امریکايي سرتیری:

ما دطالب جنګیالیو مړي سپیو ته اچولي دي

دجوهان کورډان په نوم امریکايي سرتیری ،چې له 2001 ز راوروسته یې په افغانستان کې دطالبانو پر ضد جګړه کې ونډه درلوده په خپلو یادښتونو کې کاږي : په پنتاګون کې دوسله والو ځواکونو له مشرتابه څخه داسې امرونه موږ ته شوې وو ،چې په جګړه کې دطالب جنګیالیو مړي ددوی کورنیو ته ورنه کړو دا به یوه سزا وي ، چې ددوی کورنیو ته ورکول کیږي ځکه دې جنګیالیو داسې ترهګرې کړنې ترسره کړې دي ،چې په ګرده نړۍ کې یې په زرګونه ملکي وګړي قرباني شوې دي .
امریکايي ضابط جوهان ګورډان د( جنګیالي یادښت ) په نوم خپل یادښتونه چاپوي کاږي : ( زموږ دفرقې دوژلو شوو له جسدونو دخلاصون بله لار نه درلوده موږ به دا مړي خپلو پولیسي سپیو ته اچول رښتیا هم ډیر جسدونه دسپیو خوراک شوې دي .
جوهان زیاتوي : دا یو ناانساني کړنه ده ، چې ته دیو کس جسد ګورې او سپی پرې لګیا وي خوري یې جوهان وايي : ما او زما یو شمیر ملګرو خپل نظامي ته احتجاج وکړ ، چې موږ باید له دې وحشيتوب څخه خلاص شو او کنه موږ به نظامي سرغړونه وکړو څه موده وروسته زموږ غوښتنه ومنل شوه او دطالب جنګیالیو جسدونه به نور سپیو ته نه اچول کېدل بلکې په دښتو کې به ورته کندې کیندل کیدې ا ودا مړي به په کې اچول کېدل .
په امریکا کې حقوقي او قانوني سرچینې وايي : که چیرې ددې امریکايي ضابط خبره په اسنادو کره شي دا مهال بیا شونې ده ،چې ددې کړنې مرتکبین په امریکايي او نړیوالو محکمو دجنګي جرمونو ، وژنو او زورونې په تور محاکمه شي .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه