د رفيق مهران، فريد احمد تسکين او هجران احمدزي طرحي مشاعره

د چا له لاسه بلې دي لمبې په ګل غونډۍ؟

ګلابه اوس خو نه کيږي ميلې په ګل غونډۍ

مهران

له زنې یې تاو شوي رقيبان لکه اغزي

ولاړې وي زړګيه تل پيرې په ګل غونډۍ

تسکين

دې ورانو اوربلوته ځان سره راوړه ګلاب

بهاره چې ته کله هم راځې په ګل غونډۍ

هجران

الله ته خوترې پاتې مه کړې دلته بدرنګي

تېريږي د بدرنګو قافلې په ګل غونډۍ

مهران

راځه چې سره کينو درېيم ګړي ته اشنا

بې ځايه جوړوې ولې مورچې په ګل غونډۍ؟

تسکين

ښکاره وايم چې نه را پخلا کيږي مرور

په تاپسې به وکړمه نارې په ګل غونډۍ

هجران

قربان دې له اوازه شمه ته لکه بلبل

جاوېده راته ووايه ټپې په ګل غونډۍ

مهران

ځاځيو سندريزه سيمه بيا بنډار اخيستې

غورځي وهي،چکچکې دي چمبې په ګل غونډۍ

تسکين

اباده دې وي تل دغه د حسن سر چينه

ته جوړې مه کړې خدايه ج هديرې په ګل غونډۍ

هجران

د مينې انقلاب ته اوس پکتيا لري اړتيا

راځئ چې سره جوړې کړو جرګې په ګل غونډۍ

مهران

قسم دی د بل ښار خوندونه ټول شي درنه هېر

که و دې کړې هجرانه يو څو شپې په ګل غونډۍ

هجران

زما د ليوني جانان د سترګو په خاطر

دا روح به عزرايله رانه وړې په ګل غونډۍ

مهران

دا پورې ګلدرو کړې لمبې لمبې جامې

که پړک وهي تسکينه لوپټې په ګل غونډۍ

تسکين

بس چېرته به يې کړمه په نازونو زمزمه

مهران دي جوړې کړې ترانې په ګل غونډۍ

مهران

 

۱۳۹۱/۸/۲۰ لړم

پکتيا ميډيا سنټر د شپې لس نيمې بجې

 ګل غونډۍ د جاوېد امرخېل د خاپوړوځای دی چې د پکتيا د اريوب ځاځيو يوه تاريخي سيمه ګڼل کيږي.*