د لویې پکتیا پر فرهنګي ـ خپرندویه ټولنې دبرید په اړه دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ دمرکز اعلامیه

 د لویې پکتیا پر فرهنګي ـ خپرندویه ټولنې دبرید په اړه دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ دمرکز اعلامیه
په ډیره اندېښمنتیا موخبر مو تر لاسه کړ، چې په پکتیا ولایت کې دلویې پکتیا فرهنګي ـ خپرندویه ټولنه ددغه ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ دچارواکو تربرید لاندې راغلې او دغه فرهنګي ـ مدني بنسټ یې تړلی دی .
مرکز ته ویل شوي چې : دروان ۱۳۹۱ لمریز کال دغبرګولي په دوهمه نیټه په ګردیز ښارکې دلویې پکتیا فرهنګي ـ خپرندویه ټولنه او ترڅنګ یې دپکتیا مېډیا سنتر ته داطلاعاتو اوفرهنګ ولایتي ادارې چارواکي ورغلي او تر څه تاوجن چارچلند وروسته یې دغه بنسټ تړلی دی . دخوشالۍ خبره خو داده چې دغې ادارې ته ورغلیو امنیتي منسوبینو په دې لړ کې خپل مدني مسئولیت نه دی هېر کړی او داطلاعاتو اوفرهنګ تر چارواکیو یې چلند فرهنګي او قانوني و، چې ښايي په خپل ځای مننه ترې وشي ، خو ددې پرځای هغه رسمي ارګان چې له فرهنګي بنسټونو څخه ساتنه ، ملاتړاو قانوني څارنه یې مکلفیت دی پخپله یې قانون مات کړی دی. دمدني ټولنې دمرکز معلومات دادي ،چې تړل شوې ټولنه دهېواد له قوانینو سره سم په اطلاعاتو او فرهنګ او عدلیې وزارتونو کې ثبت او راجستر ده او دکارجواز هم په لاس کې لري . داسې ښکاري ،چې ستونځه په (( افغان ننګ )) مهالنۍ کې دکومې طنزي لیکنې پرسر راولاړه شوې ده ، چې په داسې مواردو کې دبنسټونو دتړلو پرځای ښايي له قوانینو سره سم اړوندو مراجعو ته شکایت شوی وای ، دمطبوعاتو له تخطیو څخه دڅارنې کمیسیون او دشکایتونو داوریدو مراجع باید خبرې شوې وای او که تخطي ثابته شوې وای ښايي له حقوقي بهیر تیرولو وروسته وړ کړنې شوی وای ، نه داچې پرته له کوم قانوني حکم څخه دبیان دازادۍ دټولو اصولو پرخلاف ددغه بنسټ په تهدید ، تحدید او تړلو لاس پورې شي .
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز په دې اړه جداٌ اندیښمن دی او په ټینګار سره هرڅه ژر ددغې ټولنې دبیرته پرانیستلو او دحیثیت داعادې غوښتنه کوي او که دکومې تخطۍ شکایت وي ، غواړو ،چې له قوانینو او اصولو سره سم چلند ورسره وشي .
مرکز له نږدې څخه ددغې پیښې بهیر څاري او داخپل مکلفیت ګڼي ، چې په دې اړه ـ که وړ اجراات ونه شول ـ خپلو قانوني او مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي .
په هېوادکې دقانونواکۍ او حق وعدالت دبشپړ ټینګښت په هیله
دافغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ مرکز

نښتر ویبلاګ لا دمخه په یاده پېښه خواشیني ښودلې او دبېړني حل غوښتنه یې کړې دا خبر موږ ته څو ورځې مخې رارسېدلی و تاسو یې په لاندې لینک کې لوستلای شئ: 

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18387