پيژند پاڼې ( تذکرې ) د يوه هيواد د وګړو ملي هویت په ډاګه کوي ، او اخستل يي د يوه هيواد پر هر وګړي که هغه نارینه وي او که ښځينه داسي فرض دي لکه په هر مسلمان چې پنځه وخته لمونځ فرض دي .
له کلونو راهیسي زموږ په هیواد کې پيژند پانې د کاغذي پاڼې په شکل ویشل شوي او لا هم په ځينې ولایتونو کې د همدغه ډول تذکرو د ویشل لړۍ دوام لري .
خو تر ټول مهمه دا ده چې دغه تذکرې دې په برښنايي تذکرو بدلي شي ، ولسمشر محمد اشرف غني چې کله واک ته ورسیده د خپلو ولسونو سره يي يوژمنه هم دا کړي وه چې د کاغذي پاڼو څخه به تذکرې په الکترونیکي يا برښنايي پيژند پاڼو بدلوي .
خو چې کله يي په دي برخه کې اقدام وکړ ، نو په الکترونیکي تذکرو کې د ځينو مسایلو په اړه چې هغه افغانیت او اسلامیت دي يو څه کشمکشونه او ناندرۍ راولاړي شوي ، د دي لپاره چې دغه کشمکشونه هيواد يو بحراني حالت ته یونسي نو هغه مهال ولسمشر محمد اشرغني امر وکړ چې دغه چاره دي د څه مودي لپاره وځنډول شي .
که څه هم د هيواد د وګړو غوڅ اکثریت په دغه کاره يو څه خوابدي شول ، چې کواګي ولي دغه پروسه وځندول شوه ، خو ولسمشر نه غوښتل چې د افغانستان د يوه جزی تعداد خلکو د رضایت د نه موجودیت په اساس دغه لړۍ پیل کړي .
خو اوس چې کله د څو تنود رضایت پرته چې هغه هم زما په اند د پردیو په لمسون د دغې پروسي څخه مخالفت کوي ، نور ټول ولس پري راضي شوي چې په الکترونیکي تذکرو کې دي افغانیت او اسلامیت ولیکل شي نو ښاغلي غني هم د يو څه ځنډ وروسته دغه لړۍ پیل کړه ، او په پیل کې يي خپله او د هغه میرمن رولا غني ځانته الکترونیکي تذکرې جوړي کړي او وروسته د کابینې يو شمیر غړو ، د ولسي جرګي او مشرانو جرګي رییسانو او ګڼو نورو په خپل وار سره الکترونیکي تذکرې واخستي او دغه لړۍ رسمآ له ارګ څخه پیل شوه ، چې د معلوماتو له مخې به وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي.
تاسو ته به بهتره معلومه وي چې الکترونیکي تذکرې يا برښنايي پيژند پاڼې خورا ډيري ګټي لري ، چې زه غواړم ځينې ګټي يي د بیلګې په توګه له تاسو سره په دې مقاله کې شریکي کړم .

د الکترونیکي يا برښنايي تذکرو يا پيژند پاڼو ګټي

۱ : د الکترونیکي يا برښنايي تذکرو د ويش سره به د هيواد په امنيت کې د پام وړ ښه والي راشي، هغه ځکه اوس ترهګر له کاغذي تذکرو ګټه پورته کوي، چې جوړول يې ډېر اسانه دي او بيا پرې هر ډول ناوړه کړنه پورته کوي، نو د الکترونيکي تذکرو سره به د ترهګرۍ په مخنيوي کې خورا د پام وړ پرمختګ وشي.

۲ : د افغانستان د قومونو نفوس به په کې په سم ډول معلوم شي. هغه چې اوس مهال په سم توګه نه دي څرګند.

۳ : دا چې اوس مهال په کاغدي تذکرو کې معلومات نه کيږي او ځينو خلکو دوه دوه او درې درې کاغذي تذکرې هم اخيستي دي، چې دا يو غېر قانوني کار دى، نو د الکترونيکي تذکرو سره به له يوې خوا د ډېرو تذکرو مخه ونيول شي، نو له بلې خوا به د جعلي تذکرو مخه هم ونيول شي.

۴ : يو شمېر پاکستانيان او ايرانيان په افغان پېژندپاڼو اروپايي هېوادونو ته ځي او هلته د پناه غوښتنه کوي، بيا چې دوى هلته هر ډول ناروا کارونه کوي، نوم پرې د افغانستان او افغانانو بدنامېږي، نو د دې سره به د دې کار مخنيوى هم وشي.

۵ : بله دا چې د معلوماتو په لړ کې به هم ډېر پرمختګ وشي او هر ډول معلومات به دقيق موجود وي

۶ : بله دا چې په اقتصادي توګه هم موږ ته ډېره ګټه رسولاى شي

۷ : د ټاکنو پروسه د دې تذکرو سره اسانه او شفافه کیدلاي شي ، ځکه د الکترونيکې تذکرو په شتون سره بیا هيڅوک نه شي کولاي چې په ټولټاکنو کې درغلي وکړي

نورې ډېرې ګټې هم لري چې په يوه مقاله کې يي راخستل ناممکنه دي .

نو د دومره سترو ګټو سره سره بیا هم ولي د ګوتو په شمیر یو شمیر خلک مخالفت کوي علت يي څه دي ؟

هر څه لکه لمر داسي روښانه دي ، جاسوسان ، خاينان ، فساديان ، او د بیلابیلو غیري قانوني کړنو ترسره کوونکي ویره لري چې په دغه تذکرو سره به يي له يوې خوا د غیر قانوني کړنو مخه ونیول شي او له بله پلوه به د دوي د هغه عایداتو مخه ونیول شي کوم چې دوي يي په بیلابیلو غیري قانوني لارو لاسته راوړي .

ښه خبره دا ده چې په دي کار سره د دغه خلکو نفوس هم معلومیږي او دا څرګندیږي چې د دوي شمیر څومره دي .

خو په هر حال په غوڅ اکثریت سره افغان ولسونه د دغه تذکرو د ویش د لړۍ له امله ډير خوښ دي ، او په دي برخه کې لکه د تېر په څير چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کړنو اواقداماتو يي ملاتړ کړي بیا يي هم ملاتړ دي او له ولسمشر غني څخه يي غوښتنه دا ده چې نور دي په هيڅ صورت په دي برخه کې د خودغرضه خلکو بې ځايه چغو او سورو ته ارزښت نه ورکوي او دغه پروسه دي نه ځنډوي او د چټکتیا لپاره دي خپلو مامورینو ته سپارښتنه وکړي ، ترڅو ټول افغان وګړي څومره چې ژر کیدلاي شي د دغه تذکرو څخه برخمن شي .
په اخر کې دومره وايم چې د يوه افغان په صفت ډیر خوښ يم او د ولسمشر محمد اشرف غني له کړنو خوښ او راضي يم او په ټولو چارو کې ورته د لوی څښتن تعالئ (ج) څخه د بریالیتوب غوښتوونکي يم .
د يوه آباد او پرمختللي افغانستان په هیله
لیکوال : احمد (( سیال ))