ملــــــي اتـــــــلانو تــــــــه د حامدکرزي سپــــــکاوی

 

دملت قاتله اتلان ولې سپکوې؟؟؟دبابا دښمنه د دار رسۍ ته به ورځې

له تېرو يولسو کلو راهيسې افغان ولس هم د کرزي له  کارنامو او ډرامو سره د صبغت الله  مجددي د کارنامو په څېر روږدی شوی دی او يو ډول يې پر وړاندې معافيت پيدا کړی دی. په  هماغه لومړي کال کې ولس په  دې پوه شو، چې کرزی يو بې ثباته او معامله ګر شخصيت لري او له همدې امله  هره ژمنه چې کرزی کوي تر پايه  د شک په سترګه ورته کتل کېږي، مهمه نه ده چې دا ژمنه شخصي ده يا ملي. د کرزي يوه پخواني دوست ويل، چې د ده پلار عبدالاحد خان کرزي هم  د ده له بې ثباتۍ څخه سر ټکاوه او په وار وار به  يې ده ته شکايت  کاوه، چې دا حامد جان دې درسړی کړه او ورته ووايه چې په خپله خبره دې درېږه!
بل لوی مصيبت د ده معامله ګري ده، خو له بده مرغه دا معامله ګري د هېواد د  ملي ګټو لپاره نه،  بلکې يوازې د دې لپاره ده چې څنګه  خپل مخالفين خوشاله وساتي او دی په  کراره پاچاهي وکړي. مخالفينو هم د ده دا  رګ ډېر ښه موندلی دی او تر ننه پورې ګټه ترې اخلي. او زموږ له بده شامته چې د افغانستان ملي ګټې ټولې د کرزي د  همدغو معامله ګريو قربان شوې. خبره له  هماغه لومړۍ ورځې څخه ښکاره وه؛ کرزي په خپله لومړۍ وينا کې وويل چې دی به د جنګسالارانو ټغر ټولوي او انتقالي عدالت به پلی کوي، خو د ده لومړنی عملي ګام  دا و چې همدغو جنګسالارانو ته د هېواد او ملت د ګټو په قيمت باج ورکړي. د کورنۍ جګړې مشهور جنګسالار احمد شاه مسعود ته يې د  افغانستان د  ملي اتل لقب ورکړ، د سپېڅلي جهاد  د ټولو شهيدانو ورځ يې يوازې همده ته ځانګړې کړه او د ده حواريونو لکه فهيم خان، قانوني، بسم الله خان او ... ته يې په باج کې مارشالي او وزارتونه ورکړل، د پنجشېر ولسوالي يې په ولايت ورته بدله کړه، د ټولو شريفو تاجېکانو حکومتي برخه يې همدوی ته په ټېکه ورکړه او دا باج ورکول تر ننه  پورې همداسې دوام لري. که لنډه  يې ووايو په افغانستان کې ثبات، ښه حکومتوالي، عدالت، بيا رغاونه، ملت جوړونه  او نظام  جوړونه ټول له جنګسالارانو سره د  کرزي د معامله ګريو قرباني شول.
د کرزي يوه بله  کارنامه  له هماغه لومړۍ ورځې دا ده چې څنګه د  افغانستان ملي وياړونه او اتلان  سپک کړي. لکه څرنګه چې مخکې وويل شول د کورنۍ جګړې يوه جنګسالار ته يې د ملي اتل لقب ورکړ او ټول هېواد يې د  ده له عکسونو ډک کړ او د بې شرمۍ خبره  خو دا وه چې د ده عکس به يې يا د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي لوی احمدشاه بابا د انځور تر څنګ او يا تر هغه پورته لګولو او تر ننه پورې موږ له دغو عکسونو څخه خلاص نه شو او تر ننه پورې يو شمېر غله او داړه  ماران د  مسعود له عکسونو څخه د خپلو جرمونو او جنايتونو د معافيت د تذکرې په توګه کار اخلي. په دې وروستيو وختو کې ښاغلي کرزي د  ملي اتلانو دسپکاوي يوه بله لړۍ پيل کړې ده او هغه د افغانستان غليمانو او قاتلانو  ته د  ملي اتلانو په نومونو د مډالونو او نشانونو ورکول دي. درې  ورځې وړاندې يې په افغانستان  کې د  امريکې سفير رايان کراکر ته د سيد جمال الدين افغان  عالي دولتي نشان ډالۍ کړ، او تر ده دمخه يې په افغانستان  کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ  پتريوس چې اوس د سي آی اې رييس دی او همداراز د امريکې پخواني دفاع وزير رابرټ ګېټس ته د وزير اکبر خان عالي دولتي مډال او تر هغو دمخه  يې هم د يو ويشتمې پېړۍ چنګېز او هېټلر (جورج بوش) ته  د غازي امان الله خان لومړی درجه دولتي مډال ډالۍ کړی و.
ښه تاسې خپله  فکر وکړئ، سيد جمال الدين افغان چې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي ويښتيا مخکښ ګڼل کېږي او د اسلامي ويښتيا پېر له همده سره پيل شوه او تر ده وروسته بيا د ده شاګردانو محمد عبده او  امام يوسف رضا او ورپسې د اخوان المسلمين مشرانو حسن البنا او سيد قطب، د پاکستان لويو مفکرينو علامه اقبال او مولانا مودودی او د ايران نابغه عالم علي شريعتي ټولو د ده لار ونيوله او د اسلام لپاره يې ډېرلوی خدمتونه وکړل؛ خو اوس يې کرزی په نامه  مډال د هغه غليم ته ورکوي. د  سيد جمال الدين افغان لويه داعيه داوه چې اسلامي نړۍ راويښه کړي، اسلامي امت په خپلو کې سره يو موټی کړي او د استعمار له منګولو يې آزاد کړي، خو جناب کرزی د دې لپاره چې د ده اروا  هم په کراره پرې نږدې د افغانستان نيواکګرو، د افغانانو قاتلانو او د اسلامي نړۍ د لوی غليم  استازي ته د سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نشان  ورکوي. غواړم  يوه ضمني خبره بله هم وکړم، هغه دا چې کله ما په افغان  رساله کې رايان کراکر ته  د حامد  کرزي له  خوا  د سيد  جمال الدين  افغان  د عالي دولتي نشان د ډالۍ کولو خبر لوستلو، نو نوموړې وېب پاڼې د سيد جمال الدين د نامه تر څنګ د افغان پر ځای اسدآبادي ليکلي و، مانا دا چې نوموړی افغان نه بلکې ايرانی دی او ماندګار ورځپاڼې بيا  د افغان تر څنګ د ندائيې نښه (!) کښلې وه، مانا دا چې د سيد جمال الدین په افغانيت  کې شک دی. دا دومره ايراني توب هم ټول د پيسو د يو څو کڅوړو پر وړاندې د ايران د  سياسي او فرهنګي يرغل پر وړاندې د  کرزي د بې تفاوتۍ او چوپتيا يو بل برکت دی.
بل خوا تاسې وګورئ له  هغې ورځې چې امريکايي ځواکونو پر افغانستان يرغل کړی دی، د دوی تر ټولو خونړی او وحشي قومندان جنرال ډېوېد پتريوس دی. نوموړی هغه قومندان دی چې په هلمند کې يې دوه کلي د ځمکې له نقشې څخه ژوندي غيب کړل او نوموړی هغه سړی دی چې د افغانانو د  قتل لپاره يې خپلو سرتېرو ته آزاد لاس ورکړی و. کله به  چې کرزي د ولس د  تسکين  لپاره خپل غږ پورته کړ چې نور دې د  ناټو له خوا شپني عمليات او افغان وژنه ودرول شي، نو همدغه پتريوس به په ډېره ستغه ژبه ځواب ورکړ، چې د شپې عمليات اړين دي او له هغو لاس نه  شو اخېستی. خو جناب کرزی بيا د افغانانو همدغه  خونړي قاتل ته  د هغه غازي وزيرمحمد  اکبر خان مډال ورکوي، چې له يوې خوا يې پنجاب ته په ځوانه ځواني خپله توره ښودلې وه او بل خوا يې استعمار ته داسې ګوزار ورکړی و چې تر ننه پورې يې د انګرېز پر زړه داغونه پاتې دي. غازي وزير له کوم دولتي فرمان پرته له استعمار سره  د غزا او د انګرېزانو د ماتولو به کبله د دې هېواد د هر بچې په زړه کې د ملي اتل په  توګه ځای موندلی دی.
په  همدې توګه زموږ سخي ولسمشر د زرګونو افغانانو قاتل، د ګوانتنامو او بګرام  د زندانونو مخترع او د ابو غريب زندان د وحشتونو فرمان ورکوونکي جورج بوش ته د هغه امان الله خان مډال ورکړ، چې نه يوازې يې د افغانستان سياسي خپلواکي وګټله، بلکې د  ټولې اسلامي نړۍ لپاره د  خپلواکۍ او سرلوړۍ الهام وګرځېد، په اسلامي نړۍ کې يې د اسلامي خلافت د احيا هيلې بيا وټوکولې او په خپله توره يې د برتانوي امپراتورۍ د زوال بنسټ کېښود.
که تاسې فکر کوئ چې کرزی به  په  دغو نزاکتونو نه پوهېږي، دا به ډېره سادګي وي. د کرزي د دغې شومې کړنې تر شا دوه دليله  پراته دي:  يو دا چې کله کرزی ګوري ولس ده  ته هم د شاه شجاع او ببرک کارمل په حيثيت قايل دی، نودی په دې توګه د ملي اتلانو په سپکاوي خپل زړه يخوي. بل دا چې فکر کوي د  ملي اتلانو له  سپکاوي سره به د غلام  او اتل توپير له منځه لاړ  شي او په دې توګه به د تاريخ او ولس سترګو ته خاورې وروشيندي. د کرزي د واکمنۍ په  لومړيو کې ما د ده له يو دوست څخه اورېدلي و، چې کرزی به د  ميرويس نېکه او احمد شاه بابا ځای ونيسي، نو ښايي همدغه عقده به يې د مډالونو په ورکولو او د ملي اتلانو په سپکولو کې تسکين  کېږي.
زما وړانديز ښاغلي کرزي ته دا دی، چې هسې خو هم په دې وطن کې د شرم په نامه څه  نه دي پاتې، که يو شمېر کړۍ او د پارلمان وکيل صاحبان  د سقاو د زوی (حبيب الله کلکاني)، قومندان پناه او نورو په نومونو د مډالونو غوښتنه کولای شي، نو راځه ته هم د شاه شجاع او ببرک کارمل په نامه مډالونه راوباسه او همدغو شين  سترګو جنابانو ته يې به درېغه ډالۍ کوه. هغه نو بيا  ستاسو خپل منځي خبره  ده او موږ په کې کار نه لرو.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

دپورتني مطلب همغږي  شاعر هم په لاندې لینک کې خپل  وس کړی :

http://www.youtube.com/watch?v=64rCd3WKSVc&feature=related