دښوونې اوروزنې پوهنتون دلانجې په اړونددبایرن مېشتو افغانانواعلامیـــه

نن غرمه  د۲۰۱۲زکال  داکتوبرمیاشتې په لسمه نېټه  زموږ فرهنګي ملګرو دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښار کې له یوې غوڼدې وروسته لاندې  اعلامیه تصویب کړه:

۱ــ  موږپه زغرده دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم  اړولومخالفت اومعترضومحصلینوملاتړکوو.

۲ ــ موږ له معترضومحصلینو څخه هیله کوو، چې ترخپل بري پورې دلاریونونولړۍ په سولیز ډول وغځوي.

۳ــ  موږ دهېوادپه اوسنیوکړکېچنواودردوونکوشرایطوکې داډول له اغراضو  ډک تحریکات  اولمسونې د ملي یووالي او ښوونیز بهیر په زیان بولو.

۴ــ موږ په ارګ کې ناست تش په نامه مشران په کلکه محکوموچې دخپلوموخولپاره شعورأدافغان ولس په تېره بیازموږ د ځوان نسل په مینځ کې نفاق اچوي.

۵ ــ که دلاریونونودغه لړۍ دهېوادپه کچه وغځېده اوخدای مه کړه بدې پایلې یې ولرلې ټول مسؤلیت به یې دبې کفایتوارګ مېشتواو نفاق اچوونکې ادارې په غاړه وي.

۶ ــ موږدپیاوړي اواتل محمدیاراونوروهېوادپالومحصلینوپه مقاومت ویاړو، دراتلونکي نسل لپاره به ددوی قرباني په زرینوکرښو ولیکل شي.

۷ ــ موږ په بلجیم کې دافغان کلتوري بهیر،په هالنډکې دافغاني کلتوري ټولنې،پښتون خوځښت اونورو هېواد اوولسپالوهېوادوالوڅخه دملاتړ ترڅنګ مننه کوو، چې دښوونې اوروزنې پوهنتون دنوم اړونې اوبدوپایلو په اړوند یې پخپل وخت غبرګونونه وښودل.

۸ ــ موږ دنړۍ  په هرګوټ کې له ټولوافغاني کلتوري ټولنو، ټولنیزوخوځښتونو، سیاسي اوهېوادپالو ګوندونو څخه هیله کوو، چې له افغان  تاریخ او عرفان سره ددې لویې جفاپه مخ نیوي کې یو اوبل ته لاس ورکړي ، پرې نه ږدي، چې دهېوادعلمي  او ښوونیزمرکزونه دسیاسي لوبوډګر وګرځي.

دبایرن مېشتو افغانانو دکلتوري ټولنې په استازیتوب

محمدامین بسمل

رباني وپېژنئ!

یوفتنه غوندې رهبر و

یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل

هم شهید شو هم غازي شو هم  دسولې شو اتل

په مقام او په چوکۍ پسې لا لهانده و تر مړینې

دمذهب او قومیت نیلي یې دواړه ځغلول

یوه ورځ مو چېرې ونه لید چې خاورې وي پرې ناستې

نه مو ولید په خپل عمر هسې یو ځل په مرچل

له شماله تر سویله  له ختیځه تر لوېدیځه

دنفاق اوریې ور واچاو وروڼو وروڼه ووژل

په روانو اوبوپاک نه شوسل ستله یې پرې تش کړل

له لمنې ترغوږو و رنګ په وینو دکابل

په ظاهر به یې خوله ویته وه نیولې وهرچا ته

په باطن لوی منافق و سکنی ورور دچرچل

هوښیارتوب او مکار توب دواړه یو نه دي سره بېل دي

دچالاکې  مرغۍ وي  اخېر په  دوو لومو اجل

د رمې لپاره هر څوک ګلالی  شپونکی  پیدا کړي

خو کرزي  صاحب لېوه باندې زموږ ګډیان ساتل

پاچا بند په پنجرو کې  را وتی نه  شي بهرته

جنازې ور وړې حرم ته پرې  را ټول شي لکه  دل

دوزیر اکبر په مټ کې یې دبوی مرۍ کړه خښه

یتیمان  شول ټول خوابدي له کابله تر زابل

ها په ځان پورې تړلې دکولاب  چوکۍ یې څه شوه؟

هغه هم وروړئ چې بیا پسې  را جګ نه شي په چل

پېر یې نه و زده پلورل یې په زانګو کې و زده کړي

دوطن په خرڅولو کې لمړی شو تر کارمل

شهیدان به یې هر دم  په کاڼو ولي په لحدکې

ټوپکیان به ورتلای نه شي بس پرې جوړ به وي غوبل

خدایه تا ته مې توبه ده ته غفار یې ته قهار

قاتلان  نېست اونابود کړه  چې  را خوشی شي محل

هم یې مړ کړ هم  پرې  ژاړي  خپل خړ سترګي لنډغر یې  

 سبوتاژ په سبوتاژ پسې پر مخ وړي مسلسل

رښتیا هم کډه یې بار شوه که ما هسې خوب لیدلی؟

عجیبه ده کور یې خپل سپا هي،وزیر، پاچا یې خپل

 آذان وشو دلمانځه وخت دی دا دوه رېنیان  درواخلئ

عبدالله او امرالله  ښیم  جومات به کړي  چټل

چې دپلار اونیکه ملک خرڅوي څوک  په اجنبیانو

ای  بسمله  دهغو سزا ده دار ته  خېژول

یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل

 هم شهید شو هم غازي شو هم  دسولې شو اتل