ناسمې اخیستنې،ذهني جوړونې او فکري لویدنې

 ش،حصین

 دویمه برخه

همغسې چې دهند د نیمې وچې داستعمار خلاف غورځنګ، تاریخي د ویاړ وړاو ددغې نیمې وچې تر ټولو ستر تاریخي بری د همدغه غورځنګ ډیره ستره ویاړنه ده او دهند تاریخ د استعمار ضد جګړو د اتلانو په نوم روښانه دی، دغه شان د انګلیسي استعمار پرخلاف زموږ دخلکو او اولسونو پاڅونونه زموږ د تاریخ سترې ویاړنې او اتلان ېې هم زموږ د تاریخ تل ځلیدونکي ستوري دي. څو ځانګړنوته باید ګوته ونیسو او هغه دادي چې:   

۱ – د انګلیسي استعمار خلاف د افغانانو پاڅونو نه په داسې تاریخي شرایطو کې راوغوړیدل چې زموږپه اولسي پرګنیزو خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو کې دپردو لاس نه و.                                  ۲ – د افغانانو پاڅونونه په شکل او مضمون کې ملي او د هیواد د ټولو اولسونو په ملي اراده ولاړوو.

۳- هغه مهال افغاني ټولنه له اخلاقي پلوه همغه درنه دخپلو درنو ملي اخلاقواو ګډ احساس درلودونکې ټولنه وه، لرې او نږدې پردو لاسونو زموږ د ټولنې شخصیت ته تاوان نشو رسولی.  

۴ – د وطنپالنې او آزادي روح زموږ د خلکو او اولسونو په وینه کې ځای درلود، زموږ خلکو او اولسونو ته وطن ناموس و، د ناموس ژباړه په نور ژبو ځکه نشي چې ناموس یوه کلمه نه بلکې یوټولنیز، اخلاقي شخصیت ښودونکی مفهوم و.      

۵- داستعمار خلاف پاڅونونو ته راوتي اولسونه د پیسو او مقاماتوغله نه وو،هغوی د خپل ملي هویت، خپلواکۍ، او تاریخي شخصیت پالونکي او سر ورکوونکي وو. هغوی نه پردو جوړ کړي ونه پردو رالیږلي و، هغوي چې د خلکو او اولسونو له منځه را پورته شوي واو خپل توان او تومنه ېې له خپلو خلکو اخیسته هیڅکله هم د هغو مردارو په لټه کې نشوی کیدای کوم چې ننني پکې ککړدي.

همدغو لنډو څرګندونو ته په کتنه ویلی شو چې پاڅونونه ېې عادلانه او اتلان ېې دویاړ وړ دي.  

انګلیسي استعمار زموږ پر هیواد مخامخ اوږده واکمني نه درلوده، د شاه شجاع او یعقوب خان د تش په نوم واکمنۍ ټول تاریخ چې په واقعیت کې د انګلیسانو مخامخ واکمني وه درې کلونو ته نه رسي. انګلیسانو په هند کې د خپلو ګټو لپاره څه عمراني کارونه درلودل خو افغانستان هغوی ته د هند د ساتنې لپاره یوه دفاعي سیمه وه،هغوی په افغانستان کې پانګونې نه درلودلې، اوږدې استثماري ګټې ېې نه وې ، د انګلیسانو له لوري دفرهنګي کولوشعار کټ مټ همدغه د امریکائیانو له لوري د دموکراسۍ، دبشر د حقوقواو نوروتیر ایستونکو شعارونو په شان و.دفرهنګي کولو انګلیسي سیاست د استعمار لاندې هیوادو د تحقیراو بې ارزښته کولو لپاره و. په افغانستان کې د انګلیسانو په لنډه مخامخ واکمنۍ کې آن د یوې دولتي یا آزادې خپرونې څرک نشته ، داستعمار او د استعمار د ګوډاګیانو د ناولو کړنو تاریخ زموږ د خلکو له مغزو نه دی وتی، که استعمار ښه نیت درلودلی نو د شاه امان الله او دافغان ځوانانو پر خلاف به ېې د حبیب الله کلکاني په شان غله او د حضرتانو په شان اسلام پلورونکي او ډیرګوډ ملا ته ورته کسان نه را پاڅول. د شاه امان الله په نږدې لس کلنه دوره کې هغه هم په هغه مهال چې دآسیا په لویه وچه کې ډیرو لویو هیوادو د ګوتو په شمیر خپرونې درلودلې، نږدې دیرس اخباري او مجله يي خپرونې را منځته  شوې، پوهنې چټکه وده او پراختیا وکړه، د ښځو ډیرې آزادیګانې رامنځ ته شوي او د ښځو ډیراوچت ټولنیز خوځښت په لاره ولوید، استعما ر که رښتیا د سیاسي او مدني آزادیو غوښتونکي وای نو ولې ېې د اماني خوځښت پر خلاف هغه وکړل چې خپل ټول تاریخ ېې ولاړه. 

انګلیسي استعمار همدغه شان په هند کې هم د خپلو ګټو له پولو څخه د هند د اولسونو په ګټه یو ګام هم نه دی ورتیر شوی،په هند کې د استعمار په څه دپاسه ۱۷۰کلونو په واکمنۍ کې د آزادو رسنیوخو یا څه څرک نشته او یا هم که چا ېې جرئت کړی نوچلوونکي ېې جیل خانو ته تللې او د خپرونو پرستوني ېې برچې خښې کړې دي. د مهاتما ګاندي د څه ناڅه اته کاله نوبتي بند ډیر ستره ګناه هغه وه چې ده به په خپله ژبه او خپرون وخپل خلک را ویښول. نهرو او دهند نورآزادي غوښتونکې هم په ورته ګناوو اوږده کلونه د جیلخانو د دیوالو شاته پاتې شول

 هند ته نه دموکراسي انګلیس ورکړې او نه هم پرمختګ او اتومي کیدل.په دې کې شک نشته چې دهند خلکو به داستعمار له پوهې او تخنیک څخه ډیره ګټه اوچته کړې وي او ډیر څه به ېې زده کړي وي  خو دا د دې معنی نه لري چې دا څه استعمار له خپل ښه نیته ورکړي دي.هند ډیرشتمن طبیعت، پیاوړی بشري ځواک او لرغونۍ ډیر اوچت فرهنګي تاریخ لري، هند د سترو تاریخي تمدنونو ځانګو وه،هند په ریاضي، نجوم، طبابت او نورو علمي برخو کې ستر تاریخ درلود،هند که انګلیسي استعمار نه وای زبیښلی او تاریخې وده ېې په ملې اراده مخته تللې وای نن به د نړۍ تر ټولو ستر طاقت وای.        

د پاکستان وده او نظامي دموکراسي بې له شکه د هند په وړاندې د استعمار او نوي استعمار یوه ستره شر جوړوونکې لوبه ده. سیتو اوسنتو ته د پاکستان ور ګډول دهمدې لوبې یوه برخه وه. په پاکستان کې دهند او په راوروسته کې د افغانستان په وړاندې پانګونې دغه هیواد وخوځاوه. د پاکستان هوښیارو واکمنوله دغو پانګو څخه ډیره ګټه پورته کړه. د اتومې توان څښتن شول . خو هیره ېې نه کړو چې دغه ناروا سیاست په سیمه کې پاکستان له تاریخي پوښتنې سره هم مخ کړ. هغه پوښتنه داده چې پاکستان په دې لوبه کې خپله راتلونکې څنګه ویني.

تر کومه ځایه چې داستعمار او نوي استعمار دښه نیت خبره ده نوبنګله دیش یا پخوانی ختیځ پاکستان، سریلانکا، او آن نیپال او بهوتان خو هم تر استعماري واکمنۍ لاندې و،هغلته ولې څه دلید وړ پر مختګ، یوه روښانه دموکراسي اوتخنیکي د پام وړپرمختګ نه لیدل کیږي. لاتینه امریکا څه دپاسه دیرس کاله عمدتاً دامریکايي استعمار په منګولو کې وه، نن ولې دهغو حالت تر مرکزي افریقا هم زیات دردوونکی دی؟ څوک ویلی شي چې دچین پر مختګ چې نن له اقتصادي پلوه یوه نړیواله امپراطوري ده دکوم استعمار له برکته را مخته شوی دی. زموږ ستره ستونزه دا ده چې نه خپل تاریخ لولو نه دنورو،پوهه مو ټوله خبري او درسنیوپه تومنه ولاړه ده،له همدې رسنیو نه چې له غرضه ډکې خپرونې لري نا سمې اخیستنې تر لاسه کوو،په خپلو ذهني جوړونو ېې پړ سوو او له همدې لارې دردجنو فکري لویدنو ته ور غورځو.

د دویمې پوښتنې په وړاندې باید ووایم چې د هرې تاریخي پوښتنې سم ځواب باید دهمغې زمانې په حالاتو کې ولټول شي.دشوروي اتحاد یا دهغه وخت سوسیالیستې کمپ پر خلاف جګړه کورنی یاسیمه ییزرنګ نه بلکې نړیواله بڼه او مضمون لري. افغانستان دلودیځ په سیاست کې د وخت دشوروي دنفوذ سیمه وه. د لویدیځ په آند شوروي یا ددوی په تعبیر کمونیزم له همدې لارې ددوی په وینا تودو اوبوته ورتیریده. د سړې جګړې په پای ته رسیدو، د شوروي یا همغه نومول شوي کمونیزم دغه د نفوذ سیمه باید ځپل شوې وای. ددغې سیمې د ځپلو لپاره پلانونه له ډیرې اوږدې زمانې څخه په پام کې و.هم دمحمد ظاهرپه اوږده پادشاهۍ کې او هم دمحمد داودپه نومول شوي جمهوریت کې له شوروي اتحاد سره دافغانستان اړیکې ډیرې نږدې ، تودې ، دوستانه او مرسته کوونکې وې، د افغانستان په پرمختیايي پلانونو کې دټولې نړۍ مرسته په کل کې دشوروي اتحاد دمرستې نیمايي ته نه رسیده. پوځي تخنیک او زده کړې مو ټولې له همدې لوري وې، ملې کادرونه مو هم ډیر له همدې لوري روزل کیدل،داختر عبدالرحمن دا خبره چې «کابل باید وسوځي» د ټول لویدیځ خبره وه . ځکه کابل په شوروي مرستو او جوړونوښکلی او د سیالۍ کچې ته وراوچت شوی و. د کابل پرضد جګړه دشوروي پرضد جګړه وه،دغې جګړې ته دنوې پوهې،دموکراسۍ او تمدن پلویان په کار نه وو، د بنسټپالواسلام او اسلام پلورونکي دغې جګړې ته په کار و.لویدیځ په دې ښه پوهیده چې بنسټپالنه او دپرمختګ ضد ځواکونه دغې جګړې ته په لږ پانګه په ښه وسیله بدلیدی شي.         

سردارمحمد داؤد نه کمونیست واونه هم یوغیر ملي شخصیت،جګړه دهغه دواکمنۍ پرخلاف لویدیځ دپاکستان له لمنې را پیل کړه.ځکه لویدیځ غوښتل دهغه واکمني خپلو روزل شوو بنسټپالو ته ور ولیږدوي،له دې لارې افغانستان ړنګ او ځانته دشوروي ضد نوې اډې تر لاسه کړي.د۱۳۵۷ کال دثورپوځي قیام دلویدیځ دغه پلان له خنډ سره مخ کړ.له همدې کبله له دغه پاڅون نه را جوړه شوې واکمني له مخې کمونیستي او الحادې ونومول شوه او پاکستان ته دلویدیځ پانګې او پوځي او جاسوسي مشاورین په پراخه توګه را وخوځیدل.هم هغه دداودخان پرخلاف له افغانستان څخه تښتیدلي بنسټپال ېې تر پخوا ډیر ونازول او تنظیمونه ېې ورنه جوړ کړل. تنظیمونو ترډیره نه داسلام او وطن په خاطر بلکې د لویدیځ په خاطر دورکړل شوو ډالرو له مخې جګړه کوله.شوروي لښکرې د داود خان او دثور دپاڅون په لومړي پړاو کې نه وې ،خو تنظیمي جګړه چې د لویدیځ جوړه شوې جګړه وه په پراخه توګه په لاره لویدلې وه.شوروي پولوته خطر په رښتیاهم ډیر دنه منلو وړ نه و.په هرصورت پر افغانستان دشوروي لښکرو را پریوتل او دیوې لاسپوڅې واکمنۍ جوړول یوه تیروتنه ، یوه ناروا او یو تاریخي جنایت و. دغه کارهم لویدیځ ته سمه پلمه په لاس ورکړه او هم ېې زموږ اولسونه دخپل وطن د خپلواکۍ له پوښتنې سره مخ کړل.

دوطن لپاره جګړه دخلکوخبره وه.له دې خبرې سره داسلام له پاره جګړه هم دخلکوپه زړونو کې خوځیده. ځکه دا یو اسلامي هیواد واو پردو خپرونوداخبره پراخه کړې وه چې کمونیزم داسلام تر ټولو سخت دښمن دی. خلکو او اولسونو په همدې دوو واقعیتونودپاڅون حق درلود او جګړه هم تر کومه ځایه چې دخلکو او اولسونوپه هیلو پورې تړلې وه، یوه عادلانه جګړه وه.بنسټپالوپردو روزلواو پردو پړسولو تنظیمونو دخلکو او اولسونو له ملي او اسلامي ارادې څخه ګټه اوچته کړه. خو دچاپه ګټه؟ د دې پوښتنې ځواب له ویلو پرته روښانه دی.

په داسې یوه جګړه کې دجګړې دروا او ناروا پولې سختې سره کیوځي. دشوروي پوځي یرغل یو احمقانه ناروا تیری کوونکی اشغالي عمل و.ددغه عمل په وړاندې زموږ د خلکو پاڅون عادلانه وخو له پاڅون یا ملي سپیڅلې دینې ارادې څخه تنظیمونو دکفر په وړاندې دکفرپه ګټه عمل وکړ.له همدې کبله دجګړې دروا او ناروا پولې تتې شوې او اتلان ېې هم په همدې وریځو کې سره ورک شول.

تر کومه ځایه چې نه په عامو خلکو بلکې په تنظیمي لوړو تړلو کړیو پورې اړه لري دهغوی جګړه دنړۍ ددوه قطبي نظام په منځ کې دپانګوالې نړۍ په ګټه جګړه وه.اتلان ېې هم په دغه تړاو مخکې له دې چې زموږ دخلکو او تاریخ اتلان وي دلویدیځ دستراتیژیو مزدور اتلان دي.دهغو نوم ورکو په خلکو او اولسونو پورې تړلو اتلانوویاړنې بې له شکه ددرنښت وړ دی کوم چې دوطن او خپلې عقیدې له مخې ېې دشوروي اشغال په وړاندې ېې جګړه کړې اوسرونه ېې ورکړیدي. 

تنظیمي غلوهغه څه وکړل چې هم ېې دشوروي پوځي حضور ضد جګړې تاریخ ولاړه او هم ېې دوطن ټوله مادي او معنوي شتمني لوټ کړه او هغه اخلاقي فسادونه ېې عام کړل کوم چې لویدیځه ټولنه پرې ککړه ده.دغه لوټ،فساد او په عقیده اوایمان تجارت دتاریخ مخ داسې واړاوه چې دجګړو دعادلانه توب او ناعادلانه توب پوښتنه ېې سخته کړه.تنظیمي ډلې په پردو پانګوروزل شوې وې ، دوی دځان او ایمان پلورنه ښه تمرین کړې وه ،له همدې کبله دهرې وطن پلورنې ،اخلاقو او ایمان پلورنې له پاره چمتو او عادتي شوې وې او له همدې لارې ېې  په عمل کې وطن دډالرو په بدل کې خرڅ کړ.دغه کار هیڅ ډول حیثیت او اعتبار دوی ته پرې نه ښود. د جګړو ټول تاریخ ېې هم داسې تور شو چې په دغو وریځوکې دشوروي لښکرو پرخلاف زموږ دخلکو او اولسونو ویاړنې هم ورکې شوې.

یوځل دافغانستان په هوايي ځواکونو کې له یوه ډیر پوه شوروي جنرال سره مخ شوم،چا ورته ور وپیژندم چې دا ځوان (هغه وخت څه ځواني وه) شاعر او لیکوال دی. جنرال سمدلاسه یوه پوښتنه را نه وکړه.وېې ویل زموږ لښکرې په هر نیت چې را لیږل شوې وي ،دا وطن ورته پردی او ویره وونکی دی.داسې فکر وکړه چې یو پوځي قطار مو دیوه کلي له منځه تیریږي.ناڅاپه یوډز پرې کیږي،یو پوځي لګیږې ټپي یا وژل کیږي،نور پوځیان احساسات پسې اخلي په کلي ډزې پیل کوې ،دنورو مرګونو په څنګ کې دیوې مور په غیږ کې یو ماشوم لګیږي.مور ېې پړونی له ملا تاووي او خپل زوړ توپک را اخلي او جګړې ته راووځي او تر مرګه مقاومت کوي. اوس نو که ته همدغه څه په یوه داستان کې راولې ، ستا دداستان مرکزي څیره یا اتل به څوک وي؟ زموږ پوځي که دغه مور؟ ما ځواب ورکړ بې له شکه همدغه مور.هو زموږ ډیر پلرونه، ډیرې میندې ، ډیرې خویندې او ورونه دشوروي د لښکرو ضد جګړې اتلان دي . خو کاشکې تاریخ په بیا بیا نه وای تکرار شوي او زموږ خلکو خپلې اتلولي هغوی ته نه وای ورکړې کوم چې د دوی دویاړنو ښکاره دښمنان دي.

نور بیا