يوه هسپانیایۍ مېرمن دخپل بدن غړي پلوري!

یوې۴۴ کلنې هسپانیایۍ مېرمنې دتېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دخپل بدن ټول هغه غړي پلوري کوم چې کولی شي پرته له هغو ژوند وکړي، تر څو دهغه کورګي کرایه پوره کړای شي په کوم کې چې دا او لور یې اوسي! ایلمونډو هسپانیایۍ ورځپاڼې په خپله ویب پاڼه کې دنوموړې مېرمنې مرکه له انځورونو سره یو ځای خپره کړې ده، دغه مېرمن وايي: ( چې لومړی مې ګوردې دپلورلو لپاره وړاندې کړې، اوس غواړم دخپلې سترګې قرنیه، یو سږی، د ینې ( جګر ) یوه برخه پلورلو ته وړاندې کړم. زه اوس تیاره یم چې دخپل بدن هر غړی که یې څوک اخیستی شي وپلورم، ځکه زه ډېره ناهیلې شوې یم، زه دهستوګنې ځای ته اړتیا لرم او کومه وظیفه هم نه لرم، زه ۶۶ ٪ دخپل ژوند دشریک له بد چلن نه کړېږم، کوم چې ۱۸ کاله مې ور سره تېر کړي، اوس یې له خپل کور نه شړلې یم، له خپلې لور سره اوسم! زه دخپل او خپلې لور دژوند ژغورلو لپاره بله لار نه لرم، زه به کله هم دخپل بدن دغړو په پلورلو کې ټکنۍ نشم، هو، که دا کار زما لور له دغه بد حالت نه ایستلی شي )

ورځپاڼې زیاتوي چې تر اوسه پورې دنوموړې ښځې سودا ته څوک نه دي حاضر شوي، که څه هم چې یو ډاکتر تلیفون ور ته را کړی، ورځپاڼه لیکي چې کېدای شي دغه مېرمن دبدن دغړو دپلورلو په تور له ۱۲ کاله بند سره مخ شي، ځکه په هسپانیه کې دا کار ناشونی غوندې دی چې یو څوک دخپل بدن غړي وباسي او یا یې واچوي تر څو چې یې له اړونده دولتي لوریو سره تماس نه وي نیولی.

 ګرانولوستونکو!

دا په غرب کې دښځو حقوق دي! دا بشر دوستي ده! دا انساني کرامت ته په درنه سترګه کتل دي! هغه غرب چې هلته دموږکانو، سپیو، بیزوګانو، خنزیرانو غم خوړل کېږي، تر دې چې یو کس کولی شي خپل موږک، سپي، پیشو، بیزو اوخنزیر ته په ملیونونو ډالر په میراث پرېږدي، او یا دهمدغه ځناورو په نومونو په ملیونونو ډالر په بانکونو کې ورته واچوي، مګر دیو عاجز، بې کسه او بې وسه انسان بیا دا حال دی!

دا د غرب د تنکالوژۍ، پرمختګ او تمدن ارمغان دی چې انسانیت پرې نازوي! او بیا غواړي چې دغه کلتور او ثقافت په ټوله نړۍ باندې دسوټي په زور ومني!

دلاندې لینک په کښېباسلوسره دپورتني خبرپخلی موندلی شئ:

http://alhayat.com/Details/452220  

که دکومې تخنیکي ستونځې له کبله  دپورتني لینک پرانستنه ستونځمنه وي یا کوم بل مطلب پکې خپورشوی وي نوبیاکولای شئ هغه متن په لاندې ډول ولولئ چې دالحیاةپه ویبپاڼه کې خپورشوی دی:

عاطلة من العمل تعرض أعضاءها للبيع
مدريد - أ ف ب
الثلاثاء ١٣ نوفمبر ٢٠١٢

أعلنت إسبانية عاطلة من العمل، عمرها 44 سنة، أنها تعرض للبيع كل أعضاء جسمها التي يمكن الاستغناء عنها لتدفع إيجار شقة تؤويها وابنتها. وقالت الإسبانية في مقابلة نشرتها «إل موندو»: «عرضت للبيع كليتي أولاً، والآن أعرض للبيع قرنيتيّ وواحدة من رئتيّ وجزءاً من كبدي... فأنا مستعدة لأن أبيع أي عضو من جسمي لمن يقدر على دفع ثمنه لأنني يائسة جداً».

وأضافت: «أنا في حاجة إلى مسكن»، مشيرة إلى أنها عاطلة من العمل وتعاني عجزاً مالياً ضخماً بسبب سوء المعاملة التي لقيتها من شريكها الذي عاشت معه 18 سنة، ويريد طردها الآن من المنزل. وحتى الآن، لم تتلقّ المرأة أي عرض، لكن أحد الأطباء اتصل بها. وقد تواجه عقوبة سجن مدتها 12 سنة بتهمة الإتجار بالأعضاء، إذ إن من المستحيل في اسبانيا استئصال الأعضاء وزرعها من دون إعلام السلطات المعنية

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

سليم نوري