پکتيا پريس کلب دپکتيا روزنيز مرکز پرانست

دپکتياپريس کلب مشراحسان الله مهجورـــ مرستیال والي عبدالرحمن منګل ـــ دپکتياتلويزون آمرعاشق الله اخلاصيارـــ دولايتي شورامرستيال ډاکتر عالميرځاځی

دپکتياولايت مرکز ګرديز کې دځوانانو له پاره روزنيز مرکز(پکتيا ټرينينګ هال) پرانستل شو.

دغه مرکز دپکتيا پريس کلب په نوښت جوړ شوی ،چې په بيلابيلو برخو کې به ځوانانو ته روزنه ورکوي .

ددې مرکز پرانسته دپکتيا ولايت مقام دکنفرانسونو په تالار کې وشوه،چې دپکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل،د ادارو ريسانو،دولايتي شورا غړو،مدني ټولنو،او يوشمير نور کسانو برخه اخيستې وه.

دغونډې په پيل کې ديادروزنيز مرکز مسول ساحل منګل دښه راغلاست وينا تر څنګ ددې روزنير مرکز په اهميت او له دغې مرکز څخه دګټې اخيستنې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل په دغه روزنيزمرکز کې به له يوې خوا ځوانانو ته په بيلابيلو برخو کې روزنه ورکول کيږي او تر څنګ به ېې په پکتيا کې نورو ادارو ته هم په واک کې ورکول کيږي .

دپکتيا پريس کلب مشر احسان الله مهجور په خپلو خبرو کې وويل:داچې دغه روزنيز مرکز نوی په فعاليت پيل کړی نو له ټولو مرستندويه ادارو او دولتي چارواکو څخه هيله کوو،چې په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو دغه مرکز ښه خدمتونه وړاندې کړي .دپکتيامرستيال والي عبدالرحمن منګل په خپلو خبرو ددې روزنيز مرکز په جوړيدو خوښي وښوده اوزياته ېې کړه ،چې  داډول مرکزونه دځوانانو دعلمي اوروزنيزه برخه کې ډير ګټور تماميږي .

نوموړي زياته کړه ،چې تر خپله وسه پورې به ورسره مرسته وکړي تر څو دامرکز په خپلو پښو ودريږي .

دپکتيا دولايتي شورا مرستيا ډاکتر عالمير ځاځي هم په دې اړه خبرې وکړي او ويي ويل ،چې په ټول توان ددې مزکر دجوړيدو ملاتړ کوي ،او دغه مرکز سره به دپکتيا ځوانانو سره مرسته وکړي تر څو ددوی علمي سوېې لوړې شي .

همدارنګه ددې غونډې په پای کې په پکتيا کې دبيلابيلو ادارو استازو ژمنه وکړه ،چې ددې مرکز سره هرډول مرسته وکړي .

ياده دې وي ،چې پکتيا پريس کلب څه دپاسه له دو کلونو راهيسې په پکتيا کې فعاليت کوي ،چې دژورناليستيکي کارونو تر څنګ ځوانانو ته په بيلابيلو برخو کې روزنيز کورسونه او پرګرامونه جوړوي .

دوستانو ددې ټرينينګ هال داړتيا او په نورو برخو به نوردوستان هم وغګيږي ،خو زه يوازې دټرنينګ هال په کارولو ،چې څنګه به ګټه ترې اخيستل کيږي .

۱ په لومړي مرحله کې په خپله دپکتيا پريس کلب له خوا ،چې کوم ټرينينګونه جوړي هغه به په دې هال کې تر سره کيږي .،چې په بيلابيلو برخو کې دي .

۲ هغه ورکشاپونه دي ،چې دپکتيا پريس کلب غړو ته دنورو ادارو له خوا ورکول کيږي .

۳ ډول هغه ورکشاپو نه دي ،چې کومې ادارې له خوا په هره برخه کې هر چاته ورته کول کيږي .

۴ په پکتيا کې دورکشاپونو او رزنيزو پرګرامونو همغږي .

۱ډيرې داسې ادارې شته ،چې دوی په هره برخه کې يو استاد ياترينر ته ضرورت لري او ددې اداري کارکونکي ېې يا له کابل څخه راولي او يا ېې په پکتيا کې لټوې ،خو له دې وروسته به دهرې برخې ترينران له مونږ سره ثبت وي او زمونږ له خوا به دوی ته ورپيژندل کيږي .

۲ دوهم قدم کې دامکاناتو په واک کې ورکول هغه دا،چې ډيرې ادارې دورکشاپ په وخت کې موادو ته ضرورت لري دمثال په ډول ډيرې ادراې ځينې قميتي مواد نلري او ياهم دوی نشي کولای ،چې ديوڅو ورځو له پاره ېې په بيه واخلي نو له دغو ډول ادارو سره به داډول مواد په واک کې ورکول کيږي .

۳په دريم قدم کې دټرينرانو له پاره داستوګنې اسانتياوې،ډيرې داسې ادارې شته ،چې دوی ټرينران له کابل يا له نورو ولايتونو څخه راولي  دلته په ښارکې ددوی له پاره مناسب ځای نه وي ،چې شپې ورځې پکې تيرې کړي  نودغه ټرينينګ هال د ټرينرانو له پاره دغه اسانتياوې هم لري .

داوه دټرينينګ هال دهغو کارونه لنډه پيژندنه،چې مونږ غواړو په راتلونکي کې ترې ګټه واخلو بيا هم له تاسو څخه مننه.

دنښـتر ویبلاګ یادښـــت :

نښترویبلاګ دنړۍ اوګران افغانستان خوپه ځانګړې توګه دلویې پکتیاله ورځنیوحالاتودرانه لوستونکي خبروي.

دنښتروېبلاګ اداره خپلواکه اوله هیڅچاسره تړاو نه لري نښتر دناخوالو په وړاندې دهر قلموال مثبتې او ثمر راوړونکې لیکنې په ورینه ټنده خپروي.

نښتر دلویې پکتیاله هسکو غرونواو عظمت سره په تړاو،  دلویې پکتیاپه بیا رغونه او فضلت خوښیږي خوله بده مرغه دبیارغونې متزلزل او څپڅپانده بهیر دنښتر اداره خورا زیاته  خوابده کړې ده.

موږ دپکتیا پریس کلب له مسؤلینو او ورسره په تړاو کې ټولوزلمو اوکلتوري کړیوڅخه جدي غوښتنه کوو،څودلویې پکتیاچارواکي، دبیا رغونې په تېره بیادمچلغوداوبوبرېښنابندژرترژره جوړولوته نه یوازې تشویق، بلکې اړ باسي تر څو لویه پکتیا اوستاسو ټرینینګ هال دډیزلي برېښنا په ځای وړیا او صفا برېښنا ولري.

دلویې پکتیا دلا ښکلا او بریا په هیله

ستاسو پردېس

بسمل