په لویه پکتياکې دعبدالحي ګردېزي په اړه يو ورځنی سمينار جوړشو.

 

دغه سمينار دلویې پکتيادفرهنګيا نو ، اطلاعاتواوکلتور وزارت اولویې پکتيا دقومي مشرانو له خوا جوړ شوی وو.
په یادسمینارکې لسګونوکسانومثلأداطلاعاتو اوکلتور وزارت استازو، دعلومو اکاډمي استازو، قومي مشرانو ، دمدني ټولنو غړواو دلویې پکتيا ګڼ شمېر ليکوالانو برخه اخيستې وه.

دلویې پکتيا والي جمعه خان همدرد دښاغلي کرزي له پيغام لوستلوڅخه وروسته د دا ډول سمينارونو دجوړولو په اړه خپله خوښي وښوده.

په دغه يو ورځني سمينار کې پنځلس کسانو دعبدالحي ګردېزي دشخصيت په اړه ليکلنې اومقالې واورولې.

دسمينار ويناوالوعبدالحی ګردېزی دهيواد دنامتو مورخينو په کتار کې يو بې ساری تاريخ ليکونکی وباله .

ياده دې وي ،چې داپه لویه پکتيا کې لومړی ځل دی ،چې دعبدالحي ګردېزي دشخصيت په اړه يو ورځنی سمينار جوړيږي .