی نور دامریکی د غرور اخری سلګی دی ،هغه داسی چی دامریکا په ایالتی نظامونو اومرکزی حکومت باندی د خلکوعدم اعتماد دی ته مجبوره کړی چی نور دغه ایالتونه خپله آزادی واخلی . یوه ورځ وروسته د اوباما د دوهم ځل ټاکل کیدو څخه ۳۳ ایالتونو د سپینی ماڼی څخه د آزادی غوښتنه وکړه، لومړی ایالت د آزادی غوښتلو لپاره لوزیانه وه . دا خو حقیقت دی چی په نړی کی د بیلا بیلوپیښو د آزادی آوازی اورو ، خو په امریکا کی چی څومره اوس د آزادی آوازی خپری شوی د امریکا په تاریخ کی یی ډیر لږ ساری لیدل کیږی، د امریکا په جوړیدو کی دا حالت راغلی وه کوم وخت چی امریکا په کورنیو جګړو بوخته وه . دی بغاوتونو هغه وخت زور وموند چی په نومووړو آیالتونو کی ۲۵۰۰۰ خلکو د ازادی لپاره رایی واچولی ، پدی معنی چی د امریکا قانون هغه وخت د یو ایالت بیلوالی منی چی کله د هغه ایالت ۲۵۰۰۰ افراد غوښتنه او لاسلیک وکړی. بعضی مبصرین په دی نظر دی چی دغه خلک نور د اوباما د اداری څخه په تنګ او د اوباما د امریکا څخه ځان جدا کول غواړی . بعضی ایالتونو د جدا کیدلو علت د مرکزی حکومت عدم توجو اقتصادی او نورو زیر بنای سکتورونه په ګوته کوی. عجیبه خبره خو دا ده چی د امریکا په قانون کی د آیالتونو د ازادی لپاره ځای شته  یعنی په هغه وړاندیز چی دوی پری بیلیدل غواړی د ۲۵۰۰۰ زرو خلکو لاسلیکونه موجود وی نو لوړپوری خصوصا رایس جمهور به پری غور کوی او دا فیصله به په ۷/۱۲/۱۲ تاریخ اعلانیږی . په داسی حال کی چی د ۲۵۰۰۰ زرو څخه د خلکو تعداد زیات ښکاری .د حکومت مخالفین هم کوشش کوی چی په دی خړو اوبو کی ماهیان راونیسی یعنی دوی هم دغو بغاوتونو ته ورګډ شوی. د امریکا په بیرغ ۵۰ ستوری موجود دی یعنی تر ۵۰ پوری ایالتونه په کی جوړیدلی شی خو په بلی خوا کی دهر آیالت په  جدا کیدو سره د بیرغ څخه  یو ستوری هم له مینځه ځی چی نتیجه به یی د بیرغ ټوته ټوټه کیدل او امریکا به تجزیا کیدو ته نږدی شی .د سپیڼی ماڼي بریښنالیک “we the people” ته لومړی ځل د ۲۰ ایالتنو د جدا کیدلو عریضی وړاندی شوی چی هغه آیالتونه دا دی :
نیویارک، آرکنساس، جارجیا ،
میسوری، ټنسی،مشیګن، جنوبی کرولینا، کلوراډو،نیوجرسی،
شمالیډکونا،مونټانه،انډیانا،مسپی،
کنټکی، فلوریډا، شمالی کرولینا، الاباما، ټیکساس، لوزیانه او اوریکن ایالت شامل دی .
په نقشه کی (سور) رنګی ایالتونه آزادی غوښتونکی دی.
دی څخه یوه یا دوه ورځی وروسته ۱۳ نورو ایالتونو د جدا کیدلو لپاره سپیڼی ماڼی ته عریضی وړاندی کړی  چی په لاندی ډول دی : اوتاوه ، اوهاویو، جنوبی ډکوتاه ، مغربی ورجینیا ،نبراسکا ، پنسولوانیا، اوکوهوما ، وامنګ، کلیفورنیا، ډیلاور،نویو اډه ، ایروزونا او الاسکا شامل دی . په ۷ ایالتنونو کی خو رایی د ۲۵۰۰۰ زرو څخه هم زیاتی دی مثلا : د ټیکساس ۶۹۰۰۰ زره ، لوزیانه ۲۸۰۰۰زره ، جنوبی کرولینا ۲۵۰۰۰ زره ، جارجیا ۲۸۰۰۰ زره څخه زیاتو خلکو رایه اچونه کړی. بلی خوا ته اوس د امریکا حکومت کوشش کوی چی په دی اور باندی زر تر زره اوبه وشندی یعنی د پای ټکی ورته کیدی، په دی معنی د امریکا حکومت څه ګروپونه  د دغو بغاوت کوونکی په مقابل کی جوړ کړی تر څو د دی خلکو مخه ونیسی، همدغو ګرپونو د جدا کیدونکو په خلاف ۱۰۰۰ رایی پدی ورکړی چی دغه بغاوت کوونکی باید د هیواده وشړل شی او ۱۰۰۰ نورو پدی رایی ورکړی چی باید سلب تابیعت یعنی تابیعت تری واخیستل شی . دارقم حالت په یو هیواد کی د مینځنیو شخړو سبب ګرځی . سپینه ماڼی دغه صورت حال ته شاه نشی اړولی ځکه علاوه د دغو بغاوتونو په امریکا کی په تیرو دوه میاشتو کی د اسلحی غیرقانونی خرید او فروش هم زیات شوی په تیره میاشت یعنی اکتوبر کی ۱۸.۴٪ د غیر قانونی اسلحو په خرید او فروش کی زیاتی راغلی . که د امریکی اوسنی وضعه د لری لید څخه وڅارو دا به را ته جوته شی چی اوس په امریکا کی دوه داسی ګروپونه مینځ ته راغلی چی د یو او بل غوښتنی د حکومت څخه ۱۸۰ درجی(کاملا) تفاوت لری . هیله ده چی د امریکا هیواد یو ځلی بیا  د ۱۸۶۰ کال د کورنیو جګړو په لور روان شی دا فیصله خو به ۷/۱۲/۲۰۱۲ تاریخ کوی چی اوباما څه فیصله کوی، که چیری د جدا کیدونکو په خلاف فیصله وشی نو ډیرامکان د کورنی جګړی دی . دا لا څه چی د افغانستان ، عراق، ایران او فلسطین مسلو اوباما بی خوبه کړی وه ولی اوس د خپلی لمنی څخه د سوځیدلو په حال کی هم دی یعنی د فوځ لوی دستریز ډیوډ پټرس د جنسی اړیکو له امله لری کول ، همدارنګی څو ورځی مخکی په امریکا د طوفان عذاب راتلل چی تقریبا ۵۰ اربه ډالرو نقصان او د هیواد زیربناوی ورانول ،همدارنګی د نژاد پرستی تعصب هم په امریکا کی د اسمان سره خبری کوی هغه داسی : کومو خلکو چی رامنی ته رایه ورکړی د هغو رایو دا معنی ده چی مونږ نور د تورپوستی تسلط څخه ازادی غواړو بل طرف هغو کسانو چی اوباما ته رایه ورکړی د هغو رایو دا معنی ده چی مونږ نورد سپین پوستو د تسلط څخه آزادی غواړو او وایی چی مونږ بیرته د مارټیر لوټر ګنګ خوب را ژوندی کوه کوم چی د تورپوستو مذهبی رهبر وه . د مارټیر لوټر ګنګ په اړه د معلوماتو حاصلولو لپاره ددې لیکنې په وروستۍ برخه کې په نارنجي رنګ ایښودل شوی لینک کښېباسئ.

همدارنګی په امریکا کی یو کمپ دtent camp  یعنی د خیمو کمپ دلته تقریبا ۴۰۰۰۰رزه بی روزګاره کورنی موجودی او اکثره وخت په مظاهرو کولو سره د حکومت څخه کاری وظیفی غواړی همدارنګه خپله ټوله بودیجه یی په خارجی جنګونو مصرف کړه خو داخلی اوضاع ته یی پام ندی ورځ په ورځ په هیواد کی تعلیمی ، صحی ، اقتصادی او نورخیریو کارونو دایره را لنډیږی او بلاخره اوسنی بغاوتونه چی د ایالتونو د جدا کیدو لپاره روان دی نو د دی  ټولو حالاتو څخه داسی څرګندیږی چی د تور کارغه (اوباما) څادر له سپینی ماڼی په ټولیدو او د امریکا آبر قوتی او مغروریت له زوال سره مخ ده . که چیری د امریکا تاریخ ته وګورو د آیالتونو جدا کیدل دومره اسانه کار هم ندی ځکه کله هم چی د دوی ملی ګټو ته نقصان رسیږی نو دوی بیا د اکثریت یعنی د ډیموکراسی(۲۵۰۰۰رایو) ته نه ګوری بلکی دوی بیا د ډیکاتورشیپ(زور) څخه کار اخلی د خبری د لا توضح کولو لپاره د امریکا تاریخ یوی پیښی ته ځو: ۱۸۶۱ کال کی د امریکا ۷ جنوبی ایالیتونو یو کنفدریشن یعنی بیل حکومت جوړ کړ او د امریکا هیواد سره په جګړه کی شول د امریکا دهغه وخت رایس جمهور ابرهام لنکن سخت د فوځی برید سره مخ کړل چی بلاخره په ۱۸۶۵ کال کی په دغه اوراوبه واچولی اګر چی لنکن دغه اقدام د امریکی محکمی لخوا غلظ وګڼل شو خو ملی ګټو ته یی نقصان وه نو ځکه یی دا کار وکړ.
په هر صورت امریکی ته اوس دا پیغام دی چی : امریکا ډیر محدود وخت په لاس کی لری د دی وخت څخه باید اعظمی استفاده وکړی او په خپلو پالسیو باندی باید بیا کره کتنه وکړی هسی نه هغه اورچی دوی د باندی لګولی امریکا پکی خپله ښکار شی ځکه د وخت څخه ګټه نه اخستونکی خلک لکه فرعون، نمرود او ابراها... مغرور او متکبر بادشاهان خپله وخت د خاورو لندی کړی .

دنښترویبلاګ یادښت:

درنولوستونکو!

 په فضأ،ځمکه اودسمندرونوپه تل کې ټولو ژوواونباتاتو ته ژوند ورکوونکی او ژوند اخیستونکی اودټولوکایناتوتنظیموونکی خالق تعالی دی.

دنړۍ په مخ ترټولوپېچلی موجود انسان بلل کیږي ځکه چې انسان دخپلو ځانګړتیاوو، ذکاوت، نفرت او محبت په برخه کې له نورو ټولو موجوداتو سره توپیر لري.

دفلسفي تحلیل لپاره یې دلته موقع نه وینو خو دومره وېلای شو، چې ناوړه انسانان دځواکمنتیا او یا لوږې په صورت کې له څیرونکي حیوان څخه هم بدتر کیږي .

داسې کسان خپل هدف ته درسېدواو خپل ځان دپړسېدو په فکر کې وي ولو که له هرڅومره نامشروع لار څخه وي خو دافکر نه کوي چې انسان یو وړوکی مخلوق او دهغه خالق ترکنترول او څار لاندې دی چې دی یې خلق کړی.

فرعون، نمرود او نورکبرجن هم په دې لار دکعبې په ځای ترکستان ته ورسېدل اوس چې په یویشتمه پېړۍ کې په امریکايي سرزوروسترګې پټې شوې دي ځای یې ګړنګونه ځکه وینو چې هم یې دنړۍ په مخ له ملیونهاوو انسانانوڅخه ژوند واخیست او هم یې ملیاردونه انسانان تر رواني فشار لاندې راوستي چې هر ه شېبه دسبا وېرې اخیستي دي په لوېدځه نړۍ کې دامریکا دسرزوري له کبله چې پر له پسې یې جګړې روانې ساتلې اقتصاد په ځمکه لوېدلی ګڼ شمېرولسونه دفقرله کرښې څخه هم ټیټ ژوند کوي.

دغو رواني ستونځو په کور دننه هم امریکايي ولس ته یو خطرناک ګوګړ په لاس ورکړی له همدې کبله دپورتنۍ لیکنې دلیکوال تحلیل په ځای بولو.

که تاسې دا لاندې خبر چې روهي ویبپاڼې خپورکړی ولولئ هلته په افغانستان کې دامریکايي سرتېرو دعدلي مصؤنیت خبره یاده شوې خو زموږ په فکرممکین له دې خبرې اوباماهسې دیوې پلمې په توګه کار واخلي او ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي چې دا به په  عدلي مصؤنیت پورې نه بلکې په امریکاکې دراولاړو شووستونځو کومې چې پاس لیکوال یادې کړې دي تړاو ولري.

سپينه ماڼۍ:

اوباما تر اوسه په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځيانود شمېر په اړه پرېکړه نه ده کړې

د سپينې ماڼۍ وياند (جې کارني) پرون په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وال سټريټ ژورنال د وروستي رېپوټ په غبرګون کې وويل، چې ولسمشر بارک اوباما تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره امريکايي پوځيان پاتې شي. ده وويل، دا هم ممکنه ده چې هېڅ پوځيان پاتي نه شي. کارني وويل، چې د هغه تړون له مخې چې د افغانستان دولت او امريکې تر منځ شوی دی، امريکا کولای شي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې لپارهاو همداراز د افغان پوځيانو د روزنې په موخه يو شمېر پوځيان په افغانستان کې وساتي. پرون وال سټريټ ژورنال داسې رېپوټ خپور کړی و، چې ښايي امريکا په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو زرو شاوخوا پوځيان وساتي. يوه خبره چې په ګزارشونو کې راغلې هغه دا ده چې که افغانستان امريکايي پوځيانو ته عدلي مصؤنيت ورنه کړي، ښايي اوباما د پوځيانو له ساتلو منصرف شي. باراک اوباما په عراق کې هم پرېکړه کړې وه چې يو شمېر پوځيان هلته وساتي، خو کله چې د عراق حکومت امريکايي پوځيانو ته د عدلي مصؤنيت له ورکولو ډډه وکړه نو اوباما هم ټول پوځيان راوايستل. ولسمشر حامد کرزی هم د امريکې پر حکومات فشار راوړي چې امريکايي پوځيان بايد له عدلي تعقيب څخه مصؤن ونه ګڼل شي.

عبدالله

د مارټیر لوټر ګنګ په اړه د مالوماتو حاصلولو لپاره دالاندې لینک کښېباسئ.

http://en.wikipedia.org/wiki/Martin_Luther_King,_Jr.

له ټول افغان  او روهي ویباڼوڅخه په مننه