ګران ملګري استاد رفيع هميم ته!


نوراني غوندې څېره لرې استاده
زړه د مينې خزانه لرې استاده
لکه شمعه ځان دې نورو ته لوګی کړ
غرونه،غرونه حوصله لرې استاده
د هرچا په زړه دې ځان پورې تړلی
بېل کشش او جاذبه لرې استاده
رقيبان دې په تا هيڅ کولای نه شي
د يارانو قافله لرې استاده
د ژوندون په هر پړاو کې بريالی شې
دا دعا مې در سره لرې استاده
۱۳۹۱/۵/۲۰
د مبارکې روژې نولسمه پکتيا اتفاق مينه
 فريد احمد تسکين