وسله والو طالبانو د پاکستان له لوري د یوشمېر طالبانو د خلاصون هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی نور بندیان هم خوشي شي.
طالب ویاندذبیح الله مجاهد په یوه لنډه خبرپاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان له لوري د طالب بندیانو خلاصون به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اعتماد د زیاتېدو سبب شي.
پاکستان وروسته له دې د دیارلس طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی اسلام اباد ته لاړ او له پاکستاني چارواکو څخه یې په افغانستان کې دسولې له بهیر سره د مرستې لپاره د هغوی دخوشي کېدو غوښتنه وکړه.
وېل شوي چې اته طالبان خپلو کورونوته تللي اوپنځه نوربه نن او یا ښايي سبا پرېښودل شي.
د سیاسي چارو کارپوهان د پاکستان له لوري خوشي شوي بندیان غیرمهم کسان بولي او ګومان نه کوي چې د هغوی خلاصون به په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
دوی وايي چې پاکستان، نه ملا عبدالغني برادر خوشي کړی او نه یې د ملا نورالدین ترابي د خوشي کولو وعده پوره کړې ده.
خو ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، که چیرې د طالبانو خلاصون د سولې له پروسې سره مرسته وکړه، ملا برادر او نور طالبان به هم خوشي کړي.
یوه افغان، چې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د سولې د عالي شورا په خبرو کې شامل و، رویټرز خبري اژانس ته وېلي، پاکستان ډاډ ورکړی چې که د طالب مشرانو خوشې کېدا د افغانستان له سولې سره مرسته وکړه نو دوی به ملاعبدالغني برادر هم خوشی کړي.
ملابرادر دوه کاله مخکې (۲۰۱۰) د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو. ویل کیږي دا قوماندان، چې له ملا عمر وروسته د قوماندې له پلوه په طالبانو کې دوهم مهم کس و، په افغان طالبانو کې زیات نفوذ لري.
ده له نیول کېدو مخکې له افغان حکومت سره د پاکستان له اطلاع پرته پټې خبرې کړې وې، له همدې کبله افغان چارواکي د ده په خوشې کېدو ټینګار کوي.
له تاند څخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت:
دبندیانوپه تېره بیا دټیټ پوړوبندیانوخوشي کول اودسولې په نوم روانه عوام غولونه دا هرڅه دوخت وژل دي دکابل ګوډاګۍ اداره، وسلوال مخالفین اوحتاپاکستان یو هم د سولې رامینځ ته کولو وس نه لري زموږ سوله لېوانوتښتولې،که هغه لېوان وغواړي موږته سوله راوړلی شي خوله بده مرغه چې هغه لېوان زموږ په پرله پسې جګړه اوبدبختي کې خپلې ګټې ویني.