د روژې دوهمـــــــــــه تحـــــــــفه

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .

څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا یې هم د دوهمی روژې تحفه ؛ ( ن . صمد )

چغلي ګر د باور وړ نه وی

حضرت حسن بصري (رح) وفرمایل : هر چا که د بل چابدي درته بیان کړه ، نو پوه سه چی ستا خبری هم حتمأ نورو ته کوی . ځکه نو پر ځان باید د بل چا د بد ویلو یا بد کولو یقین ونسی .

یو چا د عمر بن عبدالعزیز په حضور کی د بل چا غیبت کاوه ، خو عمر (رح) ورته وفرمایل چی که دا خبره درواغ وی نو دغه آیت مصداق پیدا کوی : « که کوم فاسق شخص یو خبر درته راوړ په هغه هکله تحقیق وکړه » ( الحُجرات : ۶ ) ؛

خو که هغه څه چی ته یې وایې رښتیا وی ، نو د دغه آیت مصداق دی : « ډیر عیب لټونکیً شخص چی تل چغلۍ کوی » ( القلم : ۱۱ ) . نو ستا دا خبری په هیڅ حالت کی هم د باور وړ نه دي .

په دې سره هغه سړی شرمنده او پټه خوله سو او بیا یې د داسی ناوړه کارونو څخه توبه وکړه .

هو ، نن موږ عملأ ګورو چی اکثریت مسلمانان په دغه مصیبت کی راګیر دي او د رحمان پر ځای شیطان خوشاله کوی .

 نو الله تعالی دی ټولو مسلمانانو منجمله افغانانو ته ( چی غیبت او چغلۍ یې عادت غوندی سوی دی ) د دغسی ناولو اعمالو د ترک او خوشی کولو توفیق راکړی .

 

لس خلک ، مګر یو سوال

یوه ورځ لس کسان د حضرت علی (رض) حضور ته راغلل او ورته ویې ویل چی موږ لس کسان یو ، او صرف یوه پوښتنه درڅخه کوو ، مګر لس بېلا بیل ځوابونه غواړو . حضرت علی (رض) ورته وویل چی سوال مو ووایاست .

هغوی ورته وویل چی آیا علم بهتر دی که مال او دولت ( یعنی شتمني ) ؟

حضرت علی (رض) هم د دې پوښتنی لس مختلف ځوابونه داسی ورکړل :

۱ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال به ته پخپله ساتې ، لاکن علم تا ساتی ؛

۲ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د فرعون او هامان ترَه که وه ، خو علم د نبیانو میراث دی ؛

۳ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال او دولت په مصرفولو سره لږیږی ، خو علم په مصرفولو ډیریږی ؛

۴ ـ علم ځکه بهتر دی چی مال د ډیری مودې ساتلو له امله خرابیږی ، خو علم نور هم تازه کیږی ؛

۵ ـ علم ځکه بهتر دی چی په هغه سره زړه روښانه کیږی ، خو په مال سره هغه پیکه او تیاره کیږی ؛

۶ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرښت سره یې رسول الله (ص) حق ثابت کړ ، خو د مال په ډیرښت سره فرعون د خدایی دعوه وکړه ؛

۷ ـ علم ځکه بهتر دی چی د غلا څخه ژغورلی دی خو مال د غلا باالکل وړ دی ؛

۸ ـ علم ځکه بهتر دی چی لرونکی یې کریم او سخی بلل کېدای سی ، خو د مال لرونکی اکثرأ بخیل وی ؛

۹ ـ علم ځکه بهتر دی چی په ډیرولو یې دوستان ډیرېدای سی ، خو د مال په ډیرولو دښمنان ډیرېدای سی ؛

۱۰ ـ علم ځکه بهتر دی چی په قیامت یې لرونکی خورا لږ حساب کتاب ورکوی خو مال لرونکی یې خورا ډیر حساب کتاب ورکوی ؛

د دې یوې پوښتنی د دغو لس بېلابیلو ځوابونو په اورېدو سره نوموړي لس کسان ډیر خوشاله او رخصت سول .

هو ، لوی خدای دی ټول مسلمانان په هغسی عملی علم سره منور کړی لکه صحابهً کرام ، تابعین ، تبعه تابعین او نور نیکان او ولیان چی وو ، تر څو د جهالت غوړېدلې لمن ټوله او ختمه سی .

دنښترویبلاک اداره  له ټولو درنو لوستونکو څخه هیله کوي، چې  دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمدصمد لپاره دلازیات توفیق ،بري اوسلامتي دعاګانې وکړي ترڅو موږ اوتاسو ته هروخت  له  معنوي خزانو څخه نورهم څه را ووېشي .

بسمل