(دویمه برخه)
دشلمې پیړۍ شپږمه لسیزه په متحده ایالاتو کې دمسیحیت په ګيډه کې دیوه نوي مذهب دپیدایښت او ودې لسیزه وه.ددغه نوي مذهب نوم ېې (بیا را ژوندي شوي مسیحیان) ښودلی دی.ددې نوي مذهبي بدعت بنسټ ایښودونکی هم دبیلي ګرام په نوم نومول شویدی.

 

دغه نوی مذهب تر هرڅه مخکې په دې باور دی چې خدای ټول انسانان ګناه ګار پیدا کړیدي.دغه ګناوې یواځې هغه وخت لرې ګیږي چې ټول بشریت ددوی تر مشرۍ لاندې عیسی خدای وګڼي او دهغه له لارښونوڅخه پلوي وکړي.دغه مذهبي بدعت له بیا راژوندو شوو مسیحیانو پرته نور ټول بشریت په هر دین او عقیده چې وي ددوزخ وړ ګڼي.دغه نوی مذهب د دین او سیاست بیلوالی غندي او په ټولنیز ژوند کې له نارینه وو سره دنارینه ووجنسي اړیکې دملاتړ وړ بولي.
ویل کیږي چې جورج ډبلیو بوش همدې مذهب ته مخه کړې وه او په خپله ېې هم په واروار ددې خبرې یادونه کړیده.دمتحده ایالاتو درسنیو دخبرونو له مخې هغه وخت چې جورج بوش په انتخاباتې مبارزو لګیاو، ده ته په خطاب کې دهمدې مذهب یوه پلوې وویل «زه جمهوري غوښتونکی وم اوجمهوري غوښتونکی به پاتې شم،زه خدای په سپینه ماڼۍ کې وینم»بوش ددې خبرې په اوریدوغوړیږي او هغه ته په ځواب کې وايي«که مسیح خدای دی نو په سپینه ماڼۍ کېدیوه بیا زیږیدلي جمهور رئیس شته والی ددې معنی لري چې خدای سپینېماڼۍ ته راغلی دی».
دسړې جګړې په پای ته رسیدو ،ددریمې نړۍ په تیره بیا داسلامي نړۍ په وړاندې دبوش خونړۍ جګړې چې بارک اوبا ما هغوته بې ساری زور ورکړ،له سياسي، پوځي اواقتصادي ستراتیژیوسره یوځای له همدې مذهبي لیونتوب او عیسوي بنسټپالنې څخه راپیل اووغزول شوې.ښايي همدې خبرې ته په پاملرنه وچې دبوش یهودي ژوندلیک لیکونکي ولیکل چې پرافغانستان او عراق پوځي یرغل جورج ډبلیو بوش ته یو آسماني الهام و.
داسلامي نړۍ پرخلاف دپراخه تیري خبره چې افغانستان او عراق ېې دآزموینې لومړي ډګرونه وویواځې دجمهوري غوښتونکي بوش خبره نه وه بلکې دموکرات بارک اوبا ما تر هغه هم څو ګامه مخته لاړ او هغه وخت ېې چې دسولې؟! دنوبل جایزه تر لاسه کړه په خپله وینا کې ېې خپله جګړه (داسلامي نړۍ پرضد جګړ) «دخدای په لاره کې مقدسه جګړه» وبلله.دهغه خدای عیسی مسیح او تقدس ېې هم همغه داسلام پر خلاف دعیسویت صلیبي ډوله جګړه وه.
دټول غیر یهودي او غیر مسیحي بشریت په وړاندې دیوه فرهنګي او دیني عقیدتي یرغل په لمن کې دیوې توندې مذهبي جګړې په لاره اچول په امریکايي ادب هنر او په تیره بیا په سینما  کې  له اوږدو لسیزو را په دې خوادپخیدو په لور روانه وه.ددغه بهیر ډیره برخه امریکايي عام ذهنیت ته دهالیودپه فلمونو کې ور دننه شوه.ډیرې څیړنې داخبره په ډاګه کوي چې دهالیود بنسټ ایښودونکي، اوسني خاوندان او وتلي لوبغاړي او سناریو جوړوونکي ېې تر ډیره امریکايي صهیونیستان دي. دغه صهیوني ډلې غواړي د مسیحیت تر پردې لاندې له اسلامي نړۍ څخه سخت خونړی انتقام واخلي دهمدغې پراخه دیني او فرهنګي پټې جګړې را پیلول اوله تل نه مخې ته را ایستل یوه نا ببره اوغیر ارادي پیښه نه وه،بې شمیره لیکنې، څیړنې ، او لاسوندونه ښيي چې دمتحده ایالاتو صهیونیستي واکمنې ډلې ددغه هیواد په کورنې او بهرني سیاست واکمنې او ټول سیاسي،ټولنیز، اقتصادي ،فرهنګي ،پوځي او شبکه يي بنسټونه ېې په واک کې دي.
په امریکايي هنر ، ادب او فرهنګ کې تر هغو چې دوخت شوروي اتحاد او متحدین ېې ددوی دښمن ګڼل کیده،دنړۍ لوی او« مطلق شر» همدا شوروي اتحاد و. تر هرڅه دمخه دهالیود ټولې هنري انځورونې دهمدې شر ښودل و، خوکله چې شوروي اتحاد ړنګ او ددوی په خبره کمونیزم را ولوید نوامریکايي واکمنو او اروپايي متحدینو ېې دخپلې جګړه ییزې تندې دماتولو له پاره باید دمطلق شرنوي نښه په ګوتو کړې وای.داځل دکمونیزم پرځای اسلام او مسلمانان دبنسټپالنې او تروریزم تر نامه لاندې په «مطلق ش»ر ونومول شول.دغه بشري ضد هڅه لږ تر لږه د بیل کلنتون له دورې څخه په ښکاره دلیدو وړ وه.له همدغه وخته سینما او په ځانګړې توګه هالیوددصهیونیزم دژغورنې په مرکز واووښت.داسلامي نړۍ پر خلاف دیوې پټې جګړې په لړ کې د«بابل» او«۹۳ نمبر الوتنې» دفلمونو په شان په لسګونو داسې فلمونه جوړاو نندارې ته وړاندې شول چې په ښکاره دکمونیزم ضد بهیر داسلام پر ضد بهیر واووښت. په دې فلمونو کې دمسلمان بڼه وحشي،تمدن ضد،بیرحمه،په جګړه روږدی اودسولې او آرام ژوند په مخالفت داسې ښودل کیږي چې ګوندې داسلام ورکړل شوې زده کړې همدادي.دغه فلمونه هغه صحنې پراخوي چې هلته په پای کې مسلمانان دشیطان کچې ته رسوي او په دې خاطر چې امریکايي عامه ذهنیت را ولمسوي مسلمانان داستثنأتو په غټولو دامریکايي ارزښتونو دښمن او په پای کې دامریکا دښمن ،او دپوځي ځپلووړ بولي.
دبیلګې په توګه لکه څنګه چې څیړونکو ښودلې دبابل په فلم کې یو امریکايي توریست دوړوماشومانو په یوه لوبه کې ټپي کیږي.دغه ماشومان له چړو اوسیلاوو سره لوبې کوي. ټپې شوی امریکايي له خپلې ورسره میرمنې سره یوه کلي ته ورځي ،په داسې حال کې چې ټپې اوپه بد حال دی په کلي کې دارو درمان نه مومي او کومه انساني عاطفه هم نه ګوري.په فلم کې لس کلن یوسف هغه چې توریست ېې ټپې کړی یو یاغي،بیرحمه ،له چړو اوسیلاوو سره روږدی داسې ماشوم ښيي چې دقرآن شریف طلاوت او لمنځونه کوي خو له وحشي توب او بیلارۍ پرته څه نه لري او دومره اخلاقي لویدنه لري چې دخپلې خور لوڅ بدن ته په هوس ګوري... دغه څه په واقعیت کې دیوې امریکايي اسلامي ضد جوړونې له مخې ښيي چې دقرآن طلاوت ، لمونځ او عبادت یو مسلمان ته له وژنې او بیلارۍ پرته کوم بل څه نه ورکوي.
د«۳۹ نمبر الوتنې» فلم هم مسلمان تنګي ځلمیان ښيي چې ډیر لمونځونه او دقرآن کریم طلاوت کوي خوزړونه ېې له امریکايي ضد کرکې ډک دي او ټول عمر له چړو او چاقو ګانو سره لوبیږي. په پای کې الوتکه تښتوي تر څو پر سپینه ماڼي یرغل او هغه را نسکوره کړي.دخپل هدف په لورپه الوتنه کې دالله اکبر په یادولو دیوه بیګناه سورلۍ په غاړه چاړه را باسي . په پای کې هدف ته تر رسیدو مخکې وژل کیږي. دغه شان فلمونه او دې ته ورته نورډیرېې دیولسم دسپتامبر له ناتار مخکې جوړ او امریکايي ‌ذهنیتونو ته رسول شوي و. دا ټول په دې خاطر چې دغه ذهنیتونه پر اسلامي نړۍ را تلونکو پوځي خونړيو تیریو ته چمتو کړي.
دیادو شوو فلمونو لړۍ اوږده ده ویل کیږي چې د«ایندیانا جوز» او «کلابندۍ» فلمونه هم چې ددې سریال وتلي فلمونه ښودل شوي په همدې لاره ګام اخلي.ساموئیل هانتینکتون چې دبیل کلنتون دواکمنۍ په مهال دهغه دبهرني سیاست سلاکار واو امریکايي نامتو تیوري جوړوونکی ښودل کیږي په خپل هغه کتاب کې چې « دتمدنونوټکر او دنړیوال نظم بیا جوړونه» نومیږي په ښکاره وايي:«لویدیځ ته نه ښايي چې له بنسټپالنې ویره ولري بلکې باید په خپله  له اسلام څخه په ویره کې وي». دساموئیل همدغه تیوریتیزه شوي څرګندونې دهالیود دفلمونوتګلاره ټاکي.   
څرنګه چې هره پټه جګړه په پای کې په مخامخ تیري او تقابل اوړي اوهر پوځي تیری یوې پلمې او خپل ټاکلي شعار ته اړ تیا لري نوپر افغانستان دپوځي تیري له پاره دیولسم دسپتامبر مرموزه پيښه یو علت نه بلکې یوه له مخکې جوړه شوې پلمه وه،امریکايي جګړه مارو دغه تیري ته شعار هم په خپله وټاکه،القاعده او تروریزم ،هغه چې دواړه ددوی دلاس نیالکي وو، پر افغانستان دپوځي یرغل او اوږده اشغال په شعارونو واووښتل.همدغو امریکا يي شعارونو په هیواد کې دننه او بهربې شمیره داسې«شخصیتونه،کوندونه،سازمانونه،ډلې اورسنۍ » دخپلو پانګو په زور په خوځښت را وستې چې هر لوري دخپلې پردو ورکړې مړۍ له مخې دهمدې شعارونو ژدويل پیل کړل.
دهالیود دتازه فلمونو په لړ کې یوې صهیوني خرافې هم خپله ناولې بڼه را مخته کړه.د«آخرالزمان» خیالي افسانه چې له صهیوني بنسټپالنې تومنه اخلي دهنر اوسینما له لارې لومړی دیوه لوی شرخبره کوي،هغه شر چې په سخته ناهیلې کوونکې جګړې اوړي.دغه جکړه چې دخیر اوشروروستۍ نښته ده بشریت له پښو غورځوي او داسې ژورو ناهیلیو ته ېې رسوي چې دیوه لوړ او زړه ورنژاد مرستې ته هیله من شي،دغه لوړ او زړور نژاد «امریکايي نژاد »دی. ټول پوهیږي چې دامریکا متحده ایالات دډیرو پراخه نژادونونښې له ځانه سره لري.د«آخرالزمان » په افسانه کې له امریکايي نژاد څخه مطلب «انګلو ساکسوني» سپین نژاد دی.دهمدې افسانې په اوږوهغه څه خوځي چې بشریت باید انګلوساکسوني نړیواله باداري ومني.همدغه څه دختیځو اولسونو پرخلاف چې اسلامي نړۍ ېې په سر کې راځي دانګلوساکسوني نژادجګړه دشر په وړاندې دخیر جګړه ښيي اوبارک اوبا ما هم په خپلو څرګندونوکې همدې لوري ته کوته نیسي. 
د«آخرالزمان» دافسانې پر بنسټ ولاړ امریکايي هنر او فرهنګ تر هرڅه دمخه دا غوښتنه لري چې ختیځ مسلمان اولسونه پرخپله اراده او نفس بې باوره اودې ته ېې ورسوي چې په پټو سترګو دتمدن تر نامه لاندې خپلو ټولو مادي او معنوي ارزښتونو ته دپای ټکی کیږدي.ډیرو لیکوالو،څیړونکو او کره کتونکو دا خبره په ډاګه کړیده چې دبیلګې په توګه د«هري پاتر» او د«کړیوپه خاوند» فلمونو کې همدغه موخه له ورایه ښکاري.له دې سره سم د«لوړوبیړیو» فلم داسلام سپکونه او حقارت هغې کچې ته رسوي چې لویدیځ ټولنه په ژوره توګه له اسلام او مسلمانانو سره دښمنه او خونړیوجګړوته وهڅوي.دامریکايي ادب او هنر دغه لوری دلاسبرې، پر نړۍ واکمنې میدیا له لارې داخبره ذهنیتونو ته رسوي چې اسلام امریکايي ارزښتونو ته لوی ګواښ دی.په دغه ادبي او هنري سینمايي انځورونو کې داانځورونه له ورایه ښکاري چې مسلمانان یا احمق شتمن دي یابیرحمه واکمن.
دغو ټولو څرکندونو ته په کتنه لیدل کیږي چې داسلامي نړۍ پر خلاف پټه جګړه چې سوزوونکي بڅرکي ېې په پوځي یرغلونو کې را ښکاري یو تیوریتیزه شوې او په ځانګړومسیحي تصوراتو ولاړه صلیبي ډوله جګړه ده.دهمدغې جګړې له پاره دمتحده ایالاتو هوايي او ځمکني پوځیان په ځانګړو اسلامي ضد احساساتو روزل کیږي.دبیلګې په توګه په همدې وروستیو وختو کې د«ویرجینیاپیلوت» په نوم یوې امریکايي خپرونې یو ټکان ورکونکی عکس خپور کړ.په دغه عکس کې ښودل کیږي چې يوه په اسلامي حجاب پټه میرمن په داسې حال کې چې دقرآن کریم څو کتابونه او څه اسلامي لیکنې ېې شاته ښکاري د«فورت  استوري»په پوځي روزنځای کې دهوايي او ځمکنیو ځواکونوپه تمریني نښه بدلیږي.هر پوځي کله چې پر دغه انځوردماشینګڼو فیرونه کوي ،په واقعیت کې داسلام او مسلمانانودوژنې مخامخ درس اخلي. ویل کیږي چې په متحده ایالاتو کې دمسلمانانو شورا ددغه عکس په هکله دهغه هیواد ددفاع وزیرپنیتا ته یولیک ور واستاوه او هغه ته ېې ولیکل چې دغه پوځیان چې دیوي مسلماني ښځې ،دقران کریم په کتابونو او اسلامي لیکنوخپل پوځي تمرین کوي ښايي په همدې روحیه افغانستان او عراق ته لاړ شي او هلته بیرحمه وژنې وکړي.پنیتا دپيښې دلا رسوا کیدو له ویرې امر کوي چې دغه عکس دفورت استوري له پوځي روزنځای څخه لرې کړي.
په افغانستان کې دامریکايي پوځیانوتر ټولو زیاتې وحشي انساني ضد کړنې بې له شکه له هغو زده کړو څخه تومنه اخلي چې په امریکايي روزنیز سیاست کې ځای لري،په قندهار کې په شهیدانودارې کول ،په زنګاوات کې جنسي تیری،وژنې او بیا دمړوراټول یوې خونې ته او اور وراچول نه کومې ناڅاپي پیښې وې او نه هم دغه وحشت دڅو لیونو کار وبلکې امریکايي پوځیان په همدې روحیه روزل شویدي.ددوی دغه شان وحشتونه لږ نه دې .واقعیت دادی چې دپیښو دریښتینې انځورولو له پاره افغاني خبر لوڅ څه چې له امریکايي پوځي او شبکه يي خبریالانو پرته هیڅوک دپيښو دپیښیدو ځای ته ورتللی نه شي.له همدې کبله پټه جګړه په پټو جنایاتوولاړه او ورځ په ورځ عمق او پراختیا مومي.
  نور بیا