دروژې وروستۍ(دیرشـمه)تحـفه
تهیــــه کونـــکی : نثار احمـــد صمـــد
ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو دیرش برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد چی ۶۰ عنوانونه کېدل ، زما د ناچاپه اثر څخه ، چی ( اخلاقی کنایې ) نومیږی ، انتخاب سوي وو . دغه اثر ۴۴۴ دغسی آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر باید چاپ سی . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی « اخلاقی کنایې » د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولیً ( او لوستنه یې ضروري بولم ) . نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ( ن . صمد )
زړه او ژبه څومره مهم دي
حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه ، زړه او ژبه یې ورته راوړل .
څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولی ؟
لقمان ورته وویل چی صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وی نو په ټول بدن کی تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کی تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .
هو ، حدیث دی چی « څوک خپله ژبه وساتی نو له عذابه خلاصون مومی » . د پخواني چین پاچا داسی ویلی دي : « تر هغه مهاله چی خبره می نه وی کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چی زما تر خولې راووزی نو هغه می مالِکه ده . » حضرت عیسی (ع) داسی ویلی دي : « مؤمن لږ خبری او زیات عمل کوی ، خو منافق ډیری خبری او لږ عمل کوی » . رسول الله (ص) ابو هریرة (رض) ته داسی وفرمایل : « ..... خورا لږ خانده ، ځکه چی ډیره خندا زړه وژنی . » حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د هر چا زړه چی مړ سی ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی . » نبی کریم (ص) فرمایی چی « ښه خبره صدقه ده » . او رسول الله (ص) داسی فرمایی : « هر څوک چی پټه خوله وی نو خلاصون ( بری ) یې وګټیً » . څومره به ښه وی چی خپله ژبه د چټی بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغو او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والی څخه وساتو چی پایله یې بری او سرلوړی دی ، انشاالله .
د نیک عملو او بد عملو عذاب
ابواللیث (رح) فرمایی چی الله تعالی یوشع بن نون (ع) ته وفرمایل چی زه ستا د قوم څلویښت زره نیکان او اتیا زره بد کاران هلاک او تباه کوم . یوشع بن نون (ع) عرض وکړ چی د بدعملو کسانو سزا مناسبه ده خو نیک عمله انسانانو څه خطا او ګناه کړې ده ؟
الله تعالی ورته وفرمایل چی نیک عمله کسان بد عمله انسانان د بدیو څخه نه منع کوی ، دهغوی بد اعمال نه غندی بلکی د هغوی سره معاشرت او ملګرتیا کوی او خوراک او څښاک ورسره کوی . زما نافرماني په سترګو وینی لاکن بیا هم هیڅ اقدام نه کوی .
هو ، نن په رښتیا هم کټ مټ هماغه حالات بیا مسلط دي او عملأ ګورو چی هیڅ شی نه سمیږی او ښایی الله تعالی تش په نوم مسلمانانو ته نور عذابونه هم مقرر کړي وی . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « په هغه ذات می قسم چی زما ژوند یې په اختیار کی دی چی یا به خلک پر ښه کارونو امر کوﺉ او له بدو به یې راګرځوﺉ ، یا دا چی ژر به الله تعالی خپل عذاب درباندی نازل کړی . نو چی هر څونه دعاوی وکړﺉ الله به یې نه قبلوی » ( ترمذی ) .
خلیفه عمر بن عبدالعزیز (رح) داسی فرمایلی دي : « الهی عذاب د خواصو د بدعملیو او خرابکاریو څخه نه راځی ، بلکی که بد او ناوړه اعمال په خلکو کی عام سی او څوک هغوی منع نکړی نو عمومی عذاب راځی چی عوام او خواص په خپلو څپو کی ورسره اخلی . » ښه ، که موږ لیری او نږدې وګورو آیا نن باالکل همداسی نه ده ؟
نو که څوک په اخلاص او صداقت سره په خپل ژوندانه کی د کتابُ الله او سنتِ رسوال الله روح داخل نکړی ، هر څه به داسی وی لکه همدا نن چی دي .
ګرانو دوستانو ، خدای دی وکړی چی ما او تاسو دغه دیرش ورځنی ملګرتوب په حقیقت او صداقت سره کړی وی . ما دا خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت باله چی څه مو زده وی یا راټولولی یې سو ، باید سره شریک یې کړو او حتی الوسع عمل په وکړو . نو ځکه می دا هر څه ستاسو په خدمت کی تقدیم کړل . ما ته هره ورځ د ګرانو او متدینو دوستانو ایمیلونه راتلل او په دعاوو سره یې نازولی یم ، الله دی ټول مؤفق او فایق ولری . همدا راز « لر او بر » ، « نښتر » ، « بینوا » ، « دعوت » ، « صدای افغان » او « آزمون ملی » ته دې هم الله تعالی ستر اجر ورکړی چی دغه تحفې یې هره ورځ بېله ځنډه تاسو ته رسولې او په دې جاریه صدقه کی یې مخکښ رول ولوباوه . الله دی پر ټولو هغو لوستونکو باندی ورحمیږی چی دغه لړۍ یې په مینه او رغبت سره تعقیب کړې او د ژوند نصب العین یې ګرځولې وی . الله دې زموږ او ستاسی ټولی روژې ، تروایح ، دعاګانی ، لمونځونه ، عبادتونه ، تلاوتونه او ختمونه قبول او مقبول وګرځوی . مهربان خدای دی د ټولی نړۍ ، منجمله اسلامی نړۍ او افغانستان فعلی ناورین او مصیبتونه ختم ، دفع او رفع کړی او د همدغسی پاک آرمان په هیله د کوچني اختر مبارکي تقدیموم ! والسلام ؛ ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد (nsamad57@hotmail.com)
ګرانو مسلمانو خویندو اووروڼو!
دنښترویبلاګ اداره دکوچني اختر په ویاړدمحترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد دروژې مباره کې ټولې تحفې په یو ځایي ډول سره تاسو ته خپروي هیله ده په دقت سره یې یو ځل بیا ولولئ او ډاکتر صاحب ته بیا هم دعاوې وکړئ:
د روژې لـــــومـــــــــــړۍ تحفـــــــــــــــــــه
تهیه کونکی :ډاکتر نثار احمد صمد
عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .
څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا هم د لومړنۍ روژې لپاره لومړنۍ تحفه ؛ ( ن . صمد )
قرآن مو څنګه ساتی ؟
دا معلوم حقیقت دی چی د قرآن تلاوت ، په هغه پوهېدل او هغه عملی کول د اسلام اصلی هدف او د انسان لاینفک حق دی . قرآن حتی د مړینی څخه وروسته هم مؤمن ساتی . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : کله چی یو سړی مړ سی او خپلوان یې د هغه په ښخولو مصروف وی ، نو د ده سر ته یو ډیر تکړه او غښتلی سړی دریږی . دغه پیاوړی انسان د مړي د کفن او ځیګر تر منځ ځای نیسی . کله چی تر ښخولو وروسته خلک بیرته خپلو کورونو ته ولاړ سی ، نو د منکر او نکیر دوې ملایکی د ده قبر ته راسی او کوښښ کوی چی دغه پیاوړی سړی ایسته کړی تر څو هغوی د مړي څخه په خصوصی توګه د هغه د ایمان او عقیدې په هکله تحقیقات وکړی . خو دغه غښتلی سړی ورته وایی چی هغه زما ملګری دی ، هغه زما دوست دی . زه به هغه په هیڅ ډول هم یوازی پرې نه ږدم . که تاسو د پوښتنو لپاره مقرر سوي یاست نو خپل کار مو وکړﺉ ، خو زه دﺉ تر هغه مهاله نه پریږدم څو چی جنت ته می نه وی داخل کړﺉ .
وروسته خپل دغه مړه ملګري ته داسی وایی : زه قرآن یم چی تا به کله په لوړ ږغ او کله هم په کښته ږغ تلاوت کولم . مه وارخطا کیږه ، د منکر او نکیر تر ګرویږنو وروسته به ته غم ونلرې .
کله چی تحقیقات ختم سی نو دغه تکړه سړی به د الملع الاعلی ( چی د جنت ملایکی دي ) څخه وریښمینه بستره ورته تهیه کړی چی د مشکو بوی به یې ځی .
رسول الله (ص ) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به د الله په وړاندی هیڅ کوم شفاعت والا تر قرآن لوړ دریځ ونلری ، نه رسول او نه هم ملایکه .
هو ، د نن ورځی اکثریت مسلمانان خصوصأ افغانان اول خو قرآن نه تلاوت کوی ، که یې تلاوت کوی نو په معنی یې نه پوهیږی ، که یې په معنی پوه سی نو عمل نه په کوي . موږ قرآن ډیر نفس تنګه ساتلی دی او ساه یې ځکه بنده وی چی په اوو پوښونو کی مو پېچلی وی او هلته لوړ مو په دوړو کی ایښی وی . چندانی مو نه په کاریږی بلکی هغه مهال یې را اخلو چی مسافر له کوره وځي یا په واده کی د ناوي پر سر نیول کیږی ، او یا دا چی کله غم او مصیبت راباندی راسی نو مو په یاد سي او له دوړو یې پاک او په زاریو یې خدای ته شفیع کړو.... خورا ډیر یې ستایو خو نه یې خپلوو ، خورا ډیر قسمونه ورباندی اخلو خو سرچپه عمل په کوو ، خورا ډیر عزت یې کوو خو عملأ یې نه منو او خورا ډیر را نږدې دی خو نه یې وینو.... نو آیا په دغسی حالاتو کی هغه د یو عادی یا اضافی کتاب څخه علاوه بل اهمیت لرلای سی ؟ آیا هغه به مو د پورتني حدیث له مخی په قبر او آخرت کی شفاعت وکړي ؟ نو اوس لا هم ډیر ناوخته نه دی او راځی چی عملأ هغسی مسلمانان سو لکه په خوله چی وایو !
د مځکی دعوه
یوه ورځ دوه کسان چی د مځکی د مالکیت په سر یې دعوه لرله ، حضرت علی (رض) ته ورغلل او هیله یې ترې وکړه چی د هغوی تر منځ عدالت او قضاوت وکړی . حضرت علی (رض) چی کله د دواړو مدعیانو خبري او ادعاګانی واورېدې نو هغوی ته یې وویل چی راځی او هغه مځکه باید له نږدې وګورم .
علی (رض) او هغه دواړه مدعیان په ګډه هماغه مځکی ته ولاړل . هلته حضرت علی (رض) خپل سر کښته ځړولی او سترګی یې مځکی ته نیولي وې او کرار کرار ږغېدﺉ . مدعیان حیران وو چی علی (رض) څه کوی او څه وایی .
یو ګړی وروسته حضرت علی (رض) خپل سر راپورته کړ او هغوی دواړو ته یې داسی وویل :
دا مځکه خو بل څه وایی ! مدعیانو په تعجب او تردید سره وپوښتل چی څنګه ؟
علی (رض) ورته وویل چی مځکه وایی چی هغوی دواړه درواغ وایی ، ځکه زه د هغوی مالکیت نه یم بلکی هغوی پخپله زما مالکیت دی . دواړه زما له وجوده جوړ سوي او بیرته به همدا زما غیږ ته راځي !
د دې ترخه حقیقت په اورېدلو سره دواړه مدعیان هیښ او پښېمانه سول او ځای پر ځای یې توبه وکړه .
هو ، نن موږ عملأ وینو چی د بل حق خوړل ، غصبول او تلف کول یوه عادی خبره ګرځېدلې ده . ناحقه دعوې او قبضې په شدت سره جریان لری او زور د هغه چا سره دی چی زیات ثروت ، رفاقت ، قومیت او جهالت ولری . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .
دعزتمن ډاکترصاحب دې کورودان وي
دنښترویبلاګ اداره ټولو مسلمانوپه تېره بیا ګرانو هېوادوالوته دزړه له تله مباره کي وايي .
موږ الله پاک ته لاسونه لپه کوو، چې دهمدې مباره کې میاشتې له برکته زموږ په بېګناه ولس ورحمیږي او ژر ترژره تل پاتې سوله راستنه کړي.
همدا راز له قدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمد څخه نړۍ نړۍ مننه کوو، چې دپاک قران په هدایاتو موږ نازوي او موږ ته ورځنۍ تحفې رالیږي.
بسمل
عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .
څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا یې هم د دوهمی روژې تحفه ؛ ( ن . صمد )
چغلي ګر د باور وړ نه وی
حضرت حسن بصري (رح) وفرمایل : هر چا که د بل چابدي درته بیان کړه ، نو پوه سه چی ستا خبری هم حتمأ نورو ته کوی . ځکه نو پر ځان باید د بل چا د بد ویلو یا بد کولو یقین ونسی .
یو چا د عمر بن عبدالعزیز په حضور کی د بل چا غیبت کاوه ، خو عمر (رح) ورته وفرمایل چی که دا خبره درواغ وی نو دغه آیت مصداق پیدا کوی : « که کوم فاسق شخص یو خبر درته راوړ په هغه هکله تحقیق وکړه » ( الحُجرات : ۶ ) ؛
خو که هغه څه چی ته یې وایې رښتیا وی ، نو د دغه آیت مصداق دی : « ډیر عیب لټونکیً شخص چی تل چغلۍ کوی » ( القلم : ۱۱ ) . نو ستا دا خبری په هیڅ حالت کی هم د باور وړ نه دي .
په دې سره هغه سړی شرمنده او پټه خوله سو او بیا یې د داسی ناوړه کارونو څخه توبه وکړه .
هو ، نن موږ عملأ ګورو چی اکثریت مسلمانان په دغه مصیبت کی راګیر دي او د رحمان پر ځای شیطان خوشاله کوی .
نو الله تعالی دی ټولو مسلمانانو منجمله افغانانو ته ( چی غیبت او چغلۍ یې عادت غوندی سوی دی ) د دغسی ناولو اعمالو د ترک او خوشی کولو توفیق راکړی .
لس خلک ، مګر یو سوال
یوه ورځ لس کسان د حضرت علی (رض) حضور ته راغلل او ورته ویې ویل چی موږ لس کسان یو ، او صرف یوه پوښتنه درڅخه کوو ، مګر لس بېلا بیل ځوابونه غواړو . حضرت علی (رض) ورته وویل چی سوال مو ووایاست .
هغوی ورته وویل چی آیا علم بهتر دی که مال او دولت ( یعنی شتمني ) ؟
حضرت علی (رض) هم د دې پوښتنی لس مختلف ځوابونه داسی ورکړل :
۱ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال به ته پخپله ساتې ، لاکن علم تا ساتی ؛
۲ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د فرعون او هامان ترَه که وه ، خو علم د نبیانو میراث دی ؛
۳ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال او دولت په مصرفولو سره لږیږی ، خو علم په مصرفولو ډیریږی ؛
۴ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د ډیری مودې ساتلو له امله خرابیږی ، خو علم نور هم تازه کیږی ؛
۵ ـ علم ځکه بهتر دی چی په هغه سره زړه روښانه کیږی ، خو په مال سره هغه پیکه او تیاره کیږی ؛
۶ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرښت سره یې رسول الله (ص) حق ثابت کړ ، خو د مال په ډیرښت سره فرعون د خدایی دعوه وکړه ؛
۷ ـ علم ځکه بهتر دی چی د غلا څخه ژغورلی دی خو مال د غلا باالکل وړ دی ؛
۸ ـ علم ځکه بهتر دی چی لرونکی یې کریم او سخی بلل کېدای سی ، خو د مال لرونکی اکثرأ بخیل وی ؛
۹ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرولو یې دوستان ډیرېدای سی ، خو د مال په ډیرولو دښمنان ډیرېدای سی ؛
۱۰ ـ علم ځکه بهتر دی چی په قیامت یې لرونکی خورا لږ حساب کتاب ورکوی خو مال لرونکی یې خورا ډیر حساب کتاب ورکوی ؛
د دې یوې پوښتنی د دغو لس بېلابیلو ځوابونو په اورېدو سره نوموړي لس کسان ډیر خوشاله او رخصت سول .
هو ، لوی خدای دی ټول مسلمانان په هغسی عملی علم سره منور کړی لکه صحابهً کرام ، تابعین ، تبعه تابعین او نور نیکان او ولیان چی وو ، تر څو د جهالت غوړېدلې لمن ټوله او ختمه سی .
دنښترویبلاک اداره له ټولو درنو لوستونکو څخه هیله کوي، چې دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمدصمد لپاره دلازیات توفیق ،بري اوسلامتي دعاګانې وکړي ترڅو موږ اوتاسو ته هروخت له معنوي خزانو څخه نورهم څه را ووېشي .
بسمل
عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .
څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو .
نو دا هم د درېیمی روژې لپاره درېیمه تحفه ؛ ( ن . صمد )
درې ډوله کسان د عذاب وړ دي
حضرت رسول اکرم (ص) وفرمایل :
الله تعالی د قیامت په ورځ درو کسانو ته د رحمت په نظر نه ګوری او د هغوی سره خبری نه کوی بلکی په درد ناک او سخت عذاب یې مبتلا کوی چی هغوی دا دي :
لومړی ـ زانی شیخ [ یعنی هغه څوک چی په سپین ږیروالي کی زنا کوی ؛ د دې مطلب دا نه دی چی زنا په ځواني کی ګناه نه ده یا سزا نلری .
خو په پیرۍ کی ځکه د سخت عذاب وړ ده چی د سپین ږیري شهوانی قوت کمزوره سوی وی او هغه د حتمی مرګ په انتظار وی ] ؛
دوهم ـ درواغجن واکمن [ درواغ د هر چا لپاره ډیر بد کار دی او عذاب به ورکول کیږی ، خو د واکمن لپاره ځکه د سخت عذاب وړ دی چی د بل د بیری یا د لحاظ په خاطر درواغ نه وایی بلکی د خپل مقام له دریځه دا ګناه کوی ] ؛
درېیم ـ متکبر فقیر [ تکبر د هر چا لپاره ډیر بد عمل دی ، خو د فقیر لپاره ځکه د سخت عذاب وړ دی چی پر کولو یې هیڅ دلیل نلری خو بیا هم داسی ناوړه عمل کوی ] .
هو ، نن موږ ګورو چی هر ځای په رښتیا هم لږ یا ډیر دغه درې ډوله انسانان په دغسی ګناه او پستۍ مبتلا دي .
نو الله دې د هغوی او دغو ناروا اعمالو تر منځ تلپاته بیلتون راولی ؛ ککړو انسانانو ته دي الله نجات ورکړی تر څو نور انسانان یې له ظلم او شر څخه خلاصون ومومی . متباقی انسانان دی الله تعالی د دې مصیبتونو څخه وژغوری .
د شیطان مال التجاره
یو وخت حضرت عیسی (ع) ولیده چی شیطان پر څلورو خرو باندی دروند بار ایښی او روان دی . عیسی (ع) ورڅخه وپوښتل چی اې لعین او مردوده ! دا دې څه بار کړي دي ؟
شیطان داسی ځواب ورکړ : دا تجارتی مال دی یعنی پر یو خره می ظلم بار کړی دی ، پر بل می خیانت او غولول ، پر درېیم می مِکر او فریب او پر څلورم باندی می هم غرور بار کړی دی .
عیسی (ع) بیا ځنی وپوښتل چی : د دې مال رانیونکي څوک دي ؟
شیطان ورته وویل چی :
ظلم د بیرحمو واکمانو د خوښۍ وړ دی ، خیانت او خطا ایستل تجاران او دکانداران راڅخه رانیسی ، د مکر او فریب اخیستونکي ښځي دي او غرور هم پر عالمانو او پوهانو باندی خرڅوم چی هغوی یې ډیر شوقیان دي .
په دې سره عیسی (ع) حیران سو او « والله حول و لا قوته الی بلا العلیم العظیم » یې ووایه او ځنی ولاړ .
هو ، که نن موږ لیری او نږدې وګورو ، نو په رښتیا هم عادل واکمنان خورا لږ دي ، صادق کاروباريان خورا لږ دي ، له مکره پاکی ښځی لږ دي او باالاخره بې غروره پوهان هم لږ دي .
الله دی دا ټول اصلاح او متوجه کړی تر څو نور کسان یې له اذیته خلاصون ومومی او هم ډیر ناوخته نسی .
ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک ، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری .
په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي .
نفل د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه مراعات کړو .
او داهم د روژې څلورمه تحفه .
مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) .
د انسانیت تعریف
یو چا د احنف بن قیس (رح) څخه وپوښتل چی انسانیت یعنی څه ؟
داسی یې ورته وفرمایل :
۱ : تواضع کول ، سره له دې چی شتمني او ثروت ولری ؛
۲ ـ عفو کول ، سره له دې چی د بدل او انتقام قدرت ولری ؛
۳ ـ د خلکو سره دوستي او مرسته کول ، بېله کوم منت څخه ؛
۴ ـ د قهر او غوصې پر مهال د تلوار پر ځای د صبر او زغم څخه کار اخیستل .
البته په صبر کولو کی درې ګټی نغښتی دي :
لومړی ـ له امله یې خوښي او نیکمرغي منځته راځی ؛
دوهم ـ له امله یې ټول خلک ستاینه کوی ؛
درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو ښه اجر او ثواب ګټي .
خو په تلوار او عجله کی یې دغه زیانونه پیښیږی :
لومړی ـ له امله یې پښېمانه او سرځوړﺉ کیږی ؛
دوهم ـ له امله یې هر څوک ملامت او بد بولی ؛
درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو بده سزا ورکول کیږی ؛
الحِلمُ اوَله مُر مذاقته لکن آخِرهُ احلی مِن العسل « د صبر مزه لومړی ډیره ترخه وی لاکن په پای کی تر عسلو هم خوږه وی . »
هو ، انسان هم چی ناروغ سی د جوړتیا لپاره یې دوا ترخه وی ، په مشکل سره یې خوری او تندی یې تریو نیولی وی .
پوښتنه دا ده چی ولی دغسی کوی ؟
دا ځکه چی انجام او عاقبت یې مدنظر نیولی وی چی هغه روغتیا ، شفا او سلامتیا ده .
مؤقتأ پر ځان دغسی تکلیف او عذاب تیروی خو راتلونکې یې سمه او سالمه وی .
نو څومره به ښه وی چی موږ هر څوک دغسی عارضی او مؤقتی تکلیف پر ځانونو تیر کړو تر څو نهایی ثمره یې خوږه وی ، انشاالله .
د رسول الله (ص) موسکا
عایشه (رض) روایت کوی چی یو ماخستن رسول الله (ص) راته وفرمایل چی اې عایشې ! تر هغه وخته مه بیدیږه چی دغه څلور اعمال دی نه وی کړي :
لومړی ـ د قرآن شریف تر ختم کولو وروسته بیدیږه ؛
دوهم ـ ټول انبیأ علیهم السلام د ځان واسطه کړه ، بیا بیده سه ؛
درېیم ـ ټول مسلمانان له ځانه راضی کړه ، بیا بیده سه ؛
څلورم ـ یو حج او عمره وکړه ، بیا بیده سه ؛
وروسته رسول الله (ص) پر لمانځه ودرېدﺉ او زه په بستر کی پرېوتلم . کله چی نبی کریم (ص) د لمانځه څخه فارغ سو ، نو ما په تعجب سره پوښتنه ځنی وکړه چی یا رسول الله (ص) ! زما مور او پلار دی تر تا قربان سی ، په دونه لږ وخت کی دا څلور شیان څنګه امکان لری ؟
رسول الله (ص) د دې خبری په اورېدو سره موسکا وکړه او داسی یې وفرمایل : کله چی درې واره سورهً اخلاص [ یعنی قل هوالله احد ] ووایې ، نو لکه یو قرآن چی دې ختم کړ ؛ او کله چی پر ما او نبیانو باندی یو درود ووایې ، نو ټول انبیأ علیهم السلام به د قیامت په ورځ ستا سفارش کونکي او واسطه وی ؛ او کله چی د ټولو مؤمنانو لپاره استغفار وکړې ، نو ټول مسلمانان به درڅخه راضی سی ؛ او کله چی سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله و لله اکبر ووایې ، نو لکه یو حج او عمره چی وکړې .
هو ، که موږ او تاسو دغه وړیا ، آزموده او ثابته نسخه پر ځانونو تطبیق کړو نو په رښتیا به هم د نیکو ، متقی او محسنو انسانانو په ډله کی حساب سو چی هم به الله (ج) او هم به د هغه رسول (ص) خوښ او راضی وی او په عین حال کی به مو ټولنی او ماحول ته هم خیر رسولی وی .
نو راځیً چی له همدې ننه د وړیا جنت ګټلو لپاره همداسی اراده او فیصله وکړو .
معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټولی دروازې تړل کیږی خو د جنت ګرده دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې بدۍ نابود او ښېګڼې موجود کړی . دا یې هم پنځمه تحفه ؛ مأخذ : اخلاقی کنایې .
د ځواک انډول
مجاهد (رح) وایی چی رسول الله (ص) یو ځای ته تشریف وړی چی پر لارې یې څو کسان ولیدل چی د درنې ډبری په پورته کولو سره یې یو د بل طاقت او قدرت معلوم کاوه . رسول الله (ص) ورته وفرمایل : یو شی تر دغه ډبری هم ډیر دروند دی چی د ځواک پرتلنه د هغه په ارتباط بهتره ده . هغوی عرض وکړ چی هغه څه شي دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : هر کله چی دوه وروڼه د کومی مسألې په سر شخړه او دښمني ولری او شیطان پر هغوی دواړو بریمن سی ، نو که دا مهال یو د هغوی څخه ( خپل عارضی عزت او ذلت ته په نه پاملرنه سره صرف د الله د رضا په خاطر ) هغه بل ورور ته ورسی او د هغه سره سوله وکړی او پخلا سی ( د اړتیا پر مهال د هغه څخه عفو هم وغواړي ) یا دا چی څوک ډیر خښمېدلی او پارېدلی وی ( سره له دې چی کولای سی خپل مقصد تر سره کړی ) خو د الله په خاطر صبر وکړی ( همدا د قدرت او طاقت د ښودلو اصلی ځای دی ) .
هو ، څومره عالی ارشاد او د ژوند عملی لارښود . څومره به ښه وی که د ځواک او قدرت لرلو سره سره مقابل طرف معاف کړو او د هغه سره بېله کوم شرط یا اسرې څخه پخلا سو ، نو دین او دنیا دواړه به مو ګټلی وی . الله دې دغسی تقوا ټولو ته راکړی تر څو د رسول الله (ص) دغه او هره لارښوونه عملی کړو .
د عقل زکات
حضرت علی (رض) فرمایی :
۱ ـ پر ګناهونو پښېماني ګناهونه ختموی ، خو پر نیکو مغروره کېدل نیک ختموی ؛
۲ ـ هر شی زکات لری ، د عقل زکات د جاهلانو پر خبرو صبر کول دی ؛
۳ ـ په معافولو او بخښلو کی تلوار ستر شرافت دی ، خو په انتقام اخیستلو کی تلوار ستر رذالت دی ؛
۴ ـ د احمق شخص عقل د هغه د ژبی تر شا او د عقلمند شخص ژبه د هغه د عقل تر شا ده ؛
۵ ـ کومه خبره چی لا ستا په خوله کی وی ته یې مالک یې ، خو چی راووزي نو هغه دې مالِکه ده ؛
۶ ـ غیبت اورېدونکی او غیبت کونکی یو دی ، پر ظلم رضا یًت لرل پخپله د ظالم په معنی دی .
هو ، د اسلام اصلی جوهر او ماهیت همدا دی . څوک چی دغه زرین ارشادات په اخلاص او صداقت سره عملی کړی هیڅ تاوان به یې نه وی کړی خو ډیره دنیوی او اخروی توښه به یې ګټلې وی . که هر کار همداسی په سړه سینه ، صبر ، حوصله او تعقل سره وکړو نو شخصیت به مو اکمل او عزت به مو اتمم وی ، انشاالله . که پر ګناهونو پښېمانه سو ، که د جاهلانو پر تعرض صبر وکړو ، که له انتقامه تیر سو او بخښنه وکړو ، که خپله ژبه سمه او سالمه استعمال کړو ، او که د چا غیبت ونکړو او نه د غیبت کونکې سره خپل سر وښوروو نو څه زیان به مو کړی وی ؟ آیا وجدانأ او روحأ به آرام ، هوسا او بېغمه نه یو ؟ راځی چی همدا نن ټینګه اراده او فیصله وکړو تر څو دین او دنیا مو تأمین او تضمین وی ، انشاالله .
عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم شپږمه تحفه ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد ) ؛ مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) .
فرشته د مظلوم مرستندوی وی
یو وخت د رسول الله (ص) په حضور کی یو چا ابوبکر صدیق (رض) ته ښکنځل او پوچ وویل . نبی کریم (ص) او ابوبکر (رض) دواړه پټه خوله وو او هیڅ غبرګون یې نه ښکاره کاوه . خو کله چی هغه سړی چپ سو نو ابوبکر (رض) یې ځواب ووایه . دا مهال رسول الله (ص) وپاڅېد او غوښته یې چی تشریف یوسی چی ابوبکر (رض) یې علت وپوښتی . رسول الله (ص) ورته وفرمایل چی تر کومه وخته چی تا سکوت کړی و او څه دی نه ورته ویل نو ستا پر ځای ملایکی د هغه ځواب وایه لاکن ستا لخوا تر غبرګون ښودلو وروسته ملایکه ولاړه او شیطان راغی . نو ځکه زه هم ولاړ سوم چی روان سم . وروسته یې داسی وفرمایل : درې شیان یقینی او حتمی دي :
لومړی ـ که مظلوم د الله د خوښۍ لپاره ظالم وبخښی نو د مظلوم عزت ډیریږی ؛
دوهم ـ هر څوک که د مال او دولت په خاطر فقر شروع کړی نو تل به همداسی فقیر وی ؛
درېیم ـ هر څوک که د الله د خوښۍ لپاره عطأ او بخشش وکړی نو الله یې پر مال برکت نازلوی .
هو ، اسلام بیا هم پر صبر ، حوصله او تحمل باندی ټینګار کوی نه پر منفی غبرګون ، عکس العمل او ځواب . روژه مبارکه د همدې زغم او حوصلې د ښودلو میاشت ده ، نه د جدل ، ښکنځل او یرغل میاشت . ژوند ډیر لنډ دی او د سترګو په رپ کی درومی . نو ښه به دا وی چی د رسول الله (ص) وصیت او نصیحت له همدې نن څخه عملأ او ارادتأ پیل کړو تر څو بایللې تقوا بیرته وګټو .
مخکی له دې چی ناوخته سی
رسول الله (ص) څومره عالی ، منطقي ، عینی او آفاقی لارښوونه کړې ده ، یعنی :
د پنځو فرصتونو څخه د هغوی تر زوال مخکی ګټه واخله :
د خپلی ځوانۍ څخه مخکی له دې چی زوړ سې ؛
د خپلی روغتیا څخه مخکی له دې چی ناروغ سې ؛
د خپلی شتمنۍ څخه مخکی له دې چی غریب سې ؛
د خپل فارغ وخت څخه مخکی له دې چی مصروف سې ؛
د خپل ژوند څخه مخکی له دې چی مړ سې .
هو ، که دغه نبوي ارشادات عملأ پیل کړو نو دومره معنوی او قلبی ګټه به مو کړې وی چی انتها نلری . دا په رښتیا هم د ژوند کولو اصلی راز ، د بریالیتوب اصلی نسخه او د آینده بهترین ضمانت دی . که ځوانان یو ، نو باید پرې نږدو چی ځواني د سترګو په رپ کی راڅخه ضایع سی ؛ که نن جوړ او روغ یو ، باید خپل الهی او دینی پور د ناروغۍ مهال ته پرې نږدو ؛ که نن لږ یا ډیر شتمن یو ، نو باید خپل انسانی مسؤلیتونه د غربت مهال ته پرې نږدو ؛ که نن وخت او فرصت لرو ، نو باید هر څه هغه مهال ته پرې نږدو چی د مصروفیت له امله « د سر ګرولو ته هم خلاص نه یو » ؛ او دا چی همدا نن ژوندي یو ، باید هغه اعمال وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، داسی نه چی هر څه را څخه تیر سی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
دنښترویبلاګ اداره ویاړي، چې دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمدله قېمته لوړې تحفې سر پر سر ورته راروانې او له نورو ټولو ویبپاڼو څخه دمخه په مینه مینه خپریږي .
نښترویبلاګ هره شپه په داسې وخت دا خوږې تحفې خپروي، چې په افغانستان او شاوخوا مسلمانو هیوادونو کې زموږ خویندې او وروڼه دپسېمي بند اوبس کوي په دې وخت کې هغه کسان چې انترنیت ته لاس رسی لري هغوی دا لوړې اسلامي او انساني تحفې په شوق سره لولي او دسبا روژې ته لاپه اخلاص ملا تړي .
نښتر ته پرله پسې دخوښي لیکونه راځي عزتمن ډاکتر صاحب نثاراحمد صمد ته دوستان دعاوې کوي.
موږ دګڼ شمېر دوستانو له مینځه دیو ګران او باتقوأ ورور عصمت الله ثنا یو لیک په لاندې ډول تاسو ته خپروو تر څو هم تاسو او هم قدرمن او مشر ورور ډاکترصاحب نثاراحمد صمد باوري شي ، چې عظیمې دعاوې یې په برخه دي:
بسمل صیب ! له لینک رالیږلو څخه مو ډیره مننه خدای(ج) د دابختوره روزه په ټولو مسلمانانو باندې په خیر تیره کړی د ټولوروزه تیانو دې خدای پاک اجرو نه په نصیب کړی .
ستاسورالیږلی لینک مې په ډير خوند ولوست ماډیرزیات خوند ورڅخه واخیست خدای(ج) د ډاکتر صاحب نثار احمد صمدته اجرونه ورکړی الله پاک د دنورو داسی لیکنو توفیق ور په برخه کړی ترڅو زموږ په مخ کی دتورو تیارو په وړاندی په ډیوو راته بدلی شی .
اوس به زه هرسهاروختي نښترګورم او دمحترم ډاکترصاحب په لاس لیکلی تحفی به په لوړ احساس لولم .
که زحمت نه وی داسې ګټوری لیکنې که نوری هم په لاس درشی ماته یې رالیږه زه به درته دعاوی کوم.
بسمل صیب نور مو په خدای(ج) سپارم بختوره اوبرکتی روزه درته غواړم
د خدای په امان
رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه یې راکړي دي چی همدا نن یې لرو ! دا هم د اوومی روژې لپاره اوومه تحفه ؛ ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد )
شپږ ډوله کسان دوږخي دي
رسول الله (ص) فرمایلی دي چی شپږ ډلی خلک د خپلو کرغیړنو اعمالو له امله دوږخ ته اچول کیږی :
۱ ـ واکمنان او حاکمان د ظلم او ستم له امله ؛
۲ ـ عرب د قوم پرستۍ له امله ؛
۳ ـ شتمن او ځواکمن کسان د خپل غرور او تکبر له امله ؛
۴ ـ سوداګر او تاجران د خیانت او خطا ایستلو له امله ؛
۵ ـ کلیوال خلک د خپل جهالت له امله ؛
۶ ـ علمأ د حسادت له امله [ مطلب د هغو علماوو څخه دی چی د دنیا او مقام په خاطر یو له بله حسد کوی ، که عالم د دنیا او دولت څخه بې نیازه وی اوفقط د آخرت غوښتونکی وی نو بیا نه د چا سره حسد کوی او نه بل د ده سره حسد کوی ] .
هو ، په رښتیا هم که واکمن ظالم سی ، عرب ځانونه پر عجمو بهتر وګڼی ، بډایان په خپل ثروت مغرور سی ، تجاران ، کاروباریان او دکانداران مشتریان خطاباسی ، کلیوال د علم تلاښ ونکړی او علمأ له حسادته کار واخلی نو بیشکه چی د امت روانه کښتۍ به د ډوبېدو خواته ځی لکه همدا اوس چی ده . البته د خلاصون بهترینه چاره دا ده چی د رسول الله (ص) په دغو لارښوونو د زړه له اخلاصه عمل وکړو چی نه پانګه غواړی او نه پور ، نه مرسته غواړی نه زور . بلکی صرف او صرف یوه صادقانه اراده غواړی او بس .
دغـــــــــــه او هغــــــــــه اور
کله چی د بوکس نړیوال اتل محمد علی کلې په ۱۹۷۰ لسیزه کی مسلمان سو ، نو یو جهانی محبوبیت یې حاصل کړ . محمد علی وروسته له دې ډیر متقی او عابد مسلمان و .
یوه ورځ یو چا پوښتنه ځنی وکړه چی ته خو په ملیونونو ډالره او هر ډول نعمتونه لرې ، هر ډول عیش او عشرت او آسانتیاوی درته آماده دي ، هر ډول قمار ، ساعتیری ، نجونی او شراب درته مهیا دي . آیا ته د دغو ټولو لذتونو څخه خوند نه اخلې او آیا کله کله دغو شیانو ته مراجعه نه کوې ؟
محمد علی کلې دا مهال د جېب څخه اورلګیت را وکیښ او هغه یې ورښکاره کړ ، او داسی یې ورته وویل : کله چی می کومی ګناه ته میلان پیدا سی ، نو د دغه اورلګیت یوه خاشه ولګوم او خپله یوه ګوته ورته ونیسم چی یو څه وسوځی . نو د سوځېدلو دغه حالت سمدلاسه د دوږخ اور را په یاد کړی او ځای پر ځای د ګناه آن تصور لا هم را څخه ورک سی . دا چی د دې دنیا د یوې خاشې دومره بې طاقته اور دی ، نو د هغې دنیا یعنی دوږخ د اور به څه حالت وی ؟ نو همدا اورلګیت زما خبردارﺉ او پوهاوﺉ دی او ځکه نو سخت احتیاط کوم .
هو ، لویدیځ وال چی کله په اسلام مشرف کیږی ، نو په همدغسی تقوا ، ایمان او صداقت سره اسلام خپلوی او هغه هضموی لکه بلال فلپس ، عبدالرحیم ګرین ، یوسف ایسټیس ، ګیری میلز ، مرحوم جادالله قرآنی او په سلګونو نور پرهیزګاران . الله (ج) دی هغو مسلمانانو ته هم دغسی اسلامی روحیه او جذبه په نصیب کړی چی له ذاته مسلمانان دي تر څو د تش په نوم اسلامیت څخه اصلی او واقعی اسلامیت ته ارتقا وکړی .
ګرانو دوستانو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه . څومره خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ څه ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس بنده نه بلکی د نفس واکوال یو . په همدې تمه د روژې اتمه ت