امريكايي ځواكونه ولې بايد په افغانستان كې پاتې شي؟
يكشنبه ٠٥ ليندی ١٣٩١ ساعت ٠٤:٠٥
ايا امريكا متحده ايالتونه به په ختيزه اسيا كې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتي؟ دا هغه پوښتنه ده چې واشنګټن پوسټ پخپله پرونۍ تبصره كې مطرح کړې ده.
دغه پوښتنه د هر هغه بحث مركزي ټكى دى چې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د حضور او ماموريت په اړه وي.
واشنګټن پوسټ لیکي، په هغه صورت كې چې موږ اوسنۍ ستراتيژي تعقيب كړو، تر ۲۰۱۴ كال پورې ټول ۶۸۰۰۰ امريكايي ځواكونه په افغانستان كې پاتې او له دې وروسته د دې شمېر شاوخوا نيمايي شمېر، نو د پورتنۍ پوښتنې ځواب به هو وي.
په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو حضور يوازني هغه څه دي چې په پاكستان كې د ترهګرۍ پر وړاندې عملياتو ته لار هواروي.
ياده رسنۍ زياتوي چې پر ترهګرو تمركز د پاكستان په قبايلي سيمو كې دى، په داسې حال كې چې القاعده او ملګرو ډلو يې په كونړ او نورستان كې هم پټنځايونه جوړ كړي دي، خو امريكايي ځواكونه له ځمكني حضور پرته له دريو لارو ترهګر په نښه كولاى شي: د بې پيلوټه الوتكو له لارې، د ځانګړو ماموريتونو د واحدونو له لارې او همدا راز د نورو معمولي الوتكو له لارې. خو په افغانستان كې له پوځي اډو پرته د لار د اوږدوالي له امله لومړي دوه انتخابونه امكان نه لري، په داسې حال كې چې د درستوالي او باوريتوب له امله درېيم انتخاب شونى نه دى.
واشنګټن پوسټ زياتوي، شمالي وزيرستان له تر ټولو نږدې ساحلي كرښې څخه له ۶۰۰ ميله هم زيات لرې دى او نور پټنځايونه له دې هم لرې دي. د امريكا متحدو ايالتونو د هوايي ځواكونو د رپوټ له مخې، د بې پيلوټه الوتكو لپاره چې وزيرستان ته لاړې شي، هلته خپل هدف په نښه كړي او بيا بېرته راوګرځي ۱۱۵۰ ميله هم ډېر لږ دي.
د دې تر څنګ د ځانګړو ماموريتونو واحدونه بايد په ترانسپورتي الوتكو كې سفر وكړي، ځكه چې د امريكا متحدو ايالتونو هېڅ ډول هليكوپترې دومره لرې پرواز نه شي كولاى. خو دغه الوتكې بېرته نه شي راګرځېداى، ځكه چې د افغانستان او پاكستان په غرونو كې نه شي كېناستى. خو هغه الوتكې چې سړي يې كاروي په افغانستان كې په خپلو هدفونو باندې دقيقې وسلې كارولاى شي، خو دغه الوتكې ډېرې ګړندۍ دي چې خپل بالقوه هدفونه ترې شاته پاتې كېږي. كه څه هم دغه الوتكې خپل هدفونه ولي، خو ډېرې ګړندۍ الوتكې دا نه شي معلومولاى چې ايا خپل هدف يې په نښه كړ او كه نه. له همدې امله په ختيزه اسيا كې د ترهګرو د نښه كولو لپاره د افق د پاسه حل نشته. خو په افغانستان كې پوځي اډې دغه ټولې ستونزې حلولاى شي، ځكه چې له خوست، جلال اباد او كندهار څخه امريكايي ځواكونه په افغانستان او پاكستان كې د بې پيلوټه الوتكو او د ځانګړو ماموريتونو د واحدونو په واسطه خپل هدفونه په نښه كولاى شي.
دغه رسنۍ په خپله شننه كې زياتوي چې په سيمه كې د ترهګرو پر وړاندې د عملياتو د برياليتوب لپاره دا ډول عمليات ډېر ضروري دي. له همدې امله د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره په جلال اباد، خوست او كندهار كې اډې ضروري دي.
له خدمتګار څخه په مننه خودومره اضافه کول په کار دي چې امریکا په سیمه او نړۍ کې دولتي ترهګري په مخ وړي داچې دوزیرستان دترهګرو په پلمه یې دپښتنوټول وژنې (ژنوساید )ته چل جوړ کړی، اوس دهر بالغ او عاقل انسان ترڅنګ ماشومان هم پرې پوهیږي له همدې کبله یې بایددپوځي اډومخنیوی وشي تر څو دهر افغان ننګ او ناموس خوندي وساتل شي.
که څوک زموږ له نظر سره اختلاف لري مهرباني دې وکړي په لاندې لینک کې دې دراغلو نابللودمعنویت لوېدلې او نړېدلې تابلوپه ځیرسره وګوري: