د اعليحضرت امان الله خان اصلاحات او سقوط
عبدالباري جهاني
په افغانستان کی چی هر وخت د ترقۍ، تغییر او تنویر کلمات یادېږی نو داعلیحضرت امان الله خان نوم به سم ورسره ملگری وي. د افغانستان په تاریخ کی به هیڅ مشر په دغه اندازه له خپل اولس او د هغه له ترقۍ سره د هغه په اندازه ژوره، صمیمانه او صادقانه لېونۍ مینه نه وي ښودلې. د افغان اولس د نېکمرغه کولو، عصری کولو او پر مخ بېولو سره د امان الله خان مینه د یوه پاچا مینه نه، بلکه د یوه شاعر، هنرمند او نقاش مینه وه، چی زیاتره په احساس افاده کېدله. خو لکه څرنگه چی بیده اولسونه د خپلو هنرمندانو او شاعرانو د احساس په ژبه ډېر ناوخته پوهېږی، دغه راز د خپل دې وطن پالونکي پاچا په نېکو احساساتو او سپېڅلي مینی هم هغه وخت وپوهېدل او هغه وخت یې د ارمان او افسوس اوښکی پسی تویولې چی هغه د دوی او د خپل گران هیواد له تودې غېږی څخه، چی ده د جنون ترسرحده مینه ورسره درلوده، ډېر لیری تللی وو، او نور یې د بیرته را ستنېدلو امکان موجود نه و. هغه په ژوند د خپل اولس دپاره مړ سوی وو، او هغه ژبي چی د ده په یاد وگړېدلې، د ده د ارمانونو دښمنانو وار په وار غوڅي کړې.
اعلیحضرت امان الله خان، چی په نړۍ کی د وخت د تر ټولو ستر استعماری طاقت په مقابل کی د سر پورته کولو او د جنگ داعلانولو په افتخار خپل اولس په جوش او خروښ استقبال کړی او دغازي لقب یې ورکړی و، خپل هغه اولس صرف د ترقۍ، ازادۍ او پر مختگ سره د هغه د لېونۍ مینی په گناه د کافر او لاټي په نوم له ملکه وشاړه. خو د هغه پیل کړي اصلاحات ناکام نه، بلکه د ناپوهانو او داړه مارانو د اغتشاش له امله د لنډي مودې د پاره بند سول. او د دې اغتشاش سره گواکي د اماني نهضت کمبله ټوله سوه. خو افغان اولس د شلمی پېړۍ په وروستیو لسیزو کی د دوهم ځل داخلی جنگونو تر پیل کېدلو پوری ، د ترقۍ او پرمختگ پر لور ، کله بیده او کله ویښ گامونه پورته کړل.
افغانستان د برټانوي استعمار څخه د استقلال د گټلو په وخت کی داسی هیواد وو چی سړی یې د خپلو تقریبا ټولو گاونډیو هیوادونو څخه وروسته پاته بللای سی. سواد د نشت په اندازه وو، او خلکو به حتی خپل خصوصی او کورني لیکونه په مُلا لیکل او لوستل. او د ژوند د تقریبا ټولو معلوماتو او اطلاعاتو منبع یې ملایان او د جوماتونو انگړونه وه. راډیو وجود نه درلود او د یوه ښار څخه تر بل ښار پوری د سفر کولو دپاره کله شپې او کله هفتې په کار وې. مطبوعات د نشت په اندازه وه. د اعلیحضرت امان الله خان د پاچاهي په لومړیو شپو ورځو کي یوازي د امان افغان په نوم ورځپاڼه او په وروسته کي څو نوري محدودي دولتي او مستقلي ورځپاڼي خپریدلې. دا ورځپاڼي هم یوازي په پایتخت او لویو ښارونو کي، هغه هم یوازي محدودو باسوادو، خلکو لوستلې. خلکو، په عمومي صورت، د بازار په اوازو ګوزاره کوله او چی څه یی اوریدل هغه یی منل. اعلیحضرت امان الله خان حتی د اطلاعاتو وزارت نه درلود. ځکه ده فکر کاوه چی د ده نیت څرګند دی او د اصلاحاتو په هدف او ګټور توب یی ټول وګړي پوهیږي. خو خبره هغسي نه وه. د اصلاحاتو دښمنانو د هیواد خلکو ته د ده پیغام نه یوازي نه رساوه بلکه په غلط ډول یی ور رساوه. اعلیحضرت امان الله خان غوښتل چي د ۱۹۲۱، ۱۹۲۴ او ۱۹۲۸ کلونو د لویو جرګو غړي او وکیلان به د ده پیغامونه د خلکو تر غوږونو ورسوي خو هغوی زیاتره ده او د ده اصلاحاتو ته وفادار خلک نه وه او چی خپلو سیمو ته ستانه سول خلک یی د خپل پاچا پرضد وپارول. لیون پولادا ص ۱۵۵
اصلاحات
ډیر کسان فکر کوي چی د اعلیحضرت امان الله خان اصلاحات له وخت څخه مخکي وه، ځکه نو خلکو او محافظه کارو عناصر د هغوی په مقابل کی عکس العمل وښود او بالاخره د ده د پاچهی د سقوط سبب سول. په داسي حال کی چی، په لومړي سر کي، د هغه د ځینو اصلاحاتو ډیر تود هرکلی وسو او د ټولني د پرمختګ او عمومی همکاری د زیاتولو لپاره ډیره ګټور ثابت سول. د هغه د اصلاحاتو مخالفینو او هغو لیکوالانو او مورخینو چی د ده د مخالفو رژیمونو تر تاثیر لاندي یې لیکني وکړې، یوازي هغو اصلاحاتو ته ګوته ونیوله چی د افغانستان محافظه کارو عناصرو او د ټولني عنعنوي او بیسوادو خلکو ته نا بلده او د منلو وړ نه وه. د مرحوم میرغلام محمد غبار په شمول، هغو منورینو چي د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو له نهضت څخه یی باید په کلکه دفاع کړې وای هم د هغه او د هغه د اصلاحاتو په برخه کی یو ډول مبهم نظر ورکړ. ډیرو مورخینو او لیکوالانو د اصلاحاتو د ناکامی ډیر لوی علت د امان الله خان اشتباهات او ځینی تلواري او بې وخته حرکتونه بللي دي . په داسي حال کي چي د هغه ځینی ناکاره او نا اهله ملګري، ځیني نامرده انډیوالان او حتی ځیني خاین عالي رتبه حکومتي مقامات د اماني نهضت په سقوط کي د هغه تر اصلاحاتو لوی رول لري.
اعلیحضرت امان الله خان ځیني داسي اصلاحات اعلان کړل چي اصلاحي نهضت اصلا د هغوی د عملي کولو لپاره پیل سوی وو او که ده له ځان سره ښه او ریښتوني ملګري لرلای، ښې او پر وخت مشورې یی ورکړي وای او اصلاحات سم عملي سوي وای ښایی نهضت له سره ناکام سوی نه وای. په اجتماعي برخه کي د انسانانو خرڅول کیدل او رانیول منع اعلان سول او د ټولني، په تیره بیا هزاره ګانو، له خوا یی تود هرکلی وسو. بیګار یی منع کړ او یوازي د سړکونو جوړولو لپاره، چي د ټولني هر فرد ته یی ګټه رسیدله، بیګار او وړیا کار حتمي وبلل سو. د لومړي ځل لپاره یی د ټولني د هري برخي لپاره منظم قوانین وضع کړل. د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کی اکثر اقدامات یی هم ګټور وه او هم یی تقریبا د ټولو خلکو له خوا هرکلی وسو. د مالیاتو ټول سسټم یی له سره تنظیم کړ او حکم یی وکړ چی مالیات باید د جنس په توګه نه بلکه په نغدو پیسو واخیستل سي. اضافي مالیات یی، لکه د ملکې د سرغوړي، لغو او غیرقانوني اعلان کړل. د افغانستان لپاره لومړنی کلنۍ بودجه یی، چي تر دغه وخته پوري چا نه پیژندله، منظور کړه. د حکومتي باقیاتو سسټم یی، چی د یوه سړي او حتی د هغه د اولادونو ژوند یی تهدیداوه، له منځه یووړ. مرکزي او ولایتی شوراګاني یی، چی ځیني یې انتخابي او ځیني یې انتصابي وې، منځته راوړې. له خارجي هیوادونو سره یی ډیپلوماټیک اړیکي ټینګ کړل او افغانستان یی تقریبا په ټولي نړی وپیژاند. د قبایلی خانانو، درباریانو، او د شاهي کورنۍ د لیري خپلوانو او سردارانو خاص امتیازات او تنخواګاني یی لغو کړې. د مخابراتو او ارتباطاتو پراخي پروژې یې تر کار لاندي ونیولې. نوي سړکونه یی جوړ کړل، زاړه سړکونه یی ترتیم کړل، د ټلفون او ټلګراف خدمات یی پراخ کړل، د پوستې سسټم یی بهتر کړ او افغانستان د پوستې د بین المللی ټولني غړی سو، پلونه یی اباد کړل او د افغانستان د ملکي هواګرځني لومړنی پروګرام یی پیل کړ.
اعلیحضرت امان الله خان، له خپلي لومړۍ ځوانی څخه، په دې پوهیدی چی د ده د هیواد د وروسته پاته والي یو لوی علت بیسوادي او له نړۍ څخه بیخبري ده. کله چی قدرت ته ورسیدی، له هغي لومړۍ ورځي یې د ټولني د تعلیم او تربیې د سسټم بهتر کولو ته ملا وتړله او د خپلي پاچهی تر پایه پوري یی د اصلاحاتو تر بلي هري برخي دغي خواته زیاته توجه وکړه. لیون پولادا لیکي په دي کي هیڅ شک نسته چی د هغه په اجتماعي اصلاحاتو کي د تعلیم او تربیې په برخه کي اصلاحات تر ټولو مهم وه. نه یوازي د ده له خپله نظره بلکه د ټولني د راتلونکي لپاره هم. د ده له نظره د تعلیم او تربیې د اهمیت اټکل له دې څخه کیدلای سي چي د ده د پاچهی به وخت کي د تعلیم او تربیې مډال تر ټولو ملکي او پوځي مډالونو مهم وو. د اوسني افغانستان د مشرانو ټول نسل په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امان الله خان د تعلیم او تربیې د سسټم محصول دی. که امان الله خان د تعلیم او تربیې په برخه کی ابتکارونو ته توجه نه وای کړې او د ښووني او روزني د ودي او انکشاف جرأت یی نه وکړی نننی افغانستان به د عصري کیدلو په لاره کي تر نن ورځي ډیر کلونه شاته پاته وای. یوشی چي نه په ډیرو پیسو تر لاسه کیدلای او نه په زور د چا لاسته ورځي هغه تعلیم یافته او روزل سوې بشري قوه ده. پولادا ص ۸۹
د افغانستان په تاریخ کي هیڅ پاچا او مشر د هیواد له ښووني او روزني سره، نه له ده نه مخکي او نه له ده څخه وروسته، دومره لیونۍ او ریښتونې مینه ښودلې ده.هغه په کال ۱۹۲۵ کي کندهار ته د خپل پنځه دیرش ورځني سفر په ترځ کي پخپله ښونځیو ته ولاړ، د ښوونکو تعلیمي سویه یې وکتله، له شاګردانو څخه یې پوښتني وکړې، د حاضرۍ کتابونه یې وکتل د دایمي غیر حاضرانو په باره کی یې ، چي شمیر یې ۱۸۹ تنو ته رسیدی، له حکومتي مامورینو څخه تحقیقات وکړل. شاګردان او د هغوی مشران یې ور وغوښتل او د شاګردانو مشران یې پنځه پنځه روپۍ جریمه کړل. هغوی ته یې د ښونځیو د تاسسیولو او عصري تعلیم او تربیې د هدفونو او ګټو په باره کي مفصله وینا وکړه او دا یې هم ورته وویل چي که په راتلونکي کي د هغوی اولادونه ښونځیو ته حاضر نه سي نو دوی ته به سختی سزاوي ورکړي. حاکمیت قانون ص ۴۴
اعلیحضرت د مذهبي او ژبني تبعیض د له منځه وړلو په منظور حکم وکړ چي پښتانه، فارسي ژبي او هندوان دي، چي تر دغه وخته یې په جلا جلا ښونځیو کي درس وایه، ټول په یوه ښونځي او ګډو ټولګیو کي سبق وایی. هغه دغه راز حکم وکړ چي لومړنۍ زده کړي د ټولو افغانانو لپاره حتمي او جبري دي. هغه کتاب ص ۴۵
اعلیحضرت امان الله خان کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي، تقریبا هره ورځ، له سل ګونو او حتی زرګونو خلکو سره ناستي درلودې. د جمعې د لمونځونو امامت یې پخپله کاوه او په ویناو کي یې د نورو ملی مسلو ترڅنګ، پرعصري ښووني او رزوني باندي، چي د هري ټولني د پرمختګ اساس دی، هر وخت ټینګار کاوه. هغه پخپله یوه وینا کي وویل چي ځیني ملایان او سپین ږیري، په پټو سترګو او پرته له دې چي زموږ د ښونځیو په پروګرام یې ځانونه خبر کړي وي، هغه چټي او بېځایه بولي. هغه پخپله وايي چي د جمعې په ورځ یې په خطبو او په ښار کي د ګرځیدلو په ترڅ کي له خلکو سره د ښونځیو د ګټو په باره کي خبري وکړې. هغو شاګردانو ته یې چي په ښونځي کي یې غیر حاضري نه کوله نغدي پیسې په انعام کي ورکړې. ۱۳۰ تنو شاګردانو ته یې چي تازه ښونځي ته شامل سوي او د ده له حضور څخه تیر سوي وه نغدي پیسې ورکړې او هغه شاګردان یې چي غیر حاضري یې کوله جریمه کړل. هغه کتاب ص ص ۵۰-۵۱
اعلیحضرت امان الله خان، د هیواد د سختو مالي ستونزو سره سره، د ښووني او روزني خواته ځکه ډیره زیاته توجه واړوله چي په دې پوهیدی چي د هغه د پراخو اصلاحاتو لپاره پوهو او تعلیم یافته کسانو ته ضرورت لري. هغه ښوونه او روزنه جبري کړه او په عامو ځایونو کی یی اعلانونه وکړل چي ټول خلک مجبور دي چي خپل ماشومان ښونځی ته واستوي او حکومتي مامورینو ته یی خبرداری ورکړ چی که خپل ماشومان په ښونځي کي داخل نه کړي نو ښایی جریمه سي او هم ښایی له وظیفې څخه برطرف کړل سي. هغه دغه راز د منځنیو او لوړو زده کړو د شاګردانو د تشویقولو په منظور هغوی ته په میاشت کي یوه لږه اندازه پیسې ورکولې او تر یوه حده یی د هغوی د جامو غم خوړ. ګریګوریان ص ص ۲۴۰-۲۴۱
اعلیحضرت امان الله خان، د ملایانو او حضرتانو د پروپاګنډونو او تبلیغاتو په خلاف، چي ویل یی امیر د هغوی ماشومان بهر ته لیږی او هغوی په بهرنیو هیوادونو کي کافران کوي، بهر ته د لیږل کیدونکو شاګردانو ټول کړه وړه تر سختي څارني لاندي نیول. کله چي به شاګردان بهر ته لیږل کیدل هغوی مجبور وه دا ژمنه وکړي چي روژه به نیسی، لمونځونه به کوي او د مسلمانانو په ټولو اخترونو او مقدسو مراسمو کي به برخه اخلي. کله چي عیسوي شاګردان کلیسا ته ځي او هلته د خپل انجیل په لوستلو لګیا سي نو افغاني شاګردان باید د خپلي عقیدې د غښتلي کولو لپاره قرآن شریف ولولي. شاګردانو ته ویل کیدل چي د خوراک او څښاک په وخت کي د قرآن شریف احکام په کلکه رعایت کړي. شاګردان د نڅا کولو، د غیر اخلاقي نمایشونو د ننداره کولو او له ښځو سره د اړیکو د ساتلو څخه منع وه. که هر شاګرد له دغو مقرراتو څخه سرغړونه کړې وای هغه بیرته هیواد ته را غوښتل کیدی. د شاګردانو د کړو وړو د څارلو لپاره، له هري وړې ډلګی سره یو تن لیږل کیدی او هغه به، وخت په وخت، مقاماتو ته خپل رپوټ ورکاوه. ګریګوریان ص ص ۲۴۲-
۲۴۳
اعلیحضرت امان الله خان په دې پوهیدی چي د امان افغان په نوم یوازینی جریده، چي د سراج الاخبار ځای یی نیولی وو، نه هر وخت د افغانستان ټولو ولایاتو ته لیږل کیدلای او نه د اطلاعاتو په ترلاسه کیدلو کي د خلکو تنده ماتولای سي. هغه د خپلي پاچهی په لومړیو شپو ورځو کي یوازي د آزادو مطبوعاتو تحریک پیل نه کړ بلکه یو مطبوعاتي انقلاب یی راووست. د مطبوعاتو په ساحه کي یی داسي اور ولګاوه او داسي رڼا یی خپره کړه چي تر نن ورځي پوري یې چا د بیرته خاموشولو توان نه دی پیدا کړی. د لومړي ځل لپاره، خلکو ته، د هیواد په تقریبا ټولو ولایاتو کي، پر خپل حکومت باندي د انتقاد کولو زمینه برابره سوه؛ خلکو ته د انتقاد کولو او نظر څرګندولو جرأت ورکړه سو او په انصاف سره ویلای سو چی که دغه منور پاچا نه وای ازاد مطبوعات به ، خدای خبر، چي کله او څرنګه پیل سوي وای. په کال ۱۹۲۰ کي په جلال اباد کي اتحادمشرقي په خپرونو پیل وکړ او په هماغه کال په هرات کي د اتفاق اسلام په نوم اخبار له چاپه راووت. د افغانستان په شمال کي د بیدار په نوم اخبار او په مزار شریف کي د اتحاد اسلام اخبار خپروني پیل کړې. په کال ۱۹۲۱ کي په بغلان کي اتحاد بغلان، په کال ۱۹۲۲ کي په قطغن کي اتحاد خان آباد، په کال ۱۹۲۱ کي په کندهار کي طلوع افغان، په کوهستان کي ستاره افغان په خپرونو پیل وکړ. په کال ۱۹۲۳ کي په کابل کي د حقیقت په نوم اخبار له چاپه راووت او په هماغه کال د انیس په نوم ورځپاڼي په پښتو ژبه خپروني پیل کړې. ګریګوریان ص ۲۴۵
اعلیحضرت امان الله خان ملي یووالي ته، چي د ترقی او سمسورتیا بنسټ دی، ډیر ښه متوجه وو او تل به یې په خپلو ویناو کي د ملي یووالي تبلیغ کاوه. د افغانستان په تاریخ کي ښایی ډیرو لږو پاچاهانو د ملي وحدت له تبلیغولو سر دومره څرګنده علاقه ښودلې وي. پاچا امان الله خان کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي د جمعې د ورځي په یوې خطبې کي وویل” هر څوک چي په افغانستان کي اوسیږي، له استثنی پرته، افغان بلل کیږی او د دې هیواد ټول اقوام مسلمانان دي. د هیچا لپاره دا وړ نه ده چي له اسلامیت او افغانیت څخه مخ واړوي او په خپل قوم ونازیږي. د خپل قوم ل امله ځان تر نورو ممتاز وبولي او که څوک قومیت تر اسلامیت لوړ بولي نو د هغه ایمان حتما کمزوری او عقیده یې سسته ده...”
له ښووني او روزني، اصلاحاتو، عدالت، ډیموکراسی او د ښځو له حقوقو سره د اعلیحضرت امان الله خان مینه د هغي وینا څخه ښکاري چي اروپایی هیوادونو ته د سفر د پیل په وخت کي یی په کندهار کی له خلکو سره د خدای په امانۍ کولو په ترڅ کي کړې ده. هغه وویل: لومړی خو زه د خدای تعالی او د هغه له پیغمبر څخه راضي او مشکور یم. بیا نو په داسي حال کي چي اوښکي مي په سترګو کي دي، غواړم تاسي ته ووایم ټولو هغو شیانو ته چي تاسي اشاره وکړه هغه خو لومړی خدای تعالي او دوهم تاسي پخپله کړي دي. زه د خدای تعالی شکر اداکوم او له تاسي څخه مننه کوم او له خدای تعالي او تاسي څخه د نوري مرستي غوښتنه کوم. بهر ته زما د سفر کولو هدف تاسي ته د ګټي رسول دي. زه غواړم داسي نوي شیان ستاسي لپاره انتخاب کړم چي موږ یی اوس نه لرو... ده خلکو ته وویل چي له هیواد سره مینه ولری، له خپلي خاوري څخه دفاع وکړی او دا په یاد ولری چی تاسي ټول یو ملت یاست. ده وویل پاچا د امر کولو حق نه لري. دا حق چا له منځه وړی دی؟ ما له منځه وړی دی. ځکه چی خدای تعالی وایی چي موږ باید له خلکو سره سلا مشوره وکړو. نو زما نصیحت ته غوږ ونیسی او هیڅ وخت د یوه دیکتاتور پاچا د لاندي ژوند مه کوی. خرافات پرستي مه کوی. د مثال په توګه ځینو بیخبرو ملایانو تاسي ته د مذهب ځنځیرونه اچولي دي. دوی تاسي ته د مذهب په باره کی غلط معلومات درکړي دي، او تاسي یی غولولي یاست. تاسي باید هغه څه ومنی چی خدای تعالی او د هغه پیغمبر امر درته کړی دی. تشي د ملا خبري مه منی.
زه دغه راز درته وایم چي تاسي باید د خلکو ترمنځ توپیر ونه کړی. تاسي ټول یو هیواد او د یوه بل وروڼه یاست. زه غواړم په دغه برخه کي ستاسي رایه واخلم. او ټولو خلکو سمدستي لاسونه پورته کړل. زه دغه راز درته وایم چی له خپلو میرمنو سره ښه سلوک وکړی. له هغوی سره بد مه کوی ځکه چی دوی هم خدای تعالی ته امید لري، بشر دی او حقوق لري. تر یوې ښځي زیاتي مه په نکاح کوی ځکه چي تاسي یی ساتلای نه سی. تاسي باید خپل ماشومان ښونځیو ته ولیږی. تاسي باید خپل ماشومان د زده کړو لپاره بهر ته ولیږی. خپله ټوله شته مني د خپلو ماشومانو په ښوونه او روزنه ولګوی. ما چي هر څه درته وویل هغه د خدای تعالی او د هغه د پیغمبر احکام دي. سټیوارټ ص ۳۲۰
کندهار ته د سفر په ترڅ کي د خلکو په منځ کي د هغه له یوې وینا څخه ښکاري چي حکومتي ادارې ټولي په فساد کي ډوبي دي. هغه ته اداري فساد له ډیرو پخوانیو وختونو څخه په میراث پاته سوی وو او د ده لپاره ګرانه وه چي په یوازي سره یې د دې مهلک اجتماعي دښمن ریښې ایستلي وای. هغه خلکو ته په وینا کي وویل چی ما د خپل مظلوم او نیستمن رعیت د سر او مال څخه د ظالمانو او تیري کونکو د لاس لنډولو لپاره نظامنامې جوړي کړې. خو څوک په هغه عمل نه کوي او یا سم نه دي ورباندي پوهیدلي. حاکم د خلکو هستي د ځان بولي او وایی چي خلک باید رشوتونه ورکړي او میلمستیاوي ورته وکړي. ملا وایی خلک باید هغه ته خیراتونه ورکړي او څوک یې باید له حلواخوریو څخه را ونه ګرځوي. کاتب وایی له خلکو څخه پیسې اخیستل د هغه حق دی. قاضي فتوا ورکوي چي د خلکو د دعوو د فیصله کولو په وخت کي چي له هغوی څخه هر څه وغواړم هغه ماته حلال دي. حاکمیت قانون ص ۸۴
اعلیحضرت امان الله خان له یوې خوا د هیواد د عصري کولو او پر مختګ لپاره په هره برخه کي ژور اصلاحات پیل کړل او له بلي خوا، په یوازي سر، د خپلو ټولو مخالفو ملایانو، روحانیونو، خانانو، فاسدو او رشوت خورو مامورینو او داړه مارانو او قاتلانو په غیږ ورغی. هغه فکر کاوه چي که یو زړه ور او وطن پالونکی مشر له جدیت څخه کار واخلي نو غلا، فساد او بې امنیتۍ ته خاتمه ورکولای سي. په داسي حال کي چي تر څو پوري د غلا او بې امنیتي علتونه له منځ ولاړ نه سي یوازي د داړه مارانو په نیولو او په سزا رسولو کار نه کیږي. اعلیحضرت امان الله خان د کندهار د سفر په خاطراتو کي لیکي چی د کندهار امنیت په دې اندازه خراب سوی وو چي که ما ګناه کارانو ته سزا ورکړې نه وای نو امنیت به نه وای راغلی. بالاخره مي د مفسدینو په سزا رسولو او وژلو بنا وکړه او څو ورځي مي د قصابانو په څیر قصابي وکړه. په زړه کي مي وویل چی زه کندهار ته د کار لپاره نه بلکه د قصابۍ لپاره راغلی یم. تر څو چي په څو ورځو کي مي کندهار له اشرارو څخه پاک کړ او ښار آرام سو او په ټول ښار کي نه لوی او نه کوچنی غل لیده کیدی. اعلیحضرت امان الله خان ټول هغه ظالم خانان، چي دی یحیی خان د مثال په توګه یادوي، په سزا ورسول او ځیني یې اعدام او قتل کړل چي د خپلو ځانونو د ساتلو او دښمنانو د ځپلو لپاره یی غله او داړه ماران ساتلي وه. حاکمیت قانون ص ۲۲۴
د افغانستان په تاریخ کي به هیڅ مشر د خپلو خلکو سره دومره له نیژدې نه وي کښینستلی او دومره د زړه له کومي مینه به یې نه وي ورسره کړې. اعلیحضرت امان الله خان خپل سلطنت د هیواد د اکثریت مظلومانو او غریبانو باله اود کندهار خلکو ته د خپلي هغي وینا په ترڅ کي چي د پچي په اساس یې د عسکري خدمت د ښیګڼو په باره کي ورته کوله وویل” ټول په دې پوه سی چي زما سلطنت د خان او ملا، ملک او مخورینو سلطنت نه دی. بلکه زما حکومت د عاجزانو، غریبانو، کروندګرو او کسب کارانو د ژوند د ښیګڼو دپاره دی. او په هره وسیله چي کیږي د افغانستان د عام ملت د سمسورتیا او خوښیو لپاره به خدمت کوي. څرګنده خبره ده چي کله ټول ملت آرام او خوشاله وي نو خانان او د نفوذ خاوندان به هم ورسره خوښ وي. نن غرمه که څه هم چي څوک به نه وي پوهیدلي چي ما ولي ډوډۍ ونه خوړه خو علت یې دا دی چي ما ولیدل چي تاسي ټول په چمن او د باغ پر سړکونو باندي د جرګې په انتظار ناست واست. او ستاسی خانانو او مشرانو د سلامخانې په برنډه کي ستاسي په مخ کي پر چوکیو او میزونو باندی ډودۍ خوړله. ما چي دا حال ولیدی نو په زړه کي مي وویل چي زما دي زهر سي! چي ستاسي په مخ کي ډوډۍ خورم” حاکمیت قانون ص ۹۳
اعلیحضرت امان الله خان په کندهار کي د خپلو ویناوو په ترڅ کي څو ځله د خرقې شریفي بست ته، چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله، اشاره وکړه او وې ویل چي د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت دپاره دی. هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دی، د پټیدلو ځای نه سي کیدلای. دغه راز یې په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پف را غورځوي، د خاینانو توپونه په چف بندوي او د ماشین ګنو ګولۍ په تف بندوي. ده وویل چی زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه تول کاینات پیدا سوي دي له دښمن سره د توري په زور جنګیدی او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو. نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ. دا خبري که څه هم چي د شریعت له مخي سمي وي خو په دې برخه کي د بیسوادو عوامو لپاره د ملا او پیر خبري، چي دوی له وړوکوالي عادت ورسره نیولی وو، ډیري مهمي او پرحق ښکاریدلې او د ده پر منطق یې غوږ نه سو نیولای. هغه کتاب ص ۸۹
ستونزي او عکس العمل
اعلیحضرت امان الله خان په داسي یوه وروسته پاته ټولنه کي اصلاحات پیل کړل چي په هره برخه کي یی کار ته ضرورت درلود. په افغانستان کي امیردوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، د امیرامان الله خان نیکه امیر عبدالرحمن خان او د ده پلار امیرحبیب الله خان هر یوه په خپلو وختونو کي پوځي، اداري، مالي، صنعتي او کلتوري اصلاحات راوستلي وه. نه یوازي د جدی عکس العمل سره مخامخ سوي نه وه بلکه لا یی هرکلی هم سوی وو. خو د امان الله خان اصلاحاتو له هغوی سره توپیر درلود. د هغه اصلاحاتو انقلابي بڼه درلوده او د ټولني هره برخه یی په نظرکي نیولې وه. د افغانستان په څير یوې وروسته پاته ټولنه کي دغه راز اصلاحاتو قوي مرکزي حکومت، غښتلي او وفادار پوځ، قوي مالي بنسټ او منابعو او د اصلاحاتو طرفدارو یوه یا څو ګوندونو، تبلیغاتي او تنظیمي قوت، ته ضرورت درلود. د اعلیحضرت امان الله خان سره په دې ټولو لازمو وسایلو کي تقریبا یوه هم نه وه. د ښووني او روزني په شمول، د هغه تقریبا ټول اصلاحات انقلابي وه. که یی د ځینو تود هرکلی وسو نو د ځینو سره یی له لومړۍ ورځي مخالفت څرګند سو. که امان الله خان خپله ټوله، او یا زیاتره، توجه د ښووني او روزني او مطبوعاتو خواته اړولې وای او د دې ترڅنګ یی، د هیواد د مالي امکاناتو سره سم، د صنعتي او تجارتي اصلاحاتو ته مخه اړولې وای نو ښایی هم یی د افغانستان د پر مخ بیولو ارمان پوره سوی او هم ښایی د چنداني لوی عکس العمل سره مخامخ سوی نه وای. د ده نیکه امیرعبدالرحمن خان هم په هیواد کی د پیرانو او ملایانو له مخالفتونو سره مخامخ سو. هغه هم د ملایانو او پیرانو امتیازات یا لږ کړل او یا یی له منځه یوړل. حتی د کندهار په خرقه شریفه کي یی د کندهار تر ټولو لوی دیني عالم، ملا عبدالرحیم، په خپل لاس وواژه مګر چا ځکه عکس العمل ښکاره نه کړ چی یو خو یی قوي مرکزي حکومت درلود او بل یی ملایانو ته داسي پلمه په لاس نه وه ورکړې چي هغوی په جوماتونو او کلیو کی د هغه پر ضد کار ورڅخه واخلي.
له اعلیحضرت امان الله خان سره، د خپل پلار او نیکه په څير، غښتلی مرکزي حکومت او پوځي قوت نه وو. هغه په دغه حال کي هم له ملایانو سره، چي هر ګړی یی له ټولو عامو او بې خبرو خلکو سره تماس درلود او ټولو یې هري خبري ته غوږ ایښود، او حضرتانو سره، چي په سل هاوو زره مریدان یی درلودل، مخامخ سو. که اعلیحضرت امان الله خان، چي په ټول هیواد کي یی د غازي په نوم شهرت او محبوبیت درلود، ملایانو ته په لوی لاس د خپل ځان پرضد د تبلیغ لپاره پلمې نه وای ورکړي ښایی دونه ژر یی د ده قدرت ته صدمه نه وای رسولې. خو هغه د خپل هیواد د دیني عالمانو او ملایانو د خپه کولو ترڅنګ، چي د هر ډول مترقي اصلاحاتو سره یې مخالفت ښودی، خپل پوځ، چي پلار او نیکه یې په ډیرو خواریو روزلی او تنظیم کړی وو، او ده هم د اصلاحاتو په عملي کیدلو کي، ډیر زیات ضرورت ورته درلود، په لوی لاس داسي کمزوری کړی وو، چي بالاخره یی د یوه عادي داړه مار سره د مقاومت کولو او پر شا تمبولو توان نه درلود.
د پوځي جبری خدمت موده یی له دوو کالو څخه دریو کالو ته اوږده کړه. زاړه پوځي قطعات یې، چي ښه روزنه او تجربه یې درلوده، رخصت کړل او ځای یي ځوانانو ته ورکړ. د زړو پوځي قطعاتو عسکرو په میاشت کي شل روپۍ تنخوا درلوده خو ځوانو قطعاتو ته یې په لومړي سر کي د میاشتي دوولس رپۍ وټاکلې او بالاخره یی هغه تنخوا هم په میاشت کي پنځو روپيو ته را کمه کړه. پولادا ص ۷۶ طبیعی خبره ده چي له عسکري خدمت سره د عسکرو او صاحب منصبانو علاقه کمه سوه او پوځ ورځ په ورځ کمزوری سو. میرغلام محمد غبار، چي په هغه وخت کي ځلمی وو او هر څه یې په سترګو لیدلي دي، هم د پوځ، په لوی لاس، کمزوره کیدلو ته اشاره کوي او وايي چي له پوځ څخه هغه تجربه کار او تکړه کسان چي د استقلال په جنګ کي یی توره کړې وه یا له کاره ګوښه سوه او یا حتی بندیان سول او پر ځای باندي یې نایب سالار محمود سامي او هغه ته ورته کسان وټاکل سول. غبار ص۸۱۱ حتی لودویک آدمک خو لا په دې عقیده دی چی امان الله خان د خارجي یرغل خطر نه احساساوه او فکر یې کاوه چي د داخلي مخالفتونو او احتمالي ښورښونود ځپلو لپاره وړې پوځي قوې ته، چي د هوایی قوې ملاتړ وسره وي، اړتیا لري. ځکه یې نو د الوتکو د اخیستلو په نامه د عسکرو څخه یوه میاشت تنخواوي وګرځولې او هغه تجربه کار صاحب منصبان یې چي لا هم په پوځ کی وه یو په یو له پوځه وایستل. آدمک ص ۸۶
سپه سالار محمد نادر خان د اعلیحضرت امان الله خان له دغو پوځي اصلاحاتو او له پوځ څخه د تجربه کارو صاحب منصبانو د ایستلو او ګوښه کیدلو له پروګرام سره ډیر سخت مخالفت وکړ. خو محمود طرزي، چي د ترکیې ډیر ټینګ طرفداروو او د هغه هیواد د ټولو پوځي اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، د اعلیحضرت امان الله خان د نویو پوځي اصلاحاتو ملاتړ وکړ. زاړه او تجربه کار صاحب منصبان د نادر خان په طرفداري ودریدل او ملکي مامورینو زیاتره د محمود طرزي ملاتړ وکړ. په دې توګه په کابینه کي لومړنی جدي درز را پیدا سو. پولادا ۱۱۶
د اعلیحضرت امان الله خان له پاچهی څخه ایله یو کال تیر سوی وو اعتمادالدوله سردار عبدالقدوس خان له کندهار څخه کابل ته د مجددی د کورنۍ دوو مشرانو شمس المشایخ فضل محمد مجددي او نورالمشایخ فضل عمر مجددي ته یو مفصل لیک واستاوه او په هغه کی یې د اعلیحضرت امان الله خان د چټکو اصلاحاتو، مشروطه شاهي نظام او خارجه وزیر محمود طرزي څخه ژوره کرکه څرګنده کړې او د کندهار له علماوو څخه یې غوښتي وه چي د مشروطه نظام د ردولو او د ټولو مشروطه غوښتونکو د ریښو ایستلو او د قتلولو فتوا تر لاسه کړې. د کندهار څلیرویشتو دیني عالمانو، اوو تنو قاضیانو او دریو سیدانو د سردار عبدالقدوس خان په غوښتنه یوه فتوا صادره کړه او په هغې کي یی مشروطه شاهي یو مردود نظام اعلان کړ خو د مشروطه غوښتونکو د قتلیدلو فتوا یې ورنه کړه. د کندهار عالمانو په هغه فتوا کي دغه راز ویلي وه چی قزلباش د قبلې خواته سجده کوي، د قرآن مجید تلاوت کوي او د شهادت کلمه وایی. ځکه نو هغوی ټول مسلمانان ګڼل کیږي، له هغوی سره نکاح روا ده او د سر او مال ساتنه یې باید وسي. حقیقت التورایخ ص ص ۳۸۷-۳۸۹
موږ ګورو چي ملایانو، روحانیونو او د زاړه فکر څښتنو عالي رتبه مامورینو د اعلیحضرت امان الله خان د قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه د هغه د نظام او اصلاحاتو د مفکورې سره مخالفت پیل کړی وو. اعلیحضرت امان الله خان د تبلیغاتو لپاره تقریبا هیڅ وسایل په لاس کي نه لرل خو مخالفینو یې هره ورځ، د جوماتونو د ملایانو، امامانو، شیخانو او مریدانو له لاري، خپل د مخالفت آواز تر خلکو پوري، چي تقریبا ټول بیسواده وه، رسولای سوای. د هیواد د عصري کولو په نیت اعلان کړو او روانو کړو اصلاحاتو سره یې وړو او لویو مخالفتونو کرار کرار زور واخیست او، د وطن او ترقۍ د دښمنانو په لمسون، بالاخره د خوست هغه وسله وال پاڅون پیل سو چي څه کم یو کال یې دوام وکړ. په زرګونو سرونه پکښی ورغړیدل، په زرګونو کورونه تباه سول، ښارونه او کلي لوټ سول او هغه په سل هاووزره روپۍ چی باید د اصلاحاتو د پروګرام په عملي کیدلو لګیدلي وای د خوست او شاوخوا سیمو د ښورښونو په کرارولو ولګیدلې.
په خوست کي د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په مشرۍ ښورښ پیل سو. منګلو او زازیو سمدستي د ښورښیانو ملاتړ پیل کړ. د ښورښ او ناکراریو لمن ډیر ژرتر لوګر او غزني پوري ورسیده. په لوګر کي د برکي برک، برک راجان، پل علم ښارونه او کلي چور سول. حکومتي خزانې او جبه خانې د یاغیانو لاسته ورغلې. ښورښ هغه وخت سیاسی رنګ واخیست چي د امیر محمد یعقوب خان زوی عبدالکریم له هند څخه په پټه ځان خوست ته ورساوه ، له ښورښیانو سره یو ځای سو او ځان یې پاچا اعلان کړ.اعلیحضرت امان الله خان له سپه سالار محمد نادرخان څخه وغوښتل چي د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي ل خپل نفوذ څخه کار واخلي. مګر څرنګه چي سپه سالار محمد نادرخان د جنوبي له خلکو سره ښه اړیکي درلودل او هغوی د استقلال په جنګ کي ښه همکاري ورسره کړې وه نو د جنوبي د ښورښ له ځپلو څخه یې معذرت وغوښت او اعلیحضرت امان الله خان هم هغه د دفاع له وزارت څخه برطرف او پاریس ته یې د سفیر په حیث ولیږی. حقیقت التواریخ ص ۳۹۹
د اعلیحضرت امان الله خان تقریبا ټولو لایقو جنرالانو او لویو افسرانو د دې ښورښ په ځپلو کي برخه واخیستله. د غزني په جبهه کي د دفاع د وزیر مرستیال جنرال عبدالعزیر خان، داخله وزیر غلام محمد خان او جنرال محمد عمر خان جنګیدل. د لوګر په جبهه کي شاه ولي خان او پخوانی صدارعظم څلوراتیا کلن سردار عبدالقدوس خان او سپه سالار غلام نبي خان چرخي جنګیدل. په ګردیز کي د جنګ وزیر محمد ولي خان قومانده ورکوله او محمد صدیق خان د علی خیلو پلټني اداره کولې. د کابل والي علی احمد خان په جلال اباد کي د خوګیاڼیو ملاتړ ترلاسه کاوه. آدمک ص ۸۸
د جنوبي د ښورښ په ځپلو کي د دونه لویو مقاماتو او جنرالانو د برخی اخیستلو څخه ښکاري چي د هغه لمن دونه پراخه سوې وه چي د اعلیحضرت امان الله خان سلطنت یې د نسکوریدلو له خطر سره مخامخ کړی وو. دې ښورښ څه باندي نهه میاشتي دوام وکړ. ایله د کال ۱۹۲۵ د جنوري په میاشت کي، په بشپړه توګه، وځپل سو. د دې ښورښ د ځپلو په وخت کي د اعلیحضرت امان الله خان د حکومت او پوځ کمزوري ځکه څرګنده سوه چي هغه د خپل منظم پوځي قوت په زور د یاغیانو سره د مقابلې توان نه درلود او د مهمندو، شینوارو، وزیرو، اپریدیو او هزاره قومي ملیشو څخه یې کارواخیست او د یاغیانو په مقابل کي یې جهاد اعلان کړ. په دې جنګ کي اولس او حکومت ته ډیر درانه ځاني او مالي تلفات ورسیدل. تقریبا ۳۵۰۰ کورونه بمباري او وسوځول سول. ۱۵۷۵ تنه یاغیان مړه او ټپیان سول او څلور سوه ښځي او ماشومان د یخنی او لوږي څخه مړه سول. داسي ښکاري چی د حکومتي قواوو تلفات به هم تر دې کم نه وه. د دې ښورښ په ځپلو پنځه میلیونه پونډه ، چي د حکومت دوه کلن عایدات وه، ولګیدل. امیر مجبور سو چي د هیواد د عصري کولو ځیني پروګرامونه پریږدي او د خلکو په نزد یې اعتبار ته هم ډیره صدمه ورسیدله. ګریګوریان ۲۵۵
د کال ۱۹۲۵ د جنوري پر دیرشمه ملا عبدالله، چي په حکومتي تبلیغاتو کي یې ګوډ ملا باله، او د هغه ملګری ملا عبدالرشید ونیول سول. عبدالکریم بیرته هند ته وتښتیدی. انګلیسی مقاماتو هغه برما ته تبعید کړ او لږ وخت وروسته یې په رنګون کي ځان وواژه. اعلیحضرت امان الله خان د ملا عبدالله او ملا عبدالرشید په شمول ۵۳ تنه یاغیان اعدام کړل. په سل هاوو نور نیول سوي کسان یې بندیان او تبعید کړل. په کابل کي د دې لوي بري په ویاړ څو ورځي خوښیو اړ جشنونو دوام درلود.اعلیحضرت امان الله خان ښایی دې خبري ته نه وي متوجه سوی چي ویني به وینو نه پریولل کیږي او قبایل ښایی خپل وژل سوي خپلوان تر ډیره وخته پوري له یاده ونه باسي او هر وخت د کسات اخیستلو فکر ورسره وي. بله خبره لا دا چي امان الله خان د خوست د ښورښ په ځپلو کي د جرمني او برټانیې له هوایی قواوو څخه کار واخیست. دې کار هم د هغه په مقابل کي د اولس کرکه زیاته کړه او هم یې د ملایانو دا خبره ریشتیا کوله چي امیر په زړه کي له کفارو سره جوړ دی او هغوی یې د ملاتړ لپاره جنګي الوتکي ورکړي دي. دا چي هغه د خپل داخلي ښورښ د ځبلو لپاره د خارجي الوتکو او پیلوټانو څخه کار واخیست او د ښورښیانو سره د مقابلې لپاره یی کافي منظمه قوه نه درلوده او د منګلو او زازیو سره د جګړې لپاره یې د مهمندو، اپریدیو او نورو قومونو د اولسي ملیشو څخه استفاده وکړه خلکو ته د هغه کمزوري څرګنده کړه او سړی ویلای سي چي مخالفین به یې د بل ځل لپاره نور هم زړه ورکړي وي.
د اعلیحضرت امان الله خان لپاره په کار وه چي د نیول سویو ښورښیانو د وژلو، تبعیدلو او بندي کولو پرځای، یا لږ ترلږه ترڅنګ، یې د زیانمن سوي اولس پر سر لاس ور تیر کړی او خلک یې خوشاله کړي وای. حتی زیانمن سویو خلکو ته یې رسیدلي تاوانونه جبران کړي وای. په خپلو هغو اصلاحاتو کي یې چي د ده په مقابل کي د خوست د ښورښ علت، یا لږ ترلږه پلمه، بلل کیدلای سوای ژور تغیرات او تعدیلات رواستلي وای. د خپلو پوځي قواوو کمزوری او بې نظمۍ ته باید متوجه سوی وای او د خوست د ښورښ څخه وروسته یې خپله ټوله توجه د پوځ تقویه کولو او عصري کولو ته اړلې وای. خو له بده مرغه چي یا یې ښه سلاکاران نه درلودل او یا ښایی خپلو مخالفینو او ښورښیانو ته دونه په غوسه وو چي له نرمۍ څخه یې کار اخیستلای نه سو.
اعلیحضرت امان الله خان، د دې پر ځای چي خپله توجه د پوځ تقویه کولو ته واړوي او هغه کسان ونازوي چي د ده د حکومت بنسټ او اساس ګڼل کیدلای سو ډیر مهم پوځي کسان یې، چي هم یې د خوست د ښورښ په ځپلو کي لیاقت ښودلی او هم یې د استقلال په جنګ کي کفایت ښودلی وو یا له مرکز او یا وظیفې څخه لیری کړل. د سپه سلار محمدنادرخان او سپه سلار غلام نبي خان چرخي په څیر جنرالان یې په خارج کي سفیران کړل او د سور جرنیل محمدعمرخان ناصري په څیر لایق جنرال یې په بندیخانه دننه کړ. طبیعي خبره ده چي پر قوم، وطن او تر قۍ مین امان الله خان به دا ټول کارونه، یا اشتباهات، د هغوغلطو مشاورینو په سلا کړي وي چي له غوړه مالۍ پرته به یې بل هیڅ کمال نه درلود او له هري سلا څخه به یې مطلب د خپلو شخصي ګټو ساتل وه. له بده مرغه چي د قدرت څښتنان او زمامداران معمولا تر ترخو حقایقو او واقعیتونو د خوږو خبرو له اوریدلو سره زیاته علاقه لري. د نړۍ په تاریخ کي د هغو مشرانو او حکمرانانو شمیر زرګونو ته رسیږي چي د حقایقو پر اوریدلو یې غوږونه کاڼه کړي او د نااهلو سلاکارانو د غلطو مشورو له لاسه د نیستۍ کندي ته لویدلي دي.
ژورنالیسټ او لیکوال محی الدین انیس، چي د هغه وخت ټولي پیښي یې د سر په سترګو له نیژدې لیدلي دي وايی چي هر کله به د یوې مهمي پیښي په باره کي خبر او رپوټ د دربار دیوالونو ته نیژدې سو نو پټ لاسونه به را وغځیول او غوږونه به یې پټ کړل. مثلا د مشرقي ښورښ چي زور واخیست ایله رسمي مقامات خبر سول. او چي کله د سقاو زوی د کابل دروازې ته را ورسیدی نو د هغه د حملې د مخنیوي لپاره ترتیبات ونیول سول. د دې بیخبریو تر ټولو لوی عامل د دربار په دننه کي ناست کسان وه. او د ښورښ د دوام او د سلطنت لپاره د معکوسي نتیجې ښندلو علت هم په دربار کي دننه دغه اشخاص وه، چي نه یې غوښتل پاچا، لکه څرنګه چی دی هغسي، په پيښو خبر سي. بحران ونجات ص ۲۳
اداري فساد
اداري فساد د ټولنو له تاریخ سره تړلی دی. هیڅ ټولنه په هیڅ وخت کي له فساده خلاصه نه وه. فساد اصلا یوه اجتماعي ناروغي ده چي علت یې د انسانانو طبیعي حرص او له قدرت سره مینه ده. د فساد ناروغي په ځینو ټولنو کی د نطفې په حال کي وي او وجود یې چنداني محسوس نه وي خو په ځینو ټولنو کي دونه پراخه سي چي په یوه اجتماعي ستونزه بدله سي او ټولنه د نارغی سرحد ته ورسوي. خو که چيري دا ناروغي دونه پراخه سي چي پولیس له غلو او داړه مارانو، مشران له پولیسو، وزیران له مشرانو او پاچا له وزیرانو سره ملګری سي نو په هغه صورت کي نظام د سقوط او ړنګیدلو سرحد ته رسیږي او کله کله خو بشپړي ټولني سقوط ورسره کوي. د بشر په تاریخ کي په سل ګونو امپراطورۍ او نظامونه د اداري فساد له لاسه کمزوري سوي او له منځه تللي دي. افغانستان هم یوه وروسته پاته ټولنه ده. ډیرو فاسدو حکومتونو یو په بل پسې سقوط پکښي کړی او ډیر ځله د فاسدو حکومتونو د سقوط په نتیجه کي داخلي جنګونه پکښي پیل سوي او د سل هاوو زرو بیګناه انسانانو ویني پکښی توی سوي دي.
اعلیحضرت امان الله خان د رشوت، غلا او خیانت سره سخته دښمني درلوده او رشوت خورو ته یې سختي سزاګاني ورکولې. خو له بده مرغه چي شاخوا یې داسي کسانو احاطه کړې وه چي د خپلو شخصي اغراضو په خاطر یې د هغه له پروګرامونو، قوانینو او فرمانونو سره بشپړ توافق ښودی. د هغه زړه یې په دغه توګه په لاس راوړی او د پاچهۍ په ټولو کلونو کي یې له خپلو خلکو څخه لیري ساتلی وو. د هغه بر شاوخوا باندي د دې غوړه مالو درباریانو شمیر ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدلو وو او په پای کي پاچا له خپلو ریښتونو او هوښیارو دوستانو او له خپلو خلکو څخه په بشپړه توګه ګوښه کړ. مورخین د هغه د حکومت د سقوط یو لوی علت د هغه غوړه مال درباریان او پراخ اداري فساد بولي. دلته به بده نه وي چي د مورخ پروفیسر محمد علي، چي هر څه یې د سر په سترګو لیدلي دي، د کتاب یوه برخه را نقل کړو” ... د دغو اصلاحاتو، چي د پردې یا حجاب لیری کیدل هم پکښی شامل وه، یوه مستقیمه نتجه دا سوه چی فساد او رشوت خوري ورسره زیات سول. د حکومت یو متوسط مامور، چي میاشتنی تنخوا یې ایله پنځوسو روپیو ته، چي تقریبا دیرش شیلینګه کیدل، رسیدله، مجبور وو چي خپل ځان، میرمني او اولادونو ته اروپایی جامې واخلي. څرنګه چي د حلالي تنخوا څخه یې دا شیان برابرولای نه سوای نو بیا مجبور وو چي هغه په ناروا وسایلو ترلاسه کړي. په حکومتي مامورینو کی رشوت، اختلاس او غلا عام سول او د دې نویو اصلاحاتو له طرح کیدلو سره د خلکو کړاو زیات سو. د دې نوي زمان او عصر د پیل کیدلو دپاره عجیب او غریب امرونه صادریدل. عادي کسبګر، نانوایان، اشپزان، سکاره والا، اوښ والا او خرکاران ټول مجبور وه چي اروپایی جامې واغوندي او چا چي سرغړونه کوله هغه ته سخته سزا ورکول کیدله. پولیسو ته امر سوی وو چي هغه کسان جریمه کړي چي اروپایی جامې یې نه وي اغوستي او له عمومي پارکونو او باغونو او ښار څخه یې پسي واخلي.
پولیسو به هر ځای ښځي او نارینه تعقیبول او جریمه کول به یې. یو ځل خو یوه سړي په یوه ورځ کي دیرش ځله جریمه ورکړې وه. ډیر خلک له دغه امله د کابل څخه ووتل او ځینو خو بیخی وطن پریښود. د دې نویو اصلاحاتو په نتیجه کي ناوړه اداره پیل سوه او هغه د ښورښ د پیل کیدلو علت سو. په ټولو ملکي او پوځي څانګو کي فساد روان سو. اکثر مامورین بې تجربې او بې صلاحیته وه او خپلي چوکۍ یې په واسطو، رشوتونو او خپلویو لاسته راوړي وې. د لوړو مقاماتو زړونه یې په پیسو او سوغاتونو ترلاسه کړي وه او هغوی د خلکو پر شکایتونو باندي غوږونه کاڼه اچول او د بیت المال د پیسو پر چوریدلو باندي یې سترګي پټولې. حکومتي چوکۍ په پیسو اخیستل کیدلې او، پرته له دې چي د چا لیاقت او اهلیت دي په نظر کي ونیول سي، هر چا به چي ډیري پیسې تحویل کړې هغه به ښه چوکۍ ترلاسه کوله. چا به چي پیسې تحویل کړې او چوکۍ به یې واخیستله هغه نو اختیار درلود چي په هر ډول یې زړه غواړي خپلي پیسې له خلکو څخه بیرته ترلاسه کړي. هر ډول چوکۍ خرڅېدلې او هیڅوک د رشوت او سوغاتونو په اخیستلونه شرمیدل او په دې کي د پاچا او حتی د ملکې تر ټولو عالي رتبه مامورین شامل وه. د دې ناوړه ادارې په نتیجه کي ټول خلک خپه سول او د حکومت په مقابل کي یې د ښورښ کولو په مساعد فرصت پسي کتل. د هغوی شکایتونو او عریضو ځکه نتیجه نه ورکوله چي ټولي لوړي چوکۍ هغو فاسدو او بې صلاحیتو مامورینو نیولي وې چي د پاچا پر شاوخوا را ګرځیدلي وه، یوازي غوړه مالي یې زده وه ، د پاچا زړه یې خوشاله ساتلی وو او د هغه د خیالي مفکورو ستایني یې کولې... هغه مامورین چي پاچا ته یې صادقانه او ریښتوني مشورې ورکو لې، سره له هغه چي د اوږده او شرافتمندانه خدمت سابقه به یې درلوده، استعفی کولو ته مجبور سول او په دې توګه د ناوړي ادارې لمن نوره هم پراخه سوه او میدان بې ارزښتو او حریصو درباریانو ته خالي سو او نور نو قدرت د هغوی په لاس کي وو” محمد علي ص ۱۰ـ۷
مورخین د اعلیحصرت امان الله خان یوه لویه اشتباه دا بولي چي د خپلي مور سرورسلطان پر خبرو او مشورو یې ډیر غوږ نیوی. په داسي حال کي چي هغه تقریبا بیسواده او ساده ښځه وه او د هیواد ل سیاست څخه بیخبره وه. د پاچا مور تر بل هر چا د خپلو نیژدې خپلوانو سر مینه درلوده او پاچا هم د هغې په سپارښتنه د حکومت ډیري لویی چوکۍ او د افغانستان ډیر حساس ځایونه خپلو بارګزیو ماما خیلو ته وسپارل. کابل د والي محمود یاور او شاغاسي علي احمد به لاس کي وو. کندهار د وزیر عبدالعزیز خان، محمد سرورخان نایب الحکومه او عبدالکریم نایب الحکومه او نیک محمد فرقه مشر په لاس کي وو، مزار شریف او هرات د محمد ابراهیم نایب الحکومه او عبدالرحمن فرقه مشر په لاس کي وو او دا ټول بارګزي او د پاچا د مور سراج الخواتین د کورنۍ غړي او خپلوان وه. جنبش مشروطیت ص ۱۶۳
عبدالرحمن لودین په کال ۱۳۰۴ هجري شمسي( ۱۹۲۵) کي د امان الله خان د حکومت پر فاسدو مامورینو باندي د انتقادونو له امله له سختو مخالفتونو سره مخامخ سو او په هغه کال یې مرحوم عبدالحي حبیبي ته ویلي وه چي د دولت دستګاه یو مردار ډنډ دی او هرڅوک چي ور داخل سي لړل کیږي. ځکه مي ځان د فساد له هغه میدان څخه را وایستی. جنبش مشروطیت ص ۱۳۴
اعلیحضرت امان الله خان د خپلي پاچهی په لومړیو کلونو کي د رشوت خوړلو او اداري فساد سره سخت مخالفت وښود او هرات او کندهار ته یې د خپلو سفرونو په ترڅ کي ځیني عالي رتبه مامورینو ته سزاوي ورکړې. خو اداري فساد په ټولنه کي ډیری ژوري ریښې ځغلولي وې او د یوه یا څو تنو په برطرفه کیدلو او په سزا رسیدلو یې چنداني چاره نه سوه کیدلای. هغه د هرات امنیه قوماندان د خیانت په جرم محاکمه کړ، په دوولس کاله بند یې محکوم کړ، د خلکو په مخ کي یې جامې ورڅخه وایستلې او تقریبا سل زره روپۍ یې جریمه کړ. دغه راز یې شاه غاسي محمد سرورخان، چي د اعلیحضرت د مور پلندر کیدی، بندي کړ. پولادا ص ۱۰۹
اعلیحضرت امان الله خان، کندهار ته د خپل پنځه دیرش ورځني سفر په ترڅ کي، د هغه ولایت ټول اداري کارونه پخپله تفتیش کړل. لایقو او صادقو مامورینو ته یې انعامونه ورکړل او رشوت خورو او نا اهلو مامورینو ته یې سزاوي ورکړې. د کندهار د مرافعې قاضي یې په کارونو کي د غفلت، خیانت او له غلو او مفسدینو سره د ملګرتوب په ګناه له قضا څخه موقوف کړ، هغه دولتي مځکه یې چي په غبن یې د ځان کړې وه ورڅخه واخیستله او له ځان سره یې کابل ته ورسره بوت. پخوانی قاضي ملا محمد عثمان خان یې به کارونو کي د غفلت له امله پنځه لس ورځي بندي کړ. د کدني قاضي یې له کاره برطرف کړ. حاکمیت قانون ص ۱۵۳ نور یې نو ځینو د ټیټو رتبو مامورینو ته له یوې هفتې څخه نیولې تر دریو میاشتو پوري د بند سزا وټاکله. هغه کتاب ص ۱۵۸
په دې حساب نو د پروفیسر محمد علي دا خبره ډیره بیځایه نه ده چي وایی د امان الله خان د پاچهی په ټوله دوره کي چا ونه لیدل چي یو د لوړي رتبې خاوند څوک دي په سزا رسیدلی وي. په داسي حال کي چي دا حقیقت هر چاته څرګند وو چي ډیرو عالي رتبه مامورینو په پټه د بدنامو غلو او داړه مارانو سره لاس درلود او له هغوی سره په ونډه شریک وه. محمد علي ص ۱۰
مورخ میرغلام محمد غبار، چي د پغمان په زر کسیزه لویه جرګه کي یې برخ