د زاخیلوال دبانکي حسابونو له رسوایي څخه مخکېbenawa afghanistan

دلیکوال هویت پټ ساتل شوی دی
دا صرف د ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو خبره نده بلکې دا د جاپان د بلاعوضو مرستو (۲۷ ‍) میلیونو ډالرو موضوع ده چې د زاخیلوال او غضنفر نفت ګازشرکت تر منځه لادرکه ده. احساس د مسولیت کوم زه د زاخیلوال صیب او دهغه د فاسدې رهبري سره کومه شخصي دښمني او تربګیني نلرم څه چې اوس لیکم زړه مې درد کوي د زړه له  درده یې لیکم ولې داسی وشي اخېر....؟
کله چې د طلوع تلویزیون نه د زاخیلوال صیب  بانکي حسابونه خپاره شول  نو په نوموړي حساب کی ۲۰۰ زره ډالر هم د غضنفر بانک له لوري د جناب زاخیلوال بانکي حساب ته لیژل شوي و. د میاشتې او ورځې دقیقه نېټه مې د تلویزیون په مخ صحیح نه شوه کړای اما کال یی ۲۰۱۰ ولو . نو دغې خپرونې یو څه په فکر کې کړم لکه دغه معامله چې زما له مخې تېره شوې وي نو سمد دلاسه مې هغه کوم اسناد چې زما سره  د زاخیلوال او د هغه د رهبري   د غیر قانوني کړنو موجود ول ټول د مخې واړول او دا فکر مې کاو چې زاخیلوال د غضنفر بانک او یا هم غضنفر ګروپ سره کوم کارو باري لین وډین لري حتماْ د کاسې لاندې نیم کاسه شته نو سند مې هم پیدا کړو او زاخیلوال صیب او غضنفرکاروبارې لین وډین مې هم را په زړه شو . دا چې زاخیلوال صیب او د هغه مطبوعاتي مسولین ولې تر ننه پورې نشي کولای دغو ادعاو ته مثبت ځواب ووایي دا یو بل بحث دی څوک یې ملاتړ کوي نه غواړم چی پدې باره کې وغږېږم ځکه ټولو ته دا واقعیتونه د لمرد سترګې په شان روښان دي.ځینې کړۍ په زاخیلوال صیب باندې دغه ادعاوې چې د تصویري . صوتي او انترنیتي رسنینو خپرې شوې ناسمې او غیر مستندې بولي او دې ته یې د پښتنو د شخصیتونو د وژنې رنګ ورکړی خو که په هر نوم یې نوموي او یا هر رنګ ورکوي واقعیت نه پټیږي .
اصله موضوع د زاخیلوال صیب او د غضنفر بانک د کاروباري اړیکو په اړه ده چې پدې اړه ما موده مخکې د بینوا د ویب پاڼې نه د (عمر زاخیلوال اود مالیې په وزارت کې غیر قانوني کړنې!!) ترسرلیک لاندې یوه لیکنه کړې وه چې دم ګړۍ د همدې ویبپاڼې(بینوا) د ارشیف په اتمه صفحه کې چی په ۱۸ د جوزا کال ۱۳۹۱کې خپره شوې وه اوس هم په پورتني ادرس کې پرته ده.
که څوک غواړی چی د نوموړې لیکنې په هکله ښه په تفصیل ځان خبر کړي او د حضرت عمر زاخیلوال او غضنفر بانک او د هغو ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو درک ځانته معلوم کړي چې له کومه درکه او څنګه دا پیسې د زاخیلوال حساب ته انتقال شوې دي نومهرباني دې وکړي د بینوا د ویب پاڼې دارشیف (اتمې) پاڼی ته دې مراجعه وکړي.
دا صرف د ۲۰۰ زرو امریکایي ډالرو خبره نده بلکې دا د جاپان د بلاعوضو مرستو (۲۷ ‍) میلیونو ډالروموضوع ده چې د زاخیلوال او غضنفر نفت ګازشرکت تر منځه لادرکه ده  
دا هم د زاخیلوال صیب اود غضنفر ، د مالیی د وزارت د اداري معین عبدالرزاق وحیدي او د منابع بشري د ریس موسی کاموي د روابطو او دغیرقانوني کړنو د بیلګې په ډول کره اسناد ....دا ګز او دا میدان ..

zakhialwali
zakhailwal

یاداشت :  زاخیلوال صیب او لودین صیب ولسي جرګی ته د فساد د تورنو د سپیناوي په موخه غوښتل شوي دي معلومه نده چې دا ورځ به کله راځي او د ولس نماینده ګان به د زاخیلوال صیب په هکله څنګه پرېکړه  کوي خو ګمان مې نشي ځکه چې د اختر د ورځو او د (پنج شنبو ،جمعو )د ورځو د رخصتي نه به جناب زاخیلوال صیب بیا ډیره ګټه اخیستې وي ډیر  وکیلان به یې کتلي راکتلي وي .

دا یو واقعیت دی پدې به سترګې نه پټوو اوله داسې شېبو نه بیا نو د ولس نماینده ګان ډېره ښه ګټه اخلي چېرته چې یې کړوسي هم بېکاره وي نو د مالیی په وزارت کې هغه هم په ګمرکاتو کې بدون ددې نه چې تحصیلي سویه یې وکتله شي او یا هم د نافذه قوانینو په رڼا کې مقرر شي  په فوق العاده ډول مقرریږي.

فکر نه کوم چې چېرته هم دوی د افغانستان نافذه قوانین د بل په لاس کی هم لیدلي وي لوستل او عملي کول یې ډېره لرې خبر ده او که له قانونه خبر هم وي پدې ډاډه دي چې دا شهر نا فرسان دی ځکه  دوی پخپله هم قاضیان دي ، هم قانون پوهان، هم څارنوالان، هم اصلاحات اداري او هم . . . که نه نو پورتني مکتوبونه دې له حقوقي او قانوني اړخه وڅېړي چې ټولو ته جوته شي ، کنه نو یو ځل دې له مخې ولولي یو د بیت المال پیسې دي او بل هم د یو تن د خدمت د تمدید موضوع ده .

دځنګل قانون نورڅنګه وي؟

لکۍ لري او که ښکرونه .. ددې مافیايي کړیو د نابودي په هیله .